نړۍ

شمالي وزيرستان کې پاکستاني طالبانو درې پوځيان وژلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وږي ۲۵مه ۱۳۹۳ل): د پاکستان قبايلي سيمې شمالي وزيرستان سپين وام ډنډې کچ سيمه کې پاکستاني طالبانو د پاکستاني عسکرو پر امنيتي پوستو وسله وال بريد کې درې عسکر وژلي دي.

د پاکستاني پوځ لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د شمالي وزيرستان سپين وام ډنډي کچ سيمه کې پاکستاني طالبانو د افغانستان له خاورې پر پاکستاني پوستو بريد کړی، چې نتيجه کې يې درې پاکستاني عسکر وژل شوي دي.

د پاکستان د عامه اړيکو او داخلي خدماتو اداره «ISPR» وايي، چې د پاکستاني پوځيانو په ځوابي ډزو کې يې يوولس طالبان وژلي دي.

د يادونې وړ ده، چې د پاکستان پوځ شمالي وزيرستان کې د پاکستاني طالبانو او د هغوی د پلويانو پر ضد پراخ پوځي عمليات پيل کړي دي.

د پاکستان امنيتي سرچينو له قوله د روان کال د جون مياشت له ۱۵ نېټې راهيسې د پيل شويو پوځي عملياتو په ترڅ کې تر اوسه شاوخوا نهه سوه وسله وال مخالفين وژل شوي دي، مګر پاکستاني طالبان وايي، چې تر اوسه په دغو عملياتو کې د دوی ډېر کم ملګري وژل شوي او پاکستاني پوځيان په لوی لاس ولسي وګړي وژني.

پوځي چارواکي وايي، چې د پاکستاني طالبانو پر ضد پيل شويو کې عملياتو کې تر اوسه ۸۲ پاکستاني عسکر وژل شوي دي.

د شمالي وزيرستان خلک وايي، چې د پاکستان پوځ دوی او طالبانو ته په يوه سترګه ګوري او ډېر ځل يې په قصدي توګه ولسي وګړي وژلي دي.

د شمالي وزيرستان يو شمېر بې کوره شوي خلک وايي، چې پاکستاني طالبان او د هغوی نژدې پلويان د پوځي عملياتو له پيله مخکې له دغو سيمو وتلي وو او د پاکستاني پوځيانو په عملياتو کې ډېری ولسي وګړي وژل شوي دي.

بايد وويل شي، چې د پاکستان امنيتي ځواکونه رسنيو ته اجازه نه ورکوي، چې شمالي وزيرستان کې د هغو سيمو څخه ليدنه وکړي، چې پوځي عمليات پکې روان دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x