نړۍ

اردوګان د اخوان المسلمین مشرانو ته د ورتګ بلنه ورکړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وږي ۲۵مه ۱۳۹۳ل): ترکي رسنۍ وايي چې د دغه هېواد ولسمشر رجب طیب اردغان ویلي چې ترکیه د اخوان المسلین مشرانو ته چې له قطر څخه وتلو ته اړ شوي، هرکلی کوي.

د اخوان المسلمین ۷ مشرانو څخه تېره ورځ د قطر حکومت وغوښتل چې دغه هېواد پریږدي.

قطر چې په سیمه کې د اخوان المسلمین کلک ملاتړي بلل کیږي، دې پریکړې یې په خلکو کې ډول ډول انديښنې راپورته کړي.

ترکي تلویزونونو د اردغان له خولې وايي چې ولسمشر اردغان د قطر رسمي دورې څخه له راستنېدو سره ژورنالستانو ته وویل چې که د اخوان المسلمین مشران ترکيې ته راځي دوی ورته ښه راغلاست وايي.

د تېر کال د جولايي د ۳مې له کودتا وروسته په اخوان المسلمین بندیزونه ولګېدل، پلویان يې ووژل شول او په وروستیو کې د مصر حکومت «ترهګر» اعلان کړل.

د فیلډمارشال عبدالفتاح سیسي د ولسمشرۍ سره په قطر هېواد تر هغې وروسته فشارونه زیات شول چې د اخوان المسلمین زیات شمېر مشرانو ته یې سیاسي پناه ورکړه.

قطر او ترکیه په سیمه کې د اخوان المسلین کلک ملاتړي بلل کیږي. په سیمه کې سعودي، مصر او امارات له اخوانیانو په ویره کې دي او دوی د خپلو حکومتونو لپاره ګواښ ګڼي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x