افغانستان

ټاکنې ـ نوماندان نن بیا سره ګوري

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وږي ۲۶مه، ۱۳۹۳ل): د نړۍ په سطحه د اوږدو ټاکنو دواړه نوماندان نن بیا سره ګوري. ویل کېږي چې دوی تر یوې اندازې جوړ جاړي ته نږدې شوي دي.

تر دې وړاندې هم دواړو نوماندانو له دوو ورځو راهیسې د امریکا په سفارت کې د امریکا د سفیر په منځګړیتوب خبرې کړې دي، چې اټکل کېږي جوړجاړي ته يې نږدې کړي دي.

د دواړو نوماندانو د اختلافي موضوعاتو اړوند تېره ورځ د تحول او تداوم د ډلې ویاند رسنیو ته په خبرو کې وویل چې د پایلو په اعلان، د کابینې په وېش او د اجرایوي پوسټ په واکونو اختلاف موجود دی.

تازه راپورونه وايي چې په یادو جنجالونو کې د اصلاحاتو او همپالنې ډلې مشر ډاکټر عبدالله عبدالله په دې ټینګار کوي چې د ټاکنو پایلې دي له جوړ جاړي وروسته نیم په نیم اعلان شي.

داسې چې دواړه لوري مساوي اعلان شي، خو واک به د مشرۍ په خاطر اشرف غني احمدزي ته ورکړل شي او نور واکونه به د جوړ جاړي له مخې سره ووېشل شي.

د شنونکو په باور ښايي ډاکټر عبدالله عبدالله پخپل دریځ د کلکتیا او د ډاکټر اشرف غني احمدزي د دریځ سستوالی د دې سبب شي چې دغه غوښتنې ټولې ومنل شي.

د راپورونو له مخې د دواړو نوماندانو ترمنځ د جوړ جاړي د نږدې کېدو اوازې همدا معنی لرلای شي.

یاده دې وي چې عام وګړي له ټاکنیز بهیره خورا ستړي او راتلونکي نظام ته د یو منتخب نظام پرځای د یو وېشلي او تپل شوي نظام په سترګه ګوري.

د ټاکنیزو ناندریو د هواري اړوند د ولسمشر ویاند ایمل فیضي هم خوښي ښکاره کړي او ويلي يې دي چې دواړه نوماندان به ډېرژر یوه هواري ته سره ورسېږي.

تر دې وړاندې هم دواړو نوماندانو څو ځلې خبرې سره کړې دي، چې بې پایلې تمامې شوې دي.

له بله اړخه د ټاکنو د شکایتونو د اورېدو کمیسیون وايی چې دوی به په دې اوونۍ کې خپل کار بشپړ او پایلې به د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته وسپاري.

د دې کمیسیون مسوولینو ويلي دي چې  اشرف غني احمدزي ۴میلیونه ۶۷زره او ۴۱۷ رايې وړي او عبدالله ۳میلیونه ۲لکه ۴۴زره او ۵۰۲ رايې وړي دي. چې په ټولیز ډول يې د رایو په بیا شمېرنه او تفتیش کې ټولې ۶۶۰۸۰۸ رايې باطلې شوي دي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مسوولینو په پوره ټینګار ویلي چې د شکایتونو د اورېدو د کمیسیون له کاري بشپړتیا وروسته چې پایلې د دوی ګوتو ته ورشي، سمدستې به يې اعلان کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x