افغانستان

مزارشريف کې يوه ژورناليسته وژل شوې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وږي ۲۵مه ۱۳۹۳ل): د بلخ ولايت مرکز مزارشريف کې يوه ښځينه ژورناليسته په خپل کور کې وژل شوې ده.

د مزارشريف امنيتي مسؤولين وایي، چې د پلوشې توخي په نوم دغه ژورناليسته پرون غرمه په خپل کور کې وژل شوې او بريدګر په تېښته بريالی شوی دی.

د بلخ د امنيت آمر عبدالرزاق قادري وايي، چې پلوشه توخي د بيان شمال راديو خبرياله وه، چې پرون غرمه په خپل کور کې په چاړه وژل شوې او بريدګر په تښېته بريالی شوی دی.

قادري زياته کړه، چې امنيتي چارواکو د بريدګر پلټنه پیل کړې ده.

د پېښې په اړه تر اوسه د وژل شوې ژورناليستې کورنۍ څه نه دي ويلي، مګر د بيان شمال راديو مشر مسؤول حفيظ مجيدي د پېښې پخلی کړی او وايي، چې بريدګر په دې بهانه د پلوشې کور ته ورغلی و، چې د واده کارت يې ور وړی دی.

ښاغلی مجيدي زياتوي، چې وژل شوې پلوشې له تېرو شپږو کالو راهيسې بيان شمال راديو سره کار کاو.

حفيظ الله مجيدي وايي، چې بريدګر پلوشه پر سر او سينه په چاړه وهلې او ځای پر ځای يې وژلې ده.

بیان راډیو چې په ټول افغانستان کې د ایساف له لوی پوځي پنډغالي ـ بګرام ـ نه خپرونې کوي،ځينې خپرونې يې تفریحي او ډېرې يې د بهرنیو ځواکونو د تبلیغاتو لپاره بېلې کړې دي.

د يادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې هم مزارشريف کې د يوې سيمه ييزې راديو يو خبريال د نامعلومو وسله والو له خوا وژل شوی وو، مګر تر اوسه هم د نوموړي خبريال قاتلين نه دي نيول شوي.
د ژورناليستانو د ژغورنې ادارې په خپل کلني راپور کې ويلي، چې د ژورناليستانو پر وړاندې تاوتريخوالی ۴۰ سلنه زيات شوی دی.

په دغه راپور کې راغلي،چې د روان کال په لومړيو شپږو مياشتو کې د ژورناليستانو پر ضد د تاوتريخوالي ۶۸پېښې ثتب شوي، چې ۶۳٪سلنه پکې د دولتي چارواکو او امنيتي منسوبينو لخوا تر سره شوي دي.

د ژورناليستان د ژغورنې د کمېټې ريس شعيب شريفي وايي، چې د ژورناليستانو پر ضد شپاړس سلنه پېښې د ناڅرګندو کسانو لخوا شوي، ۱۱٪ سلنه پېښې د طالبانو او ۹٪ سلنه پېښې د ځايي زور واکانو لخوا ترسره شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x