وینډوز ۹ د سپتمبر په ۳۰ مه نندارې ته وړاندي کیږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږي ۲۵مه ۱۳۹۳ل): زمونږ او دنوي وینډوز تر لومړۍ لیدني کتني پوري د نن څخه یوازي ۱۳ ورځي پاته دي، ځکه چې د مایکروسوفټ شرکت ژورنالیستانو ته خبر ورکړی چې د رواني میاشتي په پاي کې یاني د سپتمبر په دیرشمه دي ددوی خبري غونډي ته ځان ورسوي، چیري چې به د وینډوز ۹ په اړه نړۍ ته معلومات ورکول کیږي، او ددغه وینډوز لومړۍ امتحاني مخکتنه به کیږي.

وینډوز اراده لري چې د وینډوز ۹ لومړی ورژن به په کال ۲۰۱۵ کې بازار ته وړاندي کړي.

هغه انځورونه چې په دې وروستیو کې د نوي وینډوز په اړه را وتلي، هغه ښيي چې د مایکروسوفټ او د سټارټ بټن تر منځ د لانجې تسلسل اوس هم دوام لري، خو دا ځل ښايي د سټارټ بټن د پخواني وینډوز اکس پی سره څه ناڅه ورته والی ولري.

باید وویل شي چې وینډوز ۸ وروسته تر هغه د ډیرو نیوکو سره مخ شو، کله چې د وینډوز کارونکو د سټارټ بټن ونه لید، چې له کبله یې مایکروسوفټ شرکت اړ شو، او وینډوز ۸.۱ اپډیټ یې په وړیا نشر ته وسپاری.

په نوي وینډوز کې به د سټارټ بټن تر څنګ د نوټیفیکشن یا خبرتیاوو ځای هم بدلون ولري، او همداسي په لومړي مخ (ډیسکټاپ) کې، سیرچ او پروګرامونه په څرګندیدو کې به ځیني بنسټیز بدلونونه وي.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د
Back to top button
Close
Close