fbpx

د کابل پرونی برید یوګوزار څو پیغامه ! – سرمقاله

نن ټکی اسیا – سرمقاله: تیره ورځ په کابل کې هوايي ډګرته پر غزيدلي سړک باندې د بهرنیو ځواکونو پرکاروان سرښندونکی برید وشو.

یاد برید د تیرو څو میاشتو په اوږدو کې تر ټولو سخت بریدوه چې په ترڅ کې ۴ تنه بهرني پوځیان مړه او ګڼ شمیر نور ژوبل شول.

په داسې حال کې چې کابل ښار ټول د بهرنیو او داخلي ځواکونو لخوا تر فوق العاده امنیتي پوښښ لاندې دی خو د هغه باوجود د دې ښار په تر ټولو مهمه ساحه کې د دا ډول موثر تکتیکي برید ترسره کیدل په خپل ذات کې څو پیغامونه له ځانه سره لري.

لومړی دا چې د امریکا د سفیر لخوا د ټاکنیزې لانجې د حل په پلمه د انتخاباتي کاندیدانو ترمنځ جوړجاړی، او هغوی د امنیتي تړون لاسلیکولوته تیارول په هیڅ صورت په افغانستان کې د ثبات او آرامي لامل نشي کیدای ، بلکې د افغانستان په داخلي چاروکي د امریکایانو مداخله او پر یوه اوبل نامه په افغانستان کې د هغوی د پاتي کیدو هڅې د نا أمني او بي ثباتي اساسي لامل ګرځي.

دوهم دا چې دې برید ثابته کړه چې د هیواد امنیتي ځواکونو هغه ادعاوې چې په هیواد په تیره پلازمینه کابل کې یې د امنیت د ټینګښت په اړه لري یواځې تبلیغاتي بڼه لري او په عملي ډول د دې توان نه لري چې حتی د کابل ښارپه ډیرو متحصنو اومهمو ساحوکې بهرني ځواکونه او خپل ځان د وسله والو طالبانو له ورځنیو بریدونو څخه خوندي وساتي.

دریم دا چې په کابل ښارکې د دغه ډول خبر جوړوونکو بریدونو په ترسره کولو سره وسله وال طالبان غواړي خپل موجودیت او تکتیکي موثریت د غربي میډیا په اعتراف په دې ښارکې ثابت کړي؛ ځکه هغوی پوهیږي چې نن کابل د نړیوالو خبري رسنیو مرکزدی،او دلته یو ډیرعادي خبر هم په چټکې سره په نړیوالو رسنیوکې ژور انعکاس پیداکوي .

د وسله والو له اټکل سره سم د کابل د برید پرونی خبر په هماغه شیبه کې د ټولو نړیوالو تلویزوني شبکو او انټرنیټي سایټونو د سر خبروه ، تردې چې زیاتره رسنیو د طالبانو تر خپلو نشراتي رسنیو هم هغه له مخه خپورکړ.

دریم داچې یاد برید د ورځې په تر ټولو مهم وخت (۸-۳۰) کې ترسره شو، دا وخت د ښار په ټولو ساحاتوکې امنیتي ځواکونه د تیارسۍ په حال کې وي ؛ځکه په دې مهال کې هم بهرني دیپلوماتان او هم دولتي لوړ پوړی چارواکي خپلو دفترونو ته ځي، چې په دغسي یوه حساس وخت کې د ټولو امنیتي ځواکونو اغفالول او د هغوی ترسترګولاندې خپل هدف ته ځان رسول هم د وسله والو په پوره پوځي وړتیا او حتی د امنیتي کړیو په منځ کې د هغوی د ژور نفوذ ښکارندوینه کوي.

په دولتي ادارو کې پراخ مالي او اداري فساد په امنیتي ځواکونوکې د وسله والو د نفوذ ترڅنګ هغوی ته دا زمینه هم مساعده کړې چې د امنیتي ارګانونو د پرسونلو پیژند پاڼې او د هغوي ټوله مشخصه علامې (bio matrix data) هم ترلاسه کړي چې د دغسي یوه فاسد نظام په موجودیت کې د انتخاباتي پروسې په شمول د هیڅ عملیې د شفافیت تضمین نشي کیدای.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جبیرعبرت
میلمه
جبیرعبرت

نه دریږی سروهی ماسره ټټروهی==ډیرله غرورډک تندی می لاندی له پایزاردی أوس هم شرمساردی==
ښه سوه ښه سوه درمالومی نتیجه سوه==چی ماته دی بل کړی وه هغه أورکی دی شپه سوه==