fbpx
SartajAziz-1393934731-429-640x480

پاکستان: د تروريزم په اړه د افغانستان تورونه بې ځايه دي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وږي ۲۵مه ۱۳۹۳ل): د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په خپله تازه اعلاميه کې د افغان حکومت هغه تورونه ردکړي، چې ګوندې پاکستان له خپلې خاورې افغانستان ته تروريستان ليږي.

پاکستان ويلي، چې د تروريزم په اړه د پاکستان موقف روښانه دی او دواړه هېوادونه د ورته تروريزم ښکار دي او شمالي وزيرستان کې پيل شوي پوځي عمليات د دې ښه ثبوت دی، چې دوی د تروريزم تر ټولو سخت مخالفين دي.

د پاکستان د ملي امنيت او بهرنيو چارو سلاکار سرتاج عزيز وايي دوی هيڅکله خپله خاوره د تروريزم پر ضد نه کاروي او له نورو هېوادونو هم غواړي، چې د پاکستان د ځمکنۍ بشپړتيا درناوی وکړي.

د پاکستان او افغانستان تر منځ د سرحدي تېريو تورونه له څو کالو راهيسې تبادله کيږي، مګر اصل خبره او حل يې تر اوسه نه دی رامنځته شوی.

۲۰۰۱ م کال کې چې امريکا پر افغانستان يرغل کاوه، د نړۍ ګڼو هېوادونو تر څنګ پاکستان د امريکا لپاره تر ټولو لومړي کتار کې پر افغانستان د يرغل ملاتړ وکړ او هماغه وخته امريکايي جنګي الوتکو زرګونه پروازونه د پاکستان له خاورې کړي او افغانستان کې يې پر طالبانو او عامو ولسي خلکو، جوماتونو، کلينيکونو او نورو ځايونو بمبارۍ کړي دي.

عام افغانان وايي، چې پاکستان د افغانستان پر ضد د امريکا مرسته کړې او د يو ګاونډي مسلمان په توګه دا کار د پاکستان لپاره ډېر ناوړه عمل دی.

د يادونې وړ ده، چې د طالبانو د حکومت پر مهال ختيځ او جنوبي ولايتونو کې د طالبانو ډېری مخالفين په پاکستان کې اوسېدل او له همدې ځايه به يې د طالبانو پر ضد وخت پر وخت عمليات کول.

د امريکا د بمبار د لومړيو ورځو پر مهال ولسمشر کرزی هم د بلوچستان ايالت چمن ښار کې د يو سوداګر په کور کې اوسيده او له هماغه ځايه يې راديويي مرکې کولې او د طالبانو پر ضد يې د امريکا د يرغل ملاتړ کاو.

سرچينې وايي، نوموړی سوداګر د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي نژدې ملګری دی.

د طالبانو د حکومت له نسکورېدو وروسته طالبانو اعلان وکړ، چې په هر ځای کې به د بهرنيو عسکرو او افغان حکومت پر ضد خپل عمليات او چېريکي بريدونه کوي.

له هماغه وخته افغانستان پر پاکستان تورونه لګوي، چې طالبان دوی راليږي او دلته د افغان حکومت او بهرنيو عسکرو پر ضد عمليات کوي.

طالبان وايي، چې د دوی پر خاوره تېری شوی او دا د دوی شرعي او قانوني حق دی، چې د پرديو يرغلګرو پر ضد وجنګيږي.

يو شمېر کارپوهان وايي، چې پاکستان د ناسمې پاليسۍ له امله په دوو کې پاتې دی، چې نه ترې طالبان خوښ دي او نه هم افغان حکومت.

د پېښو څارونکي په دې اند دي، چې پاکستان طالبانو سره کلکه دښمني پاللې او لا يې هم پالي، ځکه چې پاکستان د طالبانو پر ضد د امريکا نژدې او د اول کتار ملاتړی دی، د طالبانو حکومت په نسکورولو کې د پاکستان لوی لاس و او له هغې وروسته هم پاکستان د طالبانو لوړپوړي او عام پلويان بې محاکمې په زندانونو کې اچولي او ځينې خو يې لا په زندانونو کې وژل شوي هم دي او د دې ټولو سربېره بيا هم امريکا او افغان حکومت له پاکستانه خوښ نه دي.

يو شمېر کتونکي وايي، چې د افغانستان حکومت کې دننه حتا د ولسمشرۍ ماڼۍ او نورو مهمو مقامونو کې د پاکستان پلويان ناست دي، مګر هيڅوک د هغوی په اړه څه نه وايي.

د پېښو څارونکي وايي، چې د کندهار امنيه قومندان جنرال رازق چې ځان د پاکستان تر ټولو سخت دښمن بولي، مګر د پاکستاني استخباراتي کړيو سره نژدې اړيکې لري او محمود خان اڅکزی د جنرال رازق او پاکستاني استخباراتو منځګړی ملګری دی.

کارپوهان د مثال په ډول وايي، چې کندهار ولايت کې د پاکستان او افغانستان پر پوله ډيورينډ فرضي کرښې سره پاکستاني پوځيانو خندقونه ويستل پيل کړي، مګر امنيه قومندان سترګې پټې کړي او تر اوسه يې د نوموړي خندق په اړه د پاکستاني پوځيانو هيڅ مخنيوی نه دی کړی.

ويل کيږي، چې د جنرال رازق دغه چوپتيا پاکستاني استخباراتو سره د پټو اړيکو له امله ده.

ولې يوازې پاکستان…؟
ويل کيږي، چې بې مشره هېواد د بې سرپوښه ديګ په څېر وي او له همدې امله افغانستان د نړۍ د ټولو هېوادونو د لاسوهنو او مداخلو مرکز دی.

لطف الله مشعل، چې مخکې د کورنيو چارو وزارت وياند و، هغه مهال يې پاکستاني ژورناليست حامدمیر سره د خپلې مرکې په ترڅ کې د يو سوال په ځواب کې چې افغانستان کې خو د سيمې هېوادنو لکه ایران، تاجکستان، ازبکستان، هند، روس او نور ډېر هېوادونه مداخلې او لاسوهنې کوي، مګر ګوته يوازې پاکستان ته نيول کيږي، لامل يې څه دی؟

لطف الله مشعل ورته ويل، چې دا خو سمه ده، چې افغانستان کې ډېر زيات هېوادونه لاسوهنه کوي، مګر دوی ته ويل کيږي، چې دوی بايد د بهرنيو لاسوهنو په غبرګون کې پاکستان ډېر ياد کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د