ورزش

شاهد افریدی یو ځل بیا کپتان شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وږي ۲۵مه ۱۳۹۳ل): د پاکستان کرکټ بورډ یو ځل بیا مشهور پاکستانی لوبغاړی شاهد افریدي   د ۲۰ اوریزو سیالیو کپتان وټاکلو.

مصباح الحق  د تېر په څېر د یو ورځېنۍاو ټيسټ سیالیو کپتان پاتې شوی دي.

شاهد افریدی به د ۲۰۱۶ز کال پورې ددغه ټيم کپتان وي.

یاده دې وي چې روان کال په بنګلادیش کې د ۲۰ اوریزو نړیوال جام کې د خرابې کپتانۍ له امله محمد حفیظ استعفا ورکړه چې تر هغې وروسته د پاکستان کرکټ بورډ د نوي کپتان په لټون کې وه. د زیات شمېر فکر و غور وروسته پاکستان کرکټ بورډ شاهد افریدی چې د پاکستان په لوبډله کې د ملا تیر حیثیت لري یو ځل بیا کپتان وټاکلو.

شاهد افریدی تر دې وړاندې هم غوره کپتان و او دده د کپتانۍ پر مهال پاکستان ښه کافي سیالۍ ګټلې وې.

خو د لوبډلې د روزونکي وقار یونس سره د ده اختلافات راپیدا کېدلو سره نوموړی له کپتانۍ پاتې شو.

شاهد افریدي په ۲۰ اوریزو سیالیو کې د پاکستان له لورې په ۱۹ سیالیو کې کپتاني کړې چې په دې کې یې ۹ ګټلي او ۱۱ يې بایللي دي.

نوموړي  په نړیوالو ۲۰ اوریزو سیالیو کې په ۷۴ لوبو کې د پاکستان  استازیتوب کړی چې په دې کې یې ټولټال ۱۱۱۲ منډې جوړې کړي او همدا راز په توپ اچونه (بالینګ) کې يې ۷۷ ویکټې اخېستي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x