نظــر

دپیرصاحب له اشپزي بیا دخوست ترولایته!!!

لیکوال:قاضي اسدالله”عزت”

دمحاذګوند د مشر پيرسید احمد”ګیلاني”له برکته عبدالجبار نعیمي د میدان وردګو او وروسته بیا د خوست د والي په توګه وګومارل شو چې په خوست کې تر اوسه د والي په توګه دنده تر سره کوي، نوموړي دخوست پر شریف ولس باندې خورا پراخ ظلم او بدمعاشي پیل کړې ده او دا دی ددې ظلمونو او بد معاشیو لړۍ یې دعامو خلکو تر وژلو پوري ورسېده.

دشنبې په ورځ،چې د وږي ۲۲مه ۱۳۹۳لمریزکال سره سمون خوري، د خوست د والي عبدالجبار نعيمي ساتوونکو د خانجان په نوم يو کس وواژه،خانجان دخوست ولایت دپوهني ریاست کارکوونکی وه او د جبار نعیمي ساتونکو په دې شک وواژه، چې په نوموړي خانجان یي د سرتيري بريدګر ګومان کړی و.

دیو شمیر راپورونو له مخې،چې وژل شوی کس(خانجان)د خوست ولايت دپوهنې رياست د حاضري مامور و.

د يادونې وړ ده،چې د خوست ولايت مقام او یو شمېر نورې ولايتي ادارېله خوست ښارڅخه په۱۰کیلومترۍ کې لرېپه يوه ودانۍ کې یوځای پرتې دي.

دوژل شوي کس خپلوان او د پوهنې رياست مسؤولين وايي، چېخانجان د پوهنې رياست مامور او هيڅ ډول چاودېدونکي توکي او حتی وسله هم ورسره نه وه.

د خوست ولايت اوسېدونکي او د خانجان کورنۍ وايي، که له خانجان سره چاوديدونکي توکي وای، نو د وژل کېدو پرمهال،چې یې کوم تصویرنه اخستل شوي هیڅ کومه نښه نه لیدل کیږي،چې خانجان دي دبرید موخه درلوده او ځایي خلکو هم د نوموړي وژل کېدل غندلي.

ویل کېږي،چې د عبدالجبار نعیمي شخصي ساتونکو د پوهنې رياست کارکوونکو، د خوست پوليسو او د ملي امنيت مامورينو ته اجازه نه ورکوله، چې د وژل شوي خانجان جسد راپورته کړي، تر هغو چې د والي عبدالجبار نعيمي له کوره شخصي رينجر راغی او د خانجان جسد يې په رینجر کې یووړ.

د پېښي په سیمه کې یوشمیرخلکو رسنیوته ویلي،چې دوژل شوي خانجان په اړه چې کومې اوازې دولت په رسنیو کې خپرې کړې له یوې مخې درواغ دي.

ویل کیږي،چې خانجان د والي دفترته نږدې وژل شوی.نوموړې رسنۍ زیاتوي چې وژل شوي مامور دوالي له شخصي ساتونکو سره لفظي شخړه راغله او تر هغې وروسته د والي ساتونکو لخوا ووژل شو.

په لومړي سر کې د خوست ولایت چارواکو دنوموړي کس دوژل کېدوپه اړه راپور ورکړ چې د ولایت دننه یې یو سرتیری بریدګر وژلی او د یوې چاودنې مخه یې نیولې ده، خو وروسته ځيني نورو چارواکو دغه ادعاوې رد کړې او ویې ویل چې وژل شوی کس دولتي مامور دی.

خوکله چې ما دا لیکنه کوله ددوشنبې ماښام ۸:۳۰ بجې شاوخوا وې چې دخوست دوالي ویاند مبارز ځدراڼ امریکا غږ راډیوته وویل: چې له وژل شوي کس سره یوه تفنچه وه او غوښتل یې،والي اودوالي مرستیال ووژني،خومخکې ترهدف دوالي دساتونکو لخوا ووژل شو.

له خوست ولایت څخه دیادې پېښي په اړه داسې مختلف او نا څرګنده خبرونه په ډاګه شوي،چې وژل شوی خانجان وسله وال نه بلکي یو بې ګناه کس دیاوعبدالجبار نعیمي ددې له پاره چې دعام وګړي د وژلو پړه له غاړي واړه وي نو دویاند په خوله یې ورکړل،چې له وژل شوي کس سره تفنچه وه اوهدف یې دوالي وژل و.

شاوخوا پنځه کاله کیږي،چې عبدالجبار نعیمي د خوست ولایت والي دی اوزه یې هم همدغه پنځه کاله کیږي،چې پیژنم یې،نوموړي وخت پروخت د خوست شریف ولسونه پر یوه نامه او بل نامه کړولي دي،زما لومړی کال دمحصلي و،چې دشیخ زاید پوهنتون په مسجد کې دحدېثو دوره روانه وه اودا حدیث به دماښام له لمانځه اوماخوستن له لمانځه څخه وروسته ویل کېدل،دیادو حدیثو دوره په خورا خوند سره روانه وه،چې دخوست والي عبدالجبار نعیمي دشیخ زاید پوهنتون درئیس په شمول دخوست پوهنتون دشرعیاتو پوهنځی ریس عبدالغفار صافی اود شرعیاتو پوهنځی استادان هم ور وغوښتل او د زیاتو غوښتنو ترڅنګ یې داهم ورته ویلي و،چې په پوهنتون کې به دحدیثو دوره تفسیر اودجهاد خبرې بندیږي،دا چې دخوست په پوهنتون کې دمحصلینو تعداد زیات وو او اکثره محصلین دښې عقیدې او مثبت فکر خاوندان وو دوالي خبروته اهمیت ورنه کړ، عبدالجبار نعیمي په څو څو واره په پوهنتون کې د اسلامي تعلیماتو او غونډو دبندولو هڅه وکړه مګر ونه توانیدی،وروسته له هغه،چې د عبدالجبار نعیمي غوښتنې ونه منل شوې، نو نوموړي خپل پلان بدل کړ او دعقیدوي محصلینو نیول اوبندي کول یې دطالب په تور پیل کړل،چې دشرعیاتو پوهنځي درې نفره تکړه اوبا احساسه محصلین یې دطالب په تور ونیول او وروسته یې د ۵،۷،۱۲میاشتو له ډېرو وهلو اوټکولو څخه پرېښودل،دنوموړي مهارت په دې کې وو چې یو خو یې نیول شوي محصلین له دعوت او مبارزې څخه واچول اوبل یې نور محصلین په دغه کړنه ووېرول، عبدالجبار نعیمي به دمحصلینو نیول په داسې حال کې کول،چې دپوهنتون محصلین به دخوست بازارته دضروري سودا له پاره تلل د(چپټرونوکافي کول،اړین کتابونه اخستل،صابون،شامپو،کالي اودېته ورته نور…)شیان به یې اخستل،چې دوالي خاص کسان په پوهنتون کې وو او هغوی به نعیمي ته احوال ورکاوه اودنعیمي په امر سره به دخوست امنیت ملي یاد محصلین نیول اوبندي کول.

عبدالجبار نعیمي په خوست ولایت کې داسې کړني پیل کړې،چې ولسونه یې ترپوزي راوستلي دي اوپه خوست ولایت کې که د عبدالجبارنعیمي دټولو کړنو یادول وکړم لیکنه به ډیره اوږده شي اوکه یې بیا دلیکني ضرورت پیداشو نو تفصیلي به ورباندېیو څه ولیکمه.

د لیکني په پای کې له نوي مرکزي حکومته غواړم چې په خوست کې د روانو جنایتونو او ناوړه کړنو تر سره کوونکي او همدارنګه د خوست والي عبدالجبار نعیمي چې د خوست مظلوم ولسونه یې پر سره تبۍ کېنولي له خوسته لرې او ژر تر ژره له دند دې ګوښه کړای شي، که نه نو کېدای شي چې خوست هم له هر اړخه له کړکیچونو او بحرانونو سره مخ او د والي د ناوړه کړنو له امله د خوست فضا نوره هم خرابه او له ګواښونو سره مخ شي، چې بیابه د پېښو کړکېچونو حل ته مرکزي حکومت هم عاجز وي.

یادونه!

دلیکني عنوان مې له هغي ورځي پیاد دی،چې دشیخ زاید پوهنتون یوشمیر محصلینو دخوست له والي عبدالجبار نعیمي سره دخپلو ستونزو په اړه لیدنه درلوده،چې دخوست والي دمحصلنیو له جملې څخه دغزني دمحصلینو له نمائنده ډاکتر سعیدالله مسلیم غزنوي څخه غوښتنه وکړه چې ځان ورته معریفي کړي،او ډاکتر مسلیم غزنوي ورته وویل:چې زه دغزني ولایت یم اوپه کابل کې د خوشحال خان له عالي لیسې څخه فارغ شوی یم،ډاکترغزنوي دخوست والي جبارنعیمي ته وویل:چې تا له هغه وخت پیژنم،چې زه او ملاعبدالسلام راکیټي د پیرسیداحمد ګیلاني دفتر ته درغلو اوته په هغه وخت کې دپيرصاحب ددفتر اشپز وې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سلفی عقایدو وا لا

ای وروره ددی خلکو فقط واسکت دوا ده او بس – دا والیان قومندانان ………………… دا ټول د وژلو لایق دی ددی نصیحت درخواست په درد نه خوری- مننه

Yousaf

In last 13 years Just Bomb for Pour (Gharib) Askar……
Not for Rais In wali Wazir………………………

غوربندي

سلامونه او احترام د ټلوالې تر بلواکی سلطې لاندې لوبیدلي مزدور پښتانه (پشتوزبانان) سره له دې چې په ظاهر کی د سیاسي مبارزی او د پښتنو د تلف شوو حقوقو د اعادی ممثلین تراشي خو حقیقت کی یوازی د خپلی خیټی او جیبونو او شهرت غلامان دي او بس همدا دوی دي چی د پښتنو په عامنوژنه یی خولی پټی نیولي دي، همدا دوی دي چې د شر او فساد پر مخ د ملت شموله خو کاذب نقاب رول لوبوي که مونږ داسې ذلیلو پښتنو (پشتوزبانانو) ته حتی نسبتا هم ښه ووایو نو د یو متعصب نشنلست په نوم به… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x