افغانستان

۲ افغان پولیس افسران امریکا کې پټ شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وږي ۲۵مه ۱۳۹۳ل): د امریکايي رسنیو د راپورونو په اساس دوه افغان پولیس افسران د روزنې پر مهال په امریکا کې پټ شوي.

دغه دوه پولیس افسران محمد یسین عطایي ۲۲کلن او محمدنوید صمیمي ۳۱ کلن افغان حکومت امریکا ته د روزنې لپاره لېږلي وو.

امریکايي تلویزون ای بي سي ۷ وايي چې دوی د امریکا د داروګانو په یوې ادارې کې کار کاوه.

ددغې ادارې ویاند روسټ پین ویلي چې دغه دوه افغان پولیس افسران په جورج ټاون کې د چکر لپاره ووتل او همداسې پټ شول چې لا تر اوسه یې درک نه دی معلوم شوی.

افغان حکومت وخت پر وخت یو شمېر پولیس افسران بهرنیو هېوادونو ته د روزنې لپاره لیږي. خو ددغو لېږل شوو کسانو زیاته برخه په  هغو هېوادونو کې  پټيږي.

ددغو ۲ افغان پولیسو افسرو د پټېدو خبر په داسې حال کې ورکول کیږي چې نېږدې ۲ اونۍ وړاندې دفاع وزارت یو لوړپوړي افسر په بریتانیا کې سیاسي پناه وغوښتله.

نوموړی افسر د ناټو سرمشریزې غونډې ته د بیرغ پورته کولو لپاره لېږل شوی و، چې په هوايي ډګر کې د کوزیدلو سره یې هلته سیاسي پناه وغوښتله.

دغه لوړپوړی افسر عنایت الله بارک نومېده او په دفاع وزارت کې یې د اوپراسیون ریاست افسر و.

دا لومړی وار نه دی چې لوړ پوړي چارواکي، پولیس یا د اردو عسکر په اروپايي او پرمختللیو هېوادونو کې سیاسي پناه غواړي.

زیات شمېر امنیتي چارواکي، مامورین او ديپلوماتان چې د دولت لخوا په رسمي سفرونو دغو هېوادونو ته لېږل شوي، بېرته افغانستان ته نه دي راستانه شوي.

په دې وروستیو کې داسې راپورونه هم ورکول شوي چې د ولسي جرګې یو شمېر غړي هم په بهرنیو سفارتونو کې د سیاسي پنا لپاره غوښتنلیکونه جمع کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x