افغانستان

هرات: افغان عسکر د امریکايي په ګډون ۷ افغان کمانډو ویشتلي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وږي ۲۵مه ۱۳۹۳ل): د افغانستان په لویدیځ هرات کې یو افغان عسکر پر داخلي او خارجي عسکرو ډزې کړي دي.

په دغو ډزو کې یو امریکايي او ۱ افغان کمانډو عسکر وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي دي.

په لویدیځ کې د ۲۰۷ ظفر قول اردو قومندان جنرال تاج محمد زاهد رسنیو ته ویلي، چې پېښه تېره شپه ۸ بجې د هرات ولایت د کمانډو عسکرو په قرارګاه کې رامنځته شوه.

تر دې وړاندې نن سهار ایساف ځواکونو ویلي ول، چې یو سرتیری یې په لویدیځ کې وژل شوی؛ خو د نوموړي د هویت په اړه یې له څه ویلو ډډه کړې.

جنرال زاهد زیاته کړې، چې دغه کمانډو عسکر پر امریکايي پوځيانو ډزې کړي چې په ترڅ کې يې یو امریکايي او یو د ملي اردو کمانډو عسکر ووژل شول او ۴ نور ټپیان شول.

جنرال زاهد وویل چې په ځوابي ډزو کې یې بریدګر عسکر هم وژلی دی.

دا په داسې حال کې چې نن سهار په کابل کې د امریکا د سفارت سره نیږدې پر امریکايي عسکرو سرتیری برید وشو چې په ترڅ کې يې ۴ امریکايي عسکر ووژل شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x