افغانستان

عمر داودزی: په سږنۍ جګړه کې نږدې ۴۰۰۰عسکرو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وږي ۲۵مه، ۱۳۹۳ل): د افغانستان د کورنیو چارو وزیر عمرداودزي د مشرانو جرګې په استجوابیه غونډه کې وویل چې د سږ کال په جګړو کې نږدې څلور زره عکسرو وژل شوي دي.

د داودزي په خبره د سږني لمریز کال له لومړۍ میاشتې تر اوسه پورې ټولټال درې زره اووسوه شپږ پنځوس افغان عکسرو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې ده.

د کورنیو چارو د وزیر په قول په یاده شمېره کې د ملي اردو او ملي پولیسو په شمول اربکیان هم شامل دي.

داودزي په خپلو خبرو کې وویل چې د حمل له میاشتې تر اوسه پورې ۱۳۸۶ تنه افغان عسکر وژل شوي او دوه زره درې سو اویا تنه نور ټپیان شوي دي.

د کورنیو چارو وزیر په خپلو خبرو کې وویل چې په دې جګړو کې يې تر پنځو زرو ډېرو طالبانو ته هم مرګ ـ ژوبله اړولې ده.

د کورنیو چارو وزیر په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي، چې څو ورځې وړاندې طالبانو یواځې د یوولسو هېوادونو په سطحه د نږدې دووسو لوړ پوړیو دولتي چارواکو د وژلو خبر ورکړ.

طالبانو په یاد راپور کې ویلي : «دخیبر په څلور میاشتنیو روانوعملیاتو کي تر نن پوري 188قوماندانان او منسوبین وژل شوي دي چي تاسو یې له مخې په ښه او کره توګه قضاوت کولای شئ چي ددومره قوماندانانو په وژلو سره به دکرزي په مزدوره اداره کي کوم مورال پاتې وي او ددې په تناسب به یې نورعسکر، پولیس او اوباش اربکیان څومره وژل شوي وي ۰»

له بله اړخه د ځينو نظامي کارپوهانو له نظره په بادغیس، کندوز، فاریاب، غور، هلمند او ګڼو نورو سیمو کې د طالبانو پراخې اوږد مهالې جګړې د نور کلونو په پرتله خورا زیانمونکې تمامې شوې دي.

یاده دې وي چې نن هم د هلمند په لشکرګاه، سنګین، د هرات په شینډنډ، د کندهار په شاولیکوټ، د لغمان مرکز ته څېرمه، د زابل په شهرصفا، کلات، اتغر او د هېوادو په نورو برخو کې د بریدونو، چاودونو او نښتو خبرونه ورکړل شوي دي.

په ورته وخت کې په جګړه بوختو ولایاتو کې سیمه ییز چارواکي شکایت کوي، چې مرکزي دولت ورسره مرسته نه کوي او د دوی په جګړه کې ښکېل عسکر آن په رواني ناروغیو اخته شوي دي.

طالبانو تر اوسه د دولتي چارواکیو د پورته راپور اړوند څه نه دي ویلي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x