نړۍ

نيويارک ټايمز: ايران او روس د پردې تر شا د اسلامي دولت پر ضد د نړيوال ايتلاف غړي دي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وږي ۲۵مه ۱۳۹۳ل): نيويارک ټايمز ورځپاڼې په خپله تازه ګڼه کې ليکلي، چې د امريکا په مشرۍ د نړۍ قوي هېوادونه بايد د اسلامي دولت پر ضد خپل تکتيک بدل کړي او د اسلامي دولت پر ضد سوريه کې د اسلامي دولت مخالفو وسله والو څخه په ګټه اخيستو دغه جګړه پر مخ بوځي.

ورځپاڼه زياتوي، چې امريکا بايد دغه جګړه کې د شامي پوځ او حزب الله وسله والې ډلې خدمات تر لاسه کړي او لويديځه نړۍ بايد اوس لپاره د بشارالاسد نظام سره خپل اختلاف پای ته ورسوي او د اسلامي دولت پر ضد د بشارالاسد ملاتړ راخپل کړي.

د نيويارک ټايمز له قوله د اسلامي دولت پر ضد نړيوال ايتلاف هغه مهال بريالی کېدای شي، چې ايران، روس او سوريه د دغه ايتلاف غړي شي.

د نيويارک ټايمز له قوله، د ايران، روس او سوريې له ګډون پرته به د امريکا په مشرۍ دغه نړيوال ايتلاف خامخا له ناکامۍ سره مخ وي.

ورځپاڼه تاکيد کوي، چې دغه ايتلاف کې د ترکيې او سعودي ګډون ډېر اړين دی، مګر دا ډېر ستونزمنه ښکاري، چې ترکيه د دغه ايتلاف برخه شي، ځکه چې يو خو د ترکيې ۴۶ ډيپلومان عراق کې اسلامی دولت سره بنديان دي او ترکيه نه غواړي، چې د خپلو دغو ډيپلوماتانو ژوند له ګواښ سره مخ کړي او بله دا چې د اسلامي دولت پر ضد د جګړو له امله به د بشارالاسد واک نور هم وغځيږي او ترکيه هيڅکله نه غواړي، چې بشارالاسد دې نور په واک کې پاتې شي.

د مقالې ليکوال کريسټن ساينس زياتوي، چې ډېر غربي او سيمه ييز هېوادونه غواړي د اسلامي دولت پر ضد د نړيوال ايتلاف برخه شي.

په دغو هېوادونو کې ځينو په ښکاره اعلان کړی او ځينې نور بيا د پردې تر شا غواړي د اسلامي دولت پر ضد د امريکا په مشرۍ د نړيوال ايتلاف تر سيوري لاندې وجنګيږي.

کريسټن ساينس زياتوي، چې روس، ايران او يو شمېر عربي هېوادونه د پردې تر شا د اسلامي دولت پر ضد د نړيوال ايتلاف اساسي رول لوبوونکي غړي دي، مګر نه غواړي، چې په ښکاره دغه اعلان وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x