
څېړنه -حکیمي
لیکوال: رحمت الله حکیمي
څېړنه د یوې سکالو په اړه ژوره ، علمي او په حقایقو ولاړه پلټنه ده یا د یوې پدېدې د څرنګوالي منظمې هر اړخیزې بې تعصبه ژورې تجزیې او تحلیل ته وایي .
مولي لیکي : څېړنه د یوې ښې پېژندل شوې مسلې د حل په برخه کې سیستماتیکه عیني او سمه پلټنه ده ، همدارنګه یو بل لیکوال جان سبت څېړنه د علمي میتود له تحلیل څخه په صوري، منظم او دقیق ډول کار اخیستلو ته وایی .
د څېړنې ډولونه : د محتوا له مخې څېړنه په دوه ډوله ده ۱ـ بنسټیزه څېړنه ۲ـ علمي څېړنه .
بنسټیزه څېړنه : کلي بڼه لري، د مسایلو په پوهیدلو کې مرسته کوي او سیده ستونزې نه حلوي .
علمي څېړنه : ټاکلي مسایل او ستونزې حل کوي د بنسټیزو څېړنو نه کار اخلي .
د افرادو له پلوه څېړنه په دوه ډوله ده ۱ـ د زده کوونکو او محصلینو څېړنې ۲ـ علمي او کدري څېړنې .
د موضوع له مخې څېړنه په څلور ډوله ده :
۱ـ د طبعي او ریاضي علومو څېړنه ۲ـ د ساینسي علومو څېړنه ۳ـ د اجتماعي علومو څېړنه ۴ـ د دیني پوهنو څېړنه
د ځای په لحاظ څېړنه په درې ډوله ده : ۱ـ د ساحې څېړنه ۲ـ د کتابتون څېړنه ۳ـ د لابراتوار څېړنه .
د څېړنې پړاونه : د یوې علمي اومنطقي څېړنې د پاره لاندې پړاونه اړین دي ۱ـ د مسلې ټاکل او پېژندل ۲ ـ د فرضیو طرحه ۳ـ د اطلاعاتو راټولول ۴ـ د راټولو شویو اطلاعاتو تجزیه او تحلیل ۵ـ نتیجه اخیستنه ۶ـ ارزیابي ۷ـ د لیکنې برابرول اخیستنه ــــــ ریښتین شیرخان ریښتین
د څېړنې اړتیا او ارزښت : انسان چې په کومه کچه یو څه ته اړتیا لري په همغه کچه یو څه ته اړتیا لري په همغه کچه پدیدې او مسایل ارزښت پیدا کوي د علمي کچې د پراختیا ، په یوه موضوع ښه باوري کیدل ، په شته موضوعګانو کې د ستونزو اواری هغه څه دي ، چې څېړنه یې تر سره کولای شي ، څېړنه برسېره پردې ،چې د پوهاوی کچه لوړوي د محصلینو او علمي کدرونو د پوهې څرګندونه هم کوي ، څېړنه د انسان د علمي فعالیت او هڅو په نتیجه کې تر سره کیږي، اوس د معاصرو لیکوالانو هغه نظرونه را اخلو چې د څېړندود ارزونې او د هیواد د وتلیو څېړنکیو استاد زلمي هیواد مل او داکتر عبدالروف رفیقي په لمانځغونډه کې وړاندې کړل .
ښاغلي ببرک میاخیل د څېړنې په اړه ویل : چې څېړنه د موجوده ستونزو حل ته لاره موندل دي ، زیاته یې کړه چې علوم په دوه څانګو ویشل شویدي۱ـ طبعي علوم ۲ـ ټولنیز علوم .
پورتني علوم په خپل منځ کې ګد توپیرونه لري ، د طبي علومو د څېړنې ساحه پراخه او څه ناڅه ټاکلي وي او ټولنیز علوم ثابت د څېړنې ساحه یې د هغه محیط او چاپېریال پورې اړه لري .
نورالحبیب نثار د څېړنو اوسنیوستونزو ته داسې اشاره کوي او وایي ،چې څېړنه باید په ټاکلو معیارونو تر سره شي او هغه څه چې زموږ او ستاسو څېړنه د خنډ سره مخامخ کوي په لاندې ډول دی :
۱ـ د څېړنو میتود لوژي سمه نه په ګوته کوو.
۲ـ رېپرنس نه ورکوکه نولس ماخذونه ورکړل شوي وي په شل کولو سره یې خپل یادښتون ورسره ملي کوو.
۳ـ د ساحې د مطالعې د میتود نه کار نه اخلو مثلا که د روښان حماسي برخه مطالعه کووو باید د توراغه اوداسې نور ځایولیدنه وشي.
۴ـ زموږ لویه غلطي دا ده چې وایو لویان هیڅکله اشتباه نه کوی .
۵ـ د څېړنې لارښود استاد نشته یا کم دي .
۶ـ څېړنه د څېړنې په موخه نه کوو او زموږ د څېړنو نتیجې په حقیقتونو ولاړې نه وي مثلا ځیني لیکوالان وایي : چې خوشحال خان خټک سر تور ګرځیده او ځیني وایی چې خولی یې لرله دلته موثقه وینا نه لرو .
۷ـ محصلین د فراغت په پایلیکونو کې په خپله خوښه ماخذونه اخلي .
پورتنی هغه ستونزې دي چې هرڅېړونکی یې باید پایلې د خپل ځان دپاره وسنجوی ، همدارنګه غفور لیوال له نړیوال څطړندود سره زموږ د څېړنې د پرتلنې په اړه وایي :
هر هغه پریکړه چې د بشپړو معلوماتو په رڼا کې ترسره شي ګټوره ثابتیږي د جدي پریکړې په مهال باید سمو سرچینو ته ارزښت ورکړل شي د معلوماتو د لاسته راوړنې امکانات باید موجود وي ، که دا امکانات ونه لرو لازم معلومات نه شي رامنځ ته کیدای او اجرات ناقص کیږی ، اجرات باید د اړینو معلوماتو پواسطه عیار شي ، څېړنه باید نه یواځې په افرادو وشي بلکې د نورو علومو لکه ژبوهنه ،ګرامر او داسې نورو باندې هم وشي ، زموږ څېړنې باید مقطعې نشي ،څېړنکي باید همزمان په یوه موضوع څېړنه ونه کړي که یو لیکوال په یوه شي څېړنه کړې وي بل لیکوال دې په هغه باندې د سرنه څېړنه نه کوي د هغه ځای نه دې څېړنه شروع کړي د کوم ځای پورې چې بل لیکوال کړي وي بله دا چې د دولتي پلان په اساس دې فردي څېړنه وشي .
پورته خبرې هغه څه دي چې زموږ څېړنه دنړیوال څېړندود سره برابروي .
زرین انځور داسې ویل : چې د داستاني ادبیاتو د څېړنې په برخه کې کار کول هم اړین دي د داستاني اثر په تحقیق کې باید لاندې ټکي په نظر کې ونیسي .
۱ـ خپله داستاني اثرباید وڅېړل شي ، نسبت هغه ته چا چې د اثر په اړه څه ویلي دي .
۲ـ د داستان په تحقیق کې زمانه په نظر کې نیول ډیر اهم دي .
۳ـ د داستاني اثارو څېړونکي باید معلومه کړي چې په څه ډول اثر څیړنه کوي ورسته دې د څېړنې لارې ورته لټوي .
۴ـ د داستان په څېړنه کې تاریخ باید د واقیعت او هنر د تخیل طرز غوره کړي .
ډاکتر مجاوراحمد زیار ویل : ( که یو څېړونکی یوه موضوع را اخلي د هغې مخینه باید په نظر کې ونیول شي زیاتوله یې چې څېړنه مختلف ډولونه لري .
کتابتون څېړنه ، ازمایښتي څېړنه ، ډګر څېړنه ، میز څېړنه … او داسې نور .
کتابتون څېړنه او میز څېړنه په خپل منځ کې دومره توپیر نه لري .
زما په خپل اند هر هغه څېړنه چې اړتیا یې محسوسه شي ګټور واقع کیږي د موضوع د تحلیل لپاره منلي دلایل لرل ، په ساده او هنري ژبه وړاندې کول ، منطقي تسلسل په څېړنه کې د لیکوال ملا ورتړي ، څرنګه چې ادبیات د منځپانګې له مخې په دوه ډوله دي ، تخلیقي ادب او تحقیقي ادب .
ادبیات تخلیقي جنبه لري او ادیب یې رامنځ ته کوي ، او ادبي څېړنې د ادب په هکله یو ډول هڅه او پوهه ده .
څېړونکی هغه روڼ انده شخصیت وي چې د خپلې بصیریت او پوهې له مخې د تخلیقي ادب تفسیر او شننه کوي .