افغانستان

د شکایتونو کمیسیون: په دوو ورځو کې خپل کار پای ته رسوو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وږي ۲۵مه، ۱۳۹۳ل): د ټاکنیزو شکایتونو د اورېدو کمیسیون نن سه شنبه په خپله اتمه علني غونډه کې وویل چې دوی به په دې اوونۍ کې خپل کار بشپړ او خپلې پایلې به د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته وسپاري.

د ټاکنیزو شکایتونو د اورېدو کمیسیون ویاند نادر محسني وویل چې تر اوسه پورې د تفتیش شویو رایو اړوند شپاړلس شکایتونه ثبت شوي دي، چې ټول يې د تحول او تداوم ډلې له لوري دي. د نوموړي په خبره دوی هڅه کوي په دوو ورځو کې خپل کار بشپړ او پایلې يې له خپلوا کمیسیون سره شریکې کړي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مسوولین پخوا ویلي و، چې د ټاکنیزو شکایتونو د اورېدو د کمیسیون له کاري بشپړتیا وروسته دوی د پایلو اعلان ته تیار دي.

بل اړخ ته د دواړو نوماندانو تر منځ لاهم دواک د وېش په سر خبرې روانې دي.

د ډاکټر اشرف غني احمدزي په مشرۍ د تحول اوتداوم د ډلې ویاند فیض الله ذکي وویل چې د دواړو نوماندانو ترمنځ تر ډېره خبرې د اجراییوي پوسټ دواکونو پر سر راڅرخي.

د نوموړي په خبر پر دې سربېره دا هم یوه اختلافي موضوع ده، چې ډاکټر عبدالله عبدالله وايي چې باید تر سیاسي جوړجاړي وروسته پایلې اعلان شي، خو مقابله ډله يې ټینګار کوي چې د پایلو له اعلان وروسته باید جوړ جاړی وشي.

د اصلاحاتو او همپالنې ډلې ویاند فضل الرحمان اوریا هم د نوماندانو ترمنځ د خبرو پخلی وکړ، خو نور جزیات يې ورنه کړل.

تر دې وړاندې تېره دوشنبه هم د دواړو نوماندانو ترمنځ خبرې وشوي، چې د رسنیو له قوله بې پایلې پای ته ورسېدې، خو د تحول او تداوم ویاند وايي چې په هغه ناسته کې پر ځينو طرحو خبرې وشوې، چې اوس يې په اړه معلومات ورکول تر وخت وړاندې دي.

داپه داسې حال کې دی چې په ټاکنو کې د بهرنیانو مستقیمې پراخې مداخلې او د نوماندانو ترمنځ د واک وېش عام افغانان پر دې پروسه پوره بې باوره کړي دي.

ځینې سیاسي شنونکي د دواړو نوماندانو په جوړجاړي کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر پر مداخله سربېره د امریکا د سفیر مداخله یو لوی شرم ګڼي.
د دوي په قول د بهرني هېواد سفیر منځګړیتوب زباتوي، چې افغانستان نن د سیاسي خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او ديپلوماتیکو رازداريو له چوکاټه وتلی دی. نن افغانستان داسې هېواد دی، چې یو سفیر یې برخلیک ټاکلو کې رول لري. نور نو هغو رادیويي سوداګریزو خبرتیاوو رنګ بایللی چې «ستاسو رایه، ستاسو راتلونکی».

یاده دې وي چې د افغانستان دویم پړاو ټاکنې د جوزا په څلورویشتمه ترسره شوې وي، چې لا يې هم برخلیک ناڅرګند دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x