افغانستان

امریکايي ځواکونو لغمان کې ۸ ولسي وګړي شهیدان کړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وږي ۲۶مه، ۱۳۹۳ل): د هېواد په ختیځ لغمان ولایت کې د امریکايي ځواکونو د بمبارۍ په پایله کې ۸ ولسي وګړي شهیدان شوي دي.

د سیمې خلک وايي، چې امریکايي ځواکونو پرون د وږي په ۲۵مه د لغمان ولایت علیشنګ ولسوالۍ په چاناک سیمه کې، پر ولسي وګړو چې په غره کې يې جنغوزي شکول بمباري وکړه. دوی وايي په دغه بمبارۍ ۱۲ تنه ولسي وګړي وژل شوي دي.

خو د لغمان ولایت چارواکي بیا وژل شوي کسان طالبان ښيي او زیاتوي، چې په دې برید کې د یوه قوماندان په شمول ۸ طالبان وژل شوي دي.

د سېمي خلک وايي،چې د علیشنګ ولسوالۍ په غریزو سیمو کې یوازې ځايي خلک د جنغوزیو د شکولو لپاره ځي او طالبان چې ددغې ولسوالۍ زیاتې سیمې يې تر ولکې لاندې دي غریيزو سیمو ته نه ځي.

دا لومړی وار نه دی چې امریکايي ځواکونه د طالبانو په شک، پر ولسي وګړو بمباري کوي، بلکې تر دې وړاندې يې هم په سلګونو ځلې پر ولسي وګړو بمباري کړې دي.

په وروستیو کې په کونړ او نورستان کې د امریکايي ځواکونو په بمباریو کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتي دي.

د وږي په ۱۸مه امریکايي ځواکونو د کونړ ولایت د نرنګ ولسوالۍ په باډېل دره کې پر ولسي وکړو بمباري وکړه چې په ترڅ کې يې د ګڼو ماشومانو په ګډون ۱۴ کسان شهیدان او ۱۳نور ټپیان شول.

تر هغې وړاندې د نورستان ولایت په کامدیش ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو په بمبارۍ کې نیږدې ۶۰ ولسي وګړي شهیدان شول.

پر افغانستان د امریکا تر یرغل وورسته بهرنیو ځواکونو تر دې مهاله د ډول ډول بریدونو په ترڅ کې لسګونه زره افغانان وژلي دي.

افغان حکومت تر دې مهاله د ولسي وګړو د وژنې په جرم هيڅ یو بهرنی عسکر نه دی محاکمه کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x