افغانستان

کندهار: د افغان ښځو شبکې دفتر پرانیستل شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وږي ۲۵مه، ۱۳۹۳ل): په کندهار کې د افغان ښځو شبکې خپل دفتر د کندهار، هلمند او زابل د دریو ولایتونو په سطحه رسماً پرانیست.

په دې زون کې د یادې شبکې مشرې هما صالحې د دې فتر د پرانیستې علت په دې سیمو کې د افغان مېرمنو لپاره د کارموندنه او په خصوصي او دولتي ادارو کې ورته د کازمینه برابرول یاد کړ.

د افغان ښځو شبکې او د زابل ولایتي شورا غړې فوزيې وویل چې په دې سیمه کې د دې دفتر پرانیستنه یو ښه ګام دی.

دا په داسې حال کې دی چې په یادو ولایتونو کې مېشت وګړي د کلکو پښتني قیدونو په خاطر د ګډ کاري فعالیت پلویان نه دي او نه غواړي چې مېرمنې يې له نورو خلکو سره په دفترونو کې کار وکړي.

یاده دې وي چې د افغان ښځو شبکې پر ټولنې سر بېره په افغان دولت کې د امن خونې په نامه له خپلو کورونو د خپه شویو مېرمنو لپاره د سرپناه په نامه جوړې شوې دي، خو عام وګړي ورته په ښه سترګه نه ګوري.

په سرپل کې د امن خونې د پرانیستې په اړه د دې ولایت علماو سخت غبرګون وښود او دغه خونې يې د ناروا جنسي اړیکو ټینګولو مرکزونه وبلل.

څه وخت وړاندې د عدليې پخواني وزیر مرحوم حبیب الله غالب هم په دې مرکزونو سختې نیوکې کړې وي او دا يې د فحاشۍ مرکزونه بللي و، چې په وړاندې يې د مېرمنو د حقونو فعالانو توند غبرګونونه وښودل.

د افغان ښځو شبکې ځینو غړیو د تېرې لمریزې میاشتې په وروستۍ ورځ له ولسمشر حامد کرزي سره په خبرو کې ویلي و، چې باید افغان مېرمنو ته په راتلونکي دولت کې پراخه برخه ورکړل شي، دوی غوښتي و، چې په ستره محکمه او څارنوالۍ کې هم باید په لوړو منصبونو مېرمنې وګمارل شي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x