ټولنیزه برخه

په معنویاتو ولاړ ژوند

لیکوال: رحمت الله حکیمي

ژوند هغه کلمه ده ، چې انسان ته دهوساینې ، ښه وخت تیرولو او ارامی ساه ورکوي ، که داخبره کوو چې په ژوند کې خو ناارامي هم وي ؛ خو داناارامي د ارامتیا لارې جوړوي یعنې دمنفي اړخونو نه سر ټکول پخپله مثبت تګلوری دی .

پورتنی خبرې هغه وخت دعمل غیږې ته ځان سپاري چې ژوند په معنویاتو او معنوي ارزښتونو ولاړ وي ، معنا هغه څه دي ، چې خارجي وجود ونه لري ، دپنځوحواسو پواسطه یې درک نه کیږي او دانسان په مغزو ، شعور او عقل باندې تاثري شوک ته وایي ، معنا نظر مادې ته زیاته تاثري تومنه لري ، کچیرې د ژوند په هر اړخ کې په معنوي خوبیو پسې وګرځو ، دابدي ژوند دپاره به مو په باغ کې داسې ونې کښېنولې وي ، چې دتل دپاره به یې د سيوري څخه د استراحت اومیوي څخه دتغذیې کار اخېستل کیږي ، کله وار موږ دا خبره کوو ، چې ( دتورې زخم  به جوړ شي خو دژبې زخم نه جوړیږي ) دلته که فکر وکړو معنا زوروره ده که ماده یا که یو کس ووهي نه ژاړي خو که دمور دمړینې درد پرې راشي په چیغو چیغو به ژاړي ، که موږ مومنانو مادیات هم دمعنوي خوبیو په پار استعمال کړو نو غوړي به لا غوړي شي .

کوم خواږه چې معنا لري هغه په هېڅ شي کې نه موندل کیږي موږ ټول مومنان باید د (مینې ، اخلاقو ، او اسلامي ارزښتونو ) په چوکاټ کې ژوند وکړوځکه نوموړي عناصر دمعنوي پانګې د ځواکمنتیا سبب ګرځي .

په ټوله نړی کې داسلامي نظام په تمه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x