افغانستان

پکتیکا: طالبانو په یاخېلو کې دوه اربکیان تسلیم او دوه وژلي دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وږي ۲۵مه، ۱۳۹۳ل): له پکتیکا نه را رسېدلي راپورونه وايي چې د دې ولایت په یاخېل ولسوالي کې د طالبانو او اربکیانو ترمنځ په برید کې دوه اربکیان وژل شوي دي او له نښتې وروسته دوه نور طالبانو ته تسلیم شوي دي.

دغه برید چې تېره ورځ د یاخېلو ولسوالي په مټاخېلو کلي کې د مشهور اربکي قومندان جومر په کور شوی دی، چې نښته نږدې یو ساعت اوږده شوه.

د ځايي سرچينې له قوله په دې بريد کې دوه تنه اربکیان قسمت خان د جیلاني زوی او جنتي د سورګل زوی پکې وژل شوي دي.

له يادې نښتې وروسته د مټاخېلو د کلي دوه تنه نور اربکیان نعمت د لعل خان زوی او قیصر د قاسم زوی له طالبانو سره یوځای شوي دي.

د سرچینې په قول له پروني برید وروسته دغه دواړه اربکیان له طالبانو سره یوځای شول او ویلي يې دي چې دوی خپل قومندان غولولي وو او د خپلو ګټو لپاره يې استعمالول.

یاخېل په پکتیکا کې هغه ولسوالي ده، چې لومړی ځل پکې اربکیان راپیدا شول او له نږدې څلور کلن فعالیت وروسته يې د طالبانو په وړاندې مقاومت کمزوری او ګڼ اربکیان له طالبانو سره یوځای شول.

د دې ولسوالي په اربکیانو کې ډېری کمر عمره ماشومان دي، چې له ښوونځیو نه په زور د دوی په لیکو کې ودرول شوي دي.

په یاده سیمه کې د اربکیانوله پیدا کېدو سره مشهوره ديني مدرسه «د اسدالله مدرسه» وتړل شوه او د سیمې مشهور عالم مولوي رازمحمد په تېښته اړ کړل شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x