افغانستان

د لوګر د ښاروالۍ یو ټانکر له موټر چلوونکي سره تښتول شوی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وږي۲۶مه، ۱۳۹۳ل) : نن له غرمې مخکې شاوخوا لس بجې پر موټرسایکل سپرو وسله والو کسانو د لوګر ولایت په مرکز پل علم ښار کې د د پولیسو د تلاشۍ پوستې په ۳۰۰ مترۍ کې د دغه ولایت د ښاروالۍ ریاست اړوند یو د اوبو ټانکر او  چلوونکی یې وتښتول.

د لوګر ښاروال احمدالله الفت پېښه تایید کړه او ویې ویل، چې دا پېښه نن لس بجې د ښار په جنوب کې د پل علم په نوم سېمه کې را منځته شوه.

د ښاروال په خبره،  دوو وسله والو موټرسايکل سپرو په ياده سيمه کې د ښاروالۍ ټانکر موټر له چلوونکي سره نيولى او نامعلوم لور ته يې بيولي دي ، دی وايي، دا پېښه د لوګر د ملي امنيت رياست او د پل علم ښار د امنيتي دروازې په ٣٠٠ مترۍ کې رامنځته شوې ده.

د لوګر ښاروال د پېښې په تړاو وویل، چې  ښاروالي د يوې خدماتي او بې پرې ادارې  په توګه کار کوي او غوښتنه يې وکړه چې تښتونکي يې بايد تښتولى ټانکر موټر او چلوونکى بېرته خوشي کړي.

د لوګر امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحکيم اسحاقزي هم تاييد کړه چې نن سهار وسله والو د ښاروالۍ د اوبو ټانکر  او چلوونکى تښتولي دي.خو امنيه قوماندان زياته کړه، تر اوسه معلومه نه ده چې په دې پېښه کې څوک لاس لري خو دوى به يې په تړاو جدي څېړنې وکړي.

ویل کېږي، چې دوه کاله وړاندې هم وسله والو له پل علم  څخه د لوګر ولايت د ښاروالۍ د اوبو يو ټانکر موټر تښتولى و چې تر اوسه لادرکه دى.

په لوګر کې له تېر څه باندې یو کال راهیسې د ولایتي ادارو ترمنځ د پراخو ستونزو او نه همغږۍ په اړه راپورونه ورکول کېږي، د نورو هغو په پرتله په ډېرو کې يې ولایت مقام، ښاروالي، امنیه قومنداني او څو نور ریاستونه ښکېل بلل کېږي.

د لوګر چارواکو هېڅوک په پېښه کې په لاس لرلو نه دي تورن کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x