نړۍ

مظاهرينو د اوکراين يو پارلماني وکيل په کثافتدانۍ کې غورځولی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وږي۲۶مه، ۱۳۹۳ل): د ولس پر رايو ټاکل شوي وکيلان او وزيران بايد د خپلو خلکو غوښتنو او ارمانونو ته په سپکه ونه ګوري او نه هم بايد د دوی په رايو سودا وکړي؛ ځکه چې دا کار د ولسي خلکو غم او غوسه راپاروي او يو وخت داسې هم راځي، څه چې نن اوکراين کې د پارلمان يو وکيل سره وشول.

راپورونه وايي، چې د اوکراين پلازمېنه کيف کې د پارلمان مخته لاريون کوونکو د پخواني ولسمشر ويکټور يانکويج د ګوند يو پارلماني ته سپکې سپورې وويلې او له هغې وروسته يې په څو کسانو يوې کثافتدانۍ ته وغورځاو او ورپسې يې د هغه د موټر يو ټاير او د هغه ډيپلومات بيګ هم د نوموړي وکيل پر مخ وروغورځول.

دغه وکيل ويټالي روز اسکانې نوميږي او د پخواني تښتېدلي ولسمشر ويکټور يانکويج د «اقتصادي پرمختګ» ګوند لارښود غړی دی او نوموړی وکيل د ولسي حقونه په خوړلو او غصب کې شهرت لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x