افغانستان

کاپیسا: شپږ عام وګړي وژل شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وږي ۲۵مه، ۱۳۹۳ل): د کاپیسا ولایت امنیتي مسوولینو د دې ولایت په ځینو سیمو کې د چاڼيزو عملیاتو خبر ورکړ. ویل کېږي چې په دې عملیاتو کې شپږ عام وګړي هم وژل شوي دي.

د کاپیسا د امنیت امر عبادالله تلوار د عملیاتو پیل مني او وايي چې دغه عملیات په پشه کوټ، انارجو او پوزه چای سیمو کې ترسره شوي دي، چې په وینا پنځه طالبان يې له منځه وړي.
د عملیاتو په ساحه کې څو تنو د نوم نه ښودو په شرط رسنیو ته ویلي دي چې په پشه کوټ او انارجو سیمو کې د افغان عسکرو له لوري په شویو عملیاتو کې د مېرمنو په ګډون شپږ تنه عام وګړي وژل شوي دي.

د کاپیسا د امنیت امر د ملکی وګړو د مرګ ـ ژوبلې اړوند څه نه دي ویلي ، خو منلې يې ده چې په دې عملیاتو کې يې د ملي اردو یو عسکر وژل شوی او بل هم ټپي شوی دی.

دا لومړی ځل نه دی چې په چاڼیزو عملیاتو کې عام وګړو ته مرګ ـ ژوبله اوړي، بلکې عامو وګړیو د هېواد په سطحه په هره سیمه کې له عملیاتو وروسته غږ پورته کړی چې په سیمه کې د طالبانو پرځای عام وګړي، وژل کېږي، نیول کېږي او تهدېدېږي.

تر دې وړاندې په بهرنیو ځواکونو هم دا تور و، چې په هرځل عملیاتو کې يې د ګڼو مېرمنو او ماشومانو په ګډون عام وګړي شهیدان کړي وي.

د نظامي کارپوهانو له قوله له دولتي ځواکونو نه د عامو خلکو فاصله د دې سبب شوې ده چې ترمنځ يې کرکه خپره شي او دولتي مسوولین هم بې له دې چې تحقیق وکړي او دقیق واوسي خپل عملیات پرمخ وړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x