افغانستان

هرات کې شپږ پولیس وژل شوي او پنځه نور ژوبل دي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وږي ۲۵مه ۱۳۹۳ل) : په لویدیځ کې د هرات امنیتي سرچینې خبر ورکوي، چې نن د دغه په چشت ولسوالۍ کې د پولیسو او طالبانو ترمنځ په څو ساعته وسله واله نښته کې شپږ پولیس وژل شوي او پنځه نور ژوبل دي.

د هرات د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالروف احمدي نن ناوخته رسنیو ته وویل، چې د چشت ولسوالۍ په تګاب یاري سېمه کې دغه خونړۍ وسله واله نښته هغه مهال ونښته، چې کله د پولیسو موټریز کاروان له سېمي نه د تېریدو په حال کې و.

نوموړي تایید کړه، چې په دې نښته کې د حمایوي کنډک شپږ پولیس مړه، پنځه ژوبل او دوه رینجر موټر هم له منځه تللي.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي د پېښې مسؤلیت پر غاړه اخیستی.

ښاغلي احمدي څرګنده کړه، چې دا جګړه یې نن د سهار له اتو بجو راهیسې، تر یوې بجې پورې دومداره ساتلې ، چې په پایله کې يې اته پولیس وژلي، ۱۳ تنه نور ټپيان کړي او د نورو تلفاتو ترڅنګ یې یو ثقیل او څلور مېله کلاشینکوفونه هم ترې نېولي دي.

نوموړي ومنله، چې په دې نښته کې د دوی لورې ته هم یو کس ژوبل شوی.

بل پلو، د هرات د اوبه ولسوالۍ امنیه قوماندان شیر آقا الکوزی هم د پېښې پخلی کوي.

الکوزی وايي، چې د اوبه نه چشت ولسوالۍ ته د پولیسو روان کاروان د  اوبه او چشت ولسوالیو اړوند په تګاب غزه سېمه کې د وسله والو طالبانو په کمین کې وخوت، چې له څو ساعته نښتې وروسته یې یاده مرګ ژوبله را منځته کړه او زیاتوي، چې له نښتې سره جوخت د پولیسو دوه موټر هم له منځه تللي او قوي ګومان دی، چې طالبانو به د پولیسو یو شمېر سپکې او درنې وسلې هم له ځانه سره وړي وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x