افغانستان

هلمند: سنګین ولسوالي تر سختې محاصرې لاندې ده

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وږي ۲۶مه، ۱۳۹۳ل): د هلمند ولایت چارواکي وايي چې ګڼو طالبانو تېره شپه نږدې څلور بجې د دې ولایت د سنګین ولسوالي په مرکز مرګونې جګړه پیل کړې، چې لا هم روانه ده.

د هلمند  دوالي ویاند عمر ځواک رسنیو ته ويلي دي چې تر دې دمه په دې شدیده جګړه کې دوه پولیس ټپیان شوي اوپه خبره يې طالبانو ته يې هم مرګ ـ ژوبله اړولې ده.

د ځواک په خبره طالبانو د ولسوالي په مرکز برید کړی دی او شاوخوا سیمې يې ټولې تر واک لاندې کړې دي.

تر دې وړاندې د تېرې دوشنبې  په ورځ د سنګین ولسوال سلیمان شاه رسنیو ته څرګنده کړې وه، چې په دغه ولسوالي کې جنګېدونکي عسکر ستړي او آن په رواني ناروغیو اخته شوي دي.

په ورته وخت کې د میوند قول اردو مرستیال فاروف پرواني ویلي و چې دوی طالبانو ته ورپرې اېښې پوستې بېرته په واک کې کړې دي او طالبان يې د ولسوالي له بازاره شاته تمبولي دي.

د هلمند په سنګین ولسوالي کې د طالبانو د خیبر عملیاتو له پیل سره سم جګړې پیل شوې، چې تراوسه پورې طالبانو د پراخو سیمو د نیولو دعوې کړې دي، چې دولتي مسوولین هم پخلی کوي.

د دغې جګړې اړوند یوې کره دولتي سرچینې رسنیو ته ويلي دي، چې د ولسوالي مرکز تر سختې محاصرې لاندې دی.

د یادې ولسوالي اوسېدونکو څو ځلې له مرکزي دولته غوښتي چې دغه ولسوالي دې په خوښه طالبانو ته پرېښودل شي، ځکه چې دولتي عسکر يې په مقابل کې بې وسه دي او ډېری وخت د طالبانو غچ له عامو وګړیو اخېستل کېږي.

په سیمه کې یو تن د نوم نه ښودو په شرط د تلیفون په کرښه نن ټکی اسیا ته وویل چې په سنګین کې د جګړې د شدت له امله ډېر وخت ډله ییز قبرونه کېندل کېږي او څو تنه یو ځای خاورو ته سپارل کېږي. هغه ټینګار کاوه چې سنګین تر هغه ډېر په جګړه کې ښکېل دی، چې څومره يې رسنۍ تبلیغوي.

د یاد کس په وینا د سیمې مخور څو ځله د هلمند تر ولایته لاړل، چې یا دې په سیمه کې کلک مقاومت وکړي یا دې يې هم بې له جګړې طالبانو ته وسپاري.

طالبانو د دولتي مسوولینو د پورته څرګندونو او روانې جګړې اړوند تراوسه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x