نظــر

استعمار په نړی، سیمه او هېواد کې ( پنځمه برخه)

لیکوال: الحاج استاذ بیانزی

بسم الله الرحمن الرحیم

زمونږ هیواد کی د اشغلګرو وحشت

زما د لیکنو ځینی برخی که تکراری هم دی دا ځکه چه زما لیکنی زما د سپیڅلی هدف او زما د زړه د عشق تمثیل کوی ، یو هغه تکراری دی چه یواځی په هماغه څه پوهیږی هغه اوریدل شوی او ویل شوی خلک خسته کوی بل هغه تکراری یادونی چه د وحشت او بدو کړنو له مخی وی یعنی د دوام داری ناروغی درملنه هم تکراری او همیشه والی لری د قران تخمینا دریمه برخه تکراری ایتونه تشکیلوی . الله ج ته انسانان داسی دی لکه زمونږ لوییانو ته چه زمونږ ماشومان دی ، تکراری ورته وایی (( دا وکړی دا وکړی … او دا مه کوی دا مه کوی او …)) . تر هغی چه فکری وده یی پیاوړی شی. شیطان مونږ په لږو مادی پیاوړتیاوو د خپلو حریصو وسوسو لاندی راولی ، هرډول فساد او بی ګناه وینو تویولو ته مو هڅوی ، الله ج ظالمانو ته د هغو د مظالمو د عواقبو یادولو تکراری یادونه او هم مظلومانو ته د هغو د ځانونو او نورو د دفاع او جد او جهد د پاره تکراری تاکید کړی دی .

د هغه حالاتو سره چه مظلوم بشریت ، اسلامی نړی او په ځانګړی ډول زمونږ مظلوم اولس ورسره له تیرو ۴۰ کلونومخ دی ، نه یی د لاس او نه یی د پښو ګناه ، کله ورباندی روس په دی نامه یرغل کوی چه امریکا او پاکستانیانو زمونږ به هیواد یرغل کړی او کوی اوبیاهماغه افغانان د پاکستانیانو په نامه په شهادت رسوی او کله امریکا او د نړی نور وحشیان یرغل کوی چه د افغانستان مظلوم اولس تروریست او دهشت ګر دی ( په داسی حال کی چه پرون یی همدغه دهشت ګرو ته د مجاهدین او د غرونو زمریان ویل ) او تر ټولو حیرانونکی دا چه امریکا هم د پاکستان د خپلو غلامانو خوله کی ورکوی چه ((( زمونږ اولین او اخرین دشمن دی ))) د امریکا او روس د نظامیانو مو چه زمکه یی راله په ټینکونو او نظامی ګاړو پټه او هوا یی راله په نظامی غول کیيره الوتکو ډکه کړی په هره ثانیه کی مو پرله پسی وینه تویوی ، ناموس مو بی ناموسه او د زمکی لاندی او باندی مو لوټ او غلا کوی . غلامان د روس او امریکا په ځای یوآخی پاکستان یادوی ؟؟؟

که پاکستان دومره پیاوړی وی چه روس او امریکا دواړه یی مخه نه شی نیولی ؟ نو بیا ولی د پاکستان نکا ح نه تړی چه دیر یی د پاکستان په نکاح کی هم ننوتی دی او هماغه خپل لوڼد زمونږ په مظلوم اولس او مجاهدینو ورتپی او د پاکستانیانو په نوم زمونږ مظلوم بی ګناه او بی دفاع افغانان په شهادت رسوی اصلی مدافعینو ته د پاکستان د جاسوسانو او د امریکا او روس غلامانو ته د ملت نوم ورکوی یعنی کله چه دوی د ملت نوم یادوی ملت همدغه غلامی اداری ته ویلی شی . یا په بل عبارت کله چه د ملی ګټو او یا تاوان نوم یادوی هدف یی د دغی غلامی اداری ګټی او تاوان او د دی غلامی ، فاسدی او بی کفایتی اداری دوام او پايښت وی . استعمار د خپل یرغل د پاره چه غلامانو ته ملت وایی که استعماری پلانونه یی داسی وو چه هغه غلامان هم باید قربانی شی پروایی نه لری لکه روسان چه د امین لعین په بلنه خپل یرغل بهانه ونیولو خو د راتګ سره یی تر ټولو لمړی هماغه امین لعین ووژلوچه دوی ته یی زمونږ د هیواد د یرغل بلنه ورکړی او لینن ته په خدایی قایل وو ، لینن کبیر به یی ورته ویلو .

په هر صورت ، زمونږ مظلوم اولس د الله په مرسته او د دوه میلونو شهیدانو په وینو له هغه بلا وژغورل شو له کومو چه دی نوی بلا د اسمان ستورو ته پناه وړله ، دا به د الله ج اراده وه ، چه زمونږ د بی ایمانه رهبرانو له لاسه چه ځینی یی له اوله پلورل شوی او ځینی یی په اخره کی د نفس په مقابل جهاد کی ځان بایلود د روس له وحشته د نړیوال وحشت سره مخ شو د کمونستانو په مقابل کی ګیدړانو مو زمریان جوړ کړل چه په زمکه کی یی ورسره د مقابلی توان څه چه د اوسیدو هیلی هم نه درلودلی اوس مو د ځان مړونه شول د یو څو بی ضمیرو او بی ناموسو په وزرو ، مونږ وژنی ، بی عزته او بی ناموسه کوی ، نوی بلا د زړی بلا سره یوځای د نړی ټولی بلاوی د ځان سره د ډالرو او مرمیو په زور ملګری کړل ، دا هماغه د بوش خبره ((( زمونږ او یا زمونږ د دشمنانو سره ))) به یاست .
نوی او لویی نړیوالی بلا په مونږ باندی د یرغل د پاره یی له هماغه وخته پلانونه جوړ کړی وو چه زمونږ ځینی پلورل شوی رهبران د کمونستانو په مقابل جنګ کی استخدام کړی وو . نوی نړیوالی بلا د هماغه غلامانو سره په مرسته او مشوره زمونږ په هیواد باندی د وحشی یرغل د پاره د سپټمبر فاجعه رامنځّته کړه چه خپل دری زره بی ګناه شهریان یی پکی قربانی کړل او د هغو به غچ اخستنه یی په زرونو نور امریکایان او آروپایان ووژل او وژنی او په میلونونو مسلمانان یی په شهادت ورسول کوم چه دوی یی له وژنی خوند او وزن اخلی .

زمونږ ځای کی یو ټوق خان صاحب به دا خبره کله کوله (( زه کله داسی دروغ وایم چه خپله می هم پری باور شی چه ما به رښتیا ویلی وی )) نړیوالی بلا د سپټمیر د یوولسمی مصنوعی فاجعی رامنځته کیدل چه د خپلو استثماری پلانونو د عملی کولو یا د نړیوال حکومت د تاسیسولو د پاره یی د خپلو بی ګناه خلکو په وژنه یی هم پروا ونه کړه ( د دوی د هیوادونو غرریبان هم د مظلوم بشریت یوه برخه ده ) ، لنډا داچه نړیوالو ته یی د خپل مظلومیت او حقانیت ثبوت جوړ ، او پړه یی ورله په القاعده وتپله او طالبان یی د القاعدی په ملاتړ تورن کړل که اسمامه مونږ ته ژوندی ونه سپاری تاسی هم له منځه وړو ولی اصل کی اسامه یا القاعده وسیله او هدف د اسلامی نظام مخنیوی وو ، د سپټمبر د دروغو مصنوعی فاجعه چه مرتکبین یی هم دوی وو ، د خپلی میدیا ، ډآلرو او مرمیو په زور په نړیوالو ومنله چه مسلمانان دهشت ګر دی که دوی ژوندی وی نور نړیوال په ارامه ژوند نه شی تیرولی یعنی په دی ډول یی د مسلمانانو او د نړی مظلوم بشریت تر منځ واټنونه ایجاد کړل تر څو په دی وسیله نړیوال له اسلام او مسلمانانو تر اخری کچی کرکه او فاصله ولری (( د هغه خان خبره )) خپأ دروغ یی په نړیوالو د رشتیاوو په نوم ومنل او حتی دوی چه دا فاجعه یی رامنځته کړی ( په زرونو اسناد او شواهد شتون لری ) ورته رښتیا وایی او ځانونه د مسلمانانو په وژلو او زورولو په حقه ګڼی .

د حیرانتیا وړ بیا دا چه ، دا خبری او استناد چه د اسلام او رښتینی مسلمانانو په ضد دوی کوی زمونږ د هیواد او د اسلامی نړی پلورل شوی مسلمانان هم کوی روسانو ته کافر او امریکایانو ته د صحابه کرامو په کچه او درناوی قایل دی له همدی ځایه مونږ زمکه د الهی ازموینی ډګر ګورو یو اړخ ته هابلیان او بل اړخ ته قابلیان ولاړ دی جغرالفیاوی پولی او اسلامی نومونه ، اسلامی قیاقی او اسلامی پوهه او فرهنګ بدلون رامنځته نکړی شو یعنی نړی په ښی اړخ او کین اړخ ویشل شوی چه ځینی یو اړخ ته د نړی سرمایداران ، ظالمان او رښتینی تروریستان او بل اړخ کی د نړی غریبان او مظلوم بشریت داخلوی یا یوه اړخ ته حق او بل ته باطل ویل کیږی د باطل اړخ سره شیطانی او د حق اړخ سره الهی لارښودنی او مرستی ملتیا لری د الهی اړخ د مادی وسایلو له مخی کمزوری مګر د اوچت مورال او ټینګ ایمان لرونکی دی ، د خالق او د هغه مظلوم مخلوق رضا تر لاسه کولو ځپل خوږ ژوند ، مال او اولاد وسیله ګڼی ، له مرګه نه ویریږی مرګ له دوی ډاریږی . بل اړخ ته چه د قابیلیانو ، شیطانانو ، دهشت ګرو او وحشیانو ډله ده د زر، زور او تزویر په لرلو په شکاره لیوان او دیوان ښکاری ځکه هر دول تکنالوچی ، ډالری و وسلی ، وسیلی او میدیان د دوی په واک کی ده د شمیر له مخی هم تر مجاهدینو زیات دی .

د هغو خدای ( دجال ) قابیلیانو ته د هغو د هر ډول مادی امکاناتو په لرلو د بریاوو زیری کوی او د هابیلیانو خدا( الله ج ) د هغو د بریاوو د پاره د هغو د سپیڅلی هدف په لرلو ، اوجت مورال او ټینګ ایمان په لرلو د بریاوو ژمنی او زیری ورته کوی ، د دی خبری د اثبات د پاره چه کوم اړخ به په حقه او ګټونکی وی د تاریځ له پانو هم راټولولی او پیدا کولی شو ، ځکه دا د استثمارګرو نه اولنی او نه اخرنی جنګ دی د بشریت له اوله پیل شوی او د بشریت تر اخره به دوام لری په زرونو او میلونونو دا جنګونه تیرشوی او نور هم راروان دی د جنګونو کمیت او کیفیت به بدلیږی ولی د جنګونو هدف هماغه الهی ازموینه ده چه حریص اړخ پکی مادی لاسته راوړنی او قانع اړخ په کی د خالق او مخلوق رضا او اخروی سعادت غواړی.

د امریکا ، اروپا ، استرالیا ، عربی ، غربی ، افریقایی او اسیاسی هیوادونو خلک په جغرافیاوی پولو ویشل شوی نه دی په عقیدوی پولو ویشل شوی یعنی کرزی ، اوباما ، بوش ، پلیر ، کامران ، د روسیی پوتین ، د سعودی عبدلله ، د ایران خمینی ، زمونږ سیافان ، ربانیان ، حزبیان ، کمونستان ، نشنلستان ، سکولریستان نور او نور ټول د یوه استعماری هیواد شهریت لری او بل اړخ ته د نړی ټول رښتینی مجاهدین او د مظلوم بشریت له حقوقو دفاع کونکی ټول د مظلوم بشریت په هیواد کی دننه دی که څه هم دا دواړه ډلی یا د دی دواړو هیوادونو کسان په هر کلی ، ولسوالی ، ولایت ، هیواد او ټوله نړی کی سره شریک اوسیږی په هر کلی ، ولسوالی ، ولایت ، هیواد او نړی کی غریبان د سرمایدارانو د استثمار لاندی او د هغوی د غلامی لاندی داسی ذلیلی شپی ورځی تیروی چه د سرمایدارانو د خدمت کولو او استثمارولو د پاره ژوند تیروی چه هغوی یی استثمارکړی او د هغوی خدمت وکړی .

مونږ کله کله د دوی تر منځ د مادی ګټو یا د مظلوم بشریت د غلامولو د پاره اعتلافونه په نړی ، سیمه او هیواد کی وینو چه د مظلوم بشریت د غلامولو او استثمارولو د پاره لکه د سپټمبر په شان مصنوعی فاجعی رامنځته کوی د مظلوم بشریت مرګ ، ژوبله ، بی عزتی او لوټول ورته ثواب ښکاری د د جال بندګانو فطرت همدا وحشت ، فتنی او په هر کار کی درغلی ده دا دوی ته پیښ نه دوی یی پیښوی . قانع انسانان په چا ظلم او یرغل نه کوی مګر له ځانه دفاع کول یی هم اشغلګرو دجالیانو ته سرغړونه ده . د دوی شمیر او مادی پیاوړتیا کمه او حتی د مقایسی وړ هم نه ده مګر اخری بریاوی د دوی په برخه وی کوم دوی د الله ج رښتینی بندګان دی ، د الله ج اړخ ته اشرف المخلوقات یا د خلافت د سپیڅلی مقام لرونکی دی ( چه د ملایکو د تعظیم سجدی کولو وړتیا یی ترلاسه کړه ) او د دجال اړخ ته (( اسفل سافلین)) ویل کیږی دا چه له انسانیته یی فاصله نیولی د انسانی کرامت وړتیا یی هم له لاسه ورکړی یعنی حیوانات په دوی شرف لری .

دغه وحشی او دجالی استعتمار زمونږ هیواد په ایزمی ناولتیاوو ملوث ، متفرق ، بی خونده او بی خاونده کړو، بیلا بیل قومی او ګوندی تعصبات یی پکی راژوندی کړل حریص ، بی ضمیره ، بی همته او بی هویته افغانان یی ( لکه خر زاد ، خرزی ،خرمل او نور روسی ایزمیان او امریکایی اخوانیان ) یی پکی په بیه رانیول او پر مونږ یی چارواکی کړل ، دهر ډول بدو کړنو، بدو اخلاقو ، فساد او ملی خیانتونو جواز یی ورکړو له دوی یی بیلونران جوړ کړل کوم چه د سرمایداری استعماری نظام عمده رکن دی چه د دوی د استثماری ګټو د تر لاسه کولو او دوام د پاره لکه ددوی د هیوادونو په شان د هر هیواد ټولنیز سیستم طبقاتی ( بیضمیره اقلیت تر اوو اسمانو پورته او او مظلوم اقلیت تر اوو زمکو لاندی) کړی چه د هغه هیواد غریبه طبقه د هغه هیواد د سرمایدارانو په غلامی کی او بیا دا بی ضمیره د نړیوال استعمار په غلامی کی ژوند تیر کړی او دا پروسه تل تر تله دوام ولری او د هغه هیواد حکومتی قدرت د هماغه څو سرمایدارانو ترمنځ میراثی کړی پشتو کی یو متل دی وایی زه د ادی مزدوره او ادی د کلی مزدوره .

نړیوال استعمار زمونږ د عیاشو ، بی سوادو او بی کفایته پاچاهانو له بی کفایتیو او بی سوادیو ګټه پورته کړه زمونږ په اسلامی ټولنه کی یی الحادی ایزمی تخمونه وکرل هغوی یی خړوبه ، له هغو یی لوی ونی جوړی اوزمونږ په مظلوم اولس یی سیوری کړی ( وایی که تا نه یادوم بل می خدای نه شته ) ، په دی واسطه یی زمونږ فعال او مخلص مسلمانان په شهادت او څه یی په هجرت کولو مجبور کړل . زما دا خبره له یاده مه باسی چه استعمار د خپلو غلامانو سره په خپلواستعماری ګټو چلند لری ، که یی ګټو ته تاوان او یا نور ورته تردوی زیات ګټور وو د دوی نومونه هم په تورو لستونو کی لیکی حتی استعمارګر په خپلو کی همدا داتعامل لری د روسانو او انګریزانو یا امریکایانو پرونی دشمنی د همدی خبری تصدیق کوی ، د صدام ، قذافی او مبارک سره یی څه وکړل د ایران پاچا چه ورته نور مطرح نه وو سیاسی پناه یی هم ورنکړه روسانو په داود ، ترکی ، امین ، ببرک او نجیب څه ونه کړل . استعمار تل خپلو ټاکل شوو اهدافو او ستثماری موخو ته ګوری دوستی او دشمنیی په استثماری ګټو تکیه لری د چا سره که ګټه یی پکی نه وه وفادار نه شی پاتی کیدلی پرونی دوست ( رضا شاه ) ته سیاسی پناه نه ورکوی مګر د نن او یا د صبا دوست ( خمینی ) ایران ته د فرانسویانو په نظامی الوتکه کی په ډیر عزت راوړل کیږی ؟

روسانو چه زمونږ د هیواد د مستعمره کولو او خپلولو فیصله کړی وه له اوله یی د کمونست ګوند د ( خلق او پرچم ) په نوم ویشلی وو یعنی که د همدغه غلامانو په واسطه یی زمونږ د هیواد سیاسی قدرت یی تر لاسه کړو مګر د همدی غلامانو په ویشنه یی دا غلامان هم یوپه بل ډير بی رحمانه ووژل یعنی خپلو شومو موخو ته درسیدلو د پاره د خپلو وفادارو غلامانو سره هم مخلص نه وو .

نننی مختلط نړیوال استعمار ( چه روسان هم پکی ګډون لری) غواړی چه هماغه پرونی خپلمنځی جنګ زمونږ په هیواد کی یو ځل بیا وازمایی د همدی امله یی زمونږ هیواد د فارسی ژبو روسی کمونستانو ، د پښتو ژبو امریکایی اخوانیانو او د انګریزی سکولریستو او نشتلستو غیر متجانس ملوث مثلت جوړ کړلو چه تر پرونه یی د یوه بل وینی چښلی پرون یی یوبل د روسانو او امریکایانو د پاره وژل مګر نن بیا دیوی اوښی شدی روی او په شا یی سپاره دی ، د هغوی د پاره خپل مظلوم اولس وژنی او بی کوره کوی ځانونه ته ملت او مظلوم اولس ته د ملت دشمنان او د یوه او بل جاسوسان وایی ، روسانو چه زمونږ د هیواد مستعمره کول یی غوښتل کمونستان یی خپلو کی سره ویشلی وو چه وفادارو شاګردانو وفادار استاذان ووژل ، نړیوال مختلط استعمار هم چه زمونږ د هیواد د مستعمره کولو تصمیم لری د اوسنی ملوث مثلث په خپلمنځی دشمنیو د مسعود ، ربانی اوسیاف په شان قوماندانان او رهبران په یوه بل ووژنی یعنی دوی هم د روسانو په شان د خپل ملوث مثلث سره مخلص نه دی یوه ډله د بلی او بله د بلی په مقابل کی کاروی د قذافی ، صدام ، ربانی او مسعود په شان به په غنی ،کررزی او عبدالله هم رقص مرده تر سره کړی ، همدی ته د مافیه خطرناکی لوبی وایی .

سکولریستام خو ځانونه اصلی حقدار او وارثین ګڼی ( وایی که د بی بی خپل یی راننوځه ) سکولریستان د لوی بلا ( بی بی ) خپل دی بی بی هم ورته ترجیح ورکوی جهادی رهبران ، کمونستان او نشنلستان هم د لوی بلا سره د خپلو غلامیو د سابقی دعوی لری وایی چه د مسلمانانو په تیرویستلو ،وژلو او بی وزله کولو کی تر سکولرستانو ډیره تجربه او ډيره سابقه لرو ( خړی تربرګی کله کم دی ) لوی بلا ته بیا دا مهمه ده چه اوس له چانه ډیر او موثره کار اخستلی شی استعمار دهری ماندینی سره جلا جلا اړیکی ، مادی پیرزونی ، رازونه او نیازونه لری هره ډله فکر کوی چه یواځی د دی میړه او یواځی د دی سره به شپه تیروی خولی یی په غوړو کی لویدلی هره ډله د بلی سره د میړه په راضی ساتلو کی د مادی لاسته راوړنو او مقامونو په ترلاسه کولو کی سیالی لری دا سیالی یی هم خودسرانه نه دی د استعمار په پلانونو ، ښودنو ، مرستو ، تمویلولو او غوښتنو ترسره کیږی ښه مثال یی همدا ټاکنی وی چه د درغلیو زمینه سازی ، بودیجه ، ښودنه او روزنه ورته د اشغلګرو له خوا برابریدله او رهبری کیدله . ومن الله التوفیق
د پنځمی برخی پای

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x