نظــر

تاريخ تکراريږي

pak-afghan-borderد خوست ولايت د تڼيو د ولسوالۍ اوسيدونکى شهنواز تڼى د (خلق) د ګوند يو برجسته غړى ؤ او دى، د نولس سوه اويا او اتيا ميلادي په لسيزه کې يې د وخت د کمونست رژيم د دفاع وزير ، خاد (مل امنيت) رئيس ، لوى درستيز او د فوځ په لوړو چوکيو کار کړى دى.

په نولس سوه او نويم ميلادي کال کې يې د کمونستي دور په وروستي جمهور رئيس ډاکټر نجيب الله  د کودتا کوښښ وکړ ،

د پاکستان د وخت صدر اعظمې ميرمن بينظير بهټو يې مرستې ته چمتو شوه ، په پاکستان کې ميشتو جهادي  مشرانو څخه يې د هغه د مرستې او ملاتړ غوښتنه وکړه خو يواځې ګلبدين حکمتيار ورته لبيک ووايه.

تڼي د کودتا پر همال په کابل کې  يو شمير ځايونه بمبار کړل خو په فوځ يې پوره واک نه درلود او کودتا  ناکامه شوه ، پدې هکله به  د ډاکټر نجيب الله هغه وينا هر چا اوريدلي وي چې د تڼي په اړه يې څه ويلي دي ، ډاکټر نجيب وايي  لدې امله چې په اصطلاح تڼى د پاکستان جاسوس ؤ نو په کابل کې يې د هندوستان سفارت او داسې سيمې بمبار کړي چې  پاکستان پرې خوشحاليږي.

شهنواز تڼى لدې ناکامې پاکستان ته وتښتيد او هليکوپتر الوتکه يې د پيښور سره نژدې د خيبر ايجنسۍ د شاه کڅ په سيمه کې په يو ډاګ کې ښکته شوه ، هلته يې پاکستان خورا شاندار استقبار وکړ ، حکمتيار ځانته ومانه او د يو ايتلافي په توګه يې ونوماوه ، تڼى د اسلام اباد پر لور بوتلل شو چې د طالبانو د حکومت پر مهال او ان تر اوسه هم په اسلام اباد کې اوسيده ، اوس هم په اسلام اباد کې کور لري او کورنۍ يې پکې اوسيږي.

ويل کيږي چې اوس هم د پاکستان د اي اس اي لپاره کار کوي او افغانستان ته هم د همدې ادارې لخوا استول شوى دى څو د پاکستان د ګټو د خوندي کولو لپاره کار وکړي .

يو ځل بيا د تڼي تيښتې ته ورته د يوې پيښې د رامنځته کيدو شک پيدا شوى  او داسې فکر کيږي چې  پاکستان او په ځانګړې توګه ISI د افغانستان د حکومت په کليدي برخو کى داسې خلک موندلي لکه تڼى چې يې د نجيب الله په حکومت کې موندلى ؤ .

لدې انکار نه شي کيدلاى چې په افغانستان کې د ISI پلويان او کار کوونکي خورا ډير دي ، نه يواځې دا چې دغه ډله په طالبانو يا د دولت په نورو مخالفو ډلو کې خلک لري ، بلکه په حکومتي کړيو ، عامو خلکو ، امنيتي مسئولينو او حتى په ملي امنيت کې يې هم اړيکې ټينګې کړي دي  ، آن تر دى چې په افغانستان کې ځينې تقررۍ هم د همدې ادارې په خوښه تر سره کيږي لکه د سرحدي سيمو د واليانو مقرريدل او داسې نور.

پدې کې هيڅ شک نشته چې د پاکستان څارګره اداره د افغانستان په خاوره کې لکه د اوبو په څير بهيږي ، په هره برخه کې يې ځاى موندلې ، سرچينې لري او کار ځينې اخلي خو استخباراتي اداره د يو هيواد لپاره خورا زيات اهميت لري چې د افغانستان د ملي امنيت اداره هم د افغانستان لپاره د ستر اهميت درلودونکى ده اوس چې پدې اداره کې هم د بهرنيانو جاسوسان پيدا شي نو بيا به د هيواد د ساتنې تمه له چا کيږي؟

د دا ډول پټو خلکو وجود توجيه کيدلاى شي خو کله چې راڅرګند شي او بيا د تڼي په څير پاکستان ته وتښتي نو د حامد کرزي حکومت دى هم د ډاکټر نجيب الله د حکومت د پاى انتظار باسي .

پر دې سربيره دا هم روښانه ده چې د کابل اوسنى حکومت خورا کمزورى دى ، د ډاکټر نجيب الله د حکومت د نيم ځواک په اندازه زور او واک هم نه لري ، دا کوم وجود او جوړښت يې چې تر سترګو کيږي هغه هم د بهرنيو بادارانو د تدبير ، بهرنيو مودرنو الوتکو او وسلو برکت دى کنه د افغانستان  ملي اردو او ملي پوليس خو د دې وړ هم ندي چې د يو واړه بريد په وړاندې بې لدې چې بهرني فوځيان يې تر څنګ او پر سر يې الوتکي وي مقاومت وکړي.

دا مقدمه مې يو مجهول ، واړه خو مهم خبر ته کيښودله ، د تيرې سه شنبې په ورځ (2011-11-01 ) مو د پاکستان او افغانستان تر ټولو مصروف سرحد څخه يو خبر تر لاسه کړ.

د سه شنبې په ورځ د تورو هندارو بې لمبر پليټه موتر د طورخم پولې ته تللى او کله چې د افغانستان پوليسو د پوښتنو لپاره هغه ته د دريدلو اشاره کړى نو موټر بې لدې چې ودريږي يو پوليس يې وهلې ، هغه يې ټپي کړى او د پاکستان خاورې ته اوښتې دى ، د پاکستان په خاوره کې يې پاکستاني مليشو  مخه نيولې ده خو په موتر کې سپاره دوه تنه له موټره ښکته شوي او مخامخ د پاکستاني مسئولينو يوې وادنۍ ته ننوتلي دي .

وروسته لدې د افغانستان امنيتي ځواکونو هغه موتر چې دوه تنه پکې د پاکستان خاورې ته اوښتې وه بيرته افغانستان ته را اړولى دى او د پاکستاني چارواکو څخه يې د دوه تنو د تسليمولو غوښتنه کړى خو هغوى چورلټ منکر شوي دي .

يو تن چې په همدې ورځ د طورخم له پولې اوښتې وايي چې دغه دروازه د څو ساعتونو لپاره تړلى وه ، دواړو خواوو د يو بل په مقابل کې سنګرونه نيولي وه ، څو ډزې هم شوى وى  او داسې بريښيدله چې نښته به وشي خو ماښام ناوخته دغه مسئله پاى ته ورسيده او لاره هم د تلونکو راتلونکو په مخ خلاصه شوه.

اوس دغه دوه تنه څوک وه ، ولې پدې ډول د افغانستان څخه پاکستان ته ورغلل او بيا ولې بيرته افغانستان ته ونه سپارل شول؟؟؟ ځواب يې يواځې او يواځې د افغانستان او پاکستان څارګرې ادارې ويلاى شي.

د ننګرهار ولايت په مرکز  جلال اباد کې يو ژورنالست وايي چې دغه دوه تنه پاکستاني څارګر وه  ، چې له ډيرې مودې راهيسې يې په افغانستان کې ورسپارل شوى دندې تر سره کولې او د خپل هدف له تر لاسه کولو وروسته بيرته پاکستان ته ستانه شول خو دا خبره لدې امله د منلو وړ نه بريښي چې هغوى کولاى شول په هغه ډول له افغانستان څخه ووځي  په څه ډول چې ورننوتلي وه ،هر کله چې په پټه په په يو بل هيواد کې په سري توګه کارونه کولاى شي نو د وتلو پر مهال به يې دومره رسوايي ته اړتيا نه ليدل کيدله.

يوه بله ډله بيا وايي چې ياد دوه تنه د افغانستان دولتي کار کوونکي دي خو دا څرګنده نده چې د کومې ادارې ، په کومه مرتبه او رتبه کى ، هغوى د پاکستان سره يې اړيکې درلودلې او دا دې پاکستان ته يې پناه يوړه ، هغوى هم په اخلاص ومنل او لدې وروسته پروګرام خو د دسيسې پيلوونکو ته څرګند دى.

دغه دوهمه خبره لدې امله يو څه د منلو وړ ښکاري چې په افغانستان کې ډيرې خلک شته  د پاکستان پلوي کوي اوس که چيرته په ريښتيا سره هم دغه دوه تنه چې پاکستان ته يې سياسي پناه وروړى د افغانستان د څارګرې ادارې مامور او يا بل حکومتي کار کوونکى وي نو  بالکل به د شهنواز تڼي په څير په پاکستان کې ژوند کوي او پاکستان به يې وخت په وخت د خپلو ګټو لپاره کاروي.

داسې بريښي چې تاريخ ځان تکراروي ، شورويانو هم په افغانستان کې لاسپوڅې حکومت غوښت او مشري يې يو افغان ته په لاس کې ورکړى وه ، امريکايان او اروپايان يې هم غواړي ، د شوريانو په اوږو سپرو د وخت واکمنانو هم ځانونه خپلواک بلل او د اوسني حکومت مشران يې هم ګڼي ، هغه مهال هم لويې جرګې کيدلى ، په هره غونډه کې ايات او حديث لوستل کيدل او هر يو خپل ځان ته ملتپال او هيواد ويل او اوس يې هم وايي ، هغه مهال هم جګړه له پاکستانه رهبري کيده او اوس هم رهبري کيږي ، يواځې يو څه پاتې دي او هغه دا چې د تير جهاد په څير يو هيواد د کابل د حکومت مخالفينو ته په ښکاره توګه ځاى ورکړي او مرستې ورسره پيل کړي چې همدا اوس دا ډول نښې نښانې څرګنديږي………….!!!!!!!!!!

پاى

مجاهد ((پښتون))

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x