افغانستان

بشردوست او بسم الله خان پر یو بل د جاسوسۍ تورونه لګولي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وږي ۲۶مه، ۱۳۹۳ل): دفاع وزیر بسم الله خان محمدي او د ولسي جرګې غړي ډاکتر رمضان بشردوست نن د ولسي جرګې په تالار کې په لانجه واوښتل او پر یوه و بل يې د جاسوسۍ تور ولګاوه.

ولسي جرګې ته پرون او نن د هېواد د امنیتي وضعیت ته په کتلو سره دفاع وزیر، کورنیو چارو وزیر او نور امنیتي چارواکي راغوښتل شوي وو؛ څو د خراب امنیتي وضعیت په اړه پارلمان ته ځواب ورکړي.

په دغې استجوابیه غونډه کې چې کله بسم الله خان محمدي په خبرو پیل کړ، په ولسي جرګې کې د کابل ولایت استازي ډاکتر رمضان بشردوست

    دفاع وزیر بسم الله خان محمدي
دفاع وزیر بسم الله خان محمدي

د دفاع وزیر خبرې غوڅې کړې او نوموړی ته یې د طالبانو د استازي خطاب وکړ او غونډه يې پريښوده.

بشردوست په قهرجنه ژبه وویل چې ، وزیر صاحب د مخالفینو د ویاند په توګه خبرې کوي، دا څه معنا لري؟

رمضان بشردوست ته منسوبې فیسبوک پاڼې لږ شېبه مخکې د بسم الله خان لخوا پر نوموړي د جاسوسۍ تور لګولو وروسته دفاع وزیر ننګولی او پوښتلی یې دی، چې «جاسوس څوک دی؟»

«بسم الله خان چې اوس په کوم کور کې اوسیږي، هغه يې غصب کړی، دا پخوا د دفاع وزارت صحي ریاست مرکز و، چې د ټولو تعمیراتو او ابادۍ سره یې غصب کړې. که داسې نه وي او بسم الله خان د څه ویلو شهامت لري نو دا موضوع دې درواغ ثابته کړي.»

د بشردوست تر خبرو وروسته دفاع وزیر نوموړی د «پردیو جاسوس» وباله او په وینا يې د بشردوست ټول کارونه د نورو لخوا پلان شوي.

« ته د پردیو په امر راغلی یې، کینه چې ځواب درکړم، ته سپکاوی کوې، ته د پردیو جاسوس يې او د پردیو په امر دا خبرې کوې، راشه زما خبرې واوره».

د بشردوست او دفاع وزیر تر لفظي شخړې وروسته په نننۍ غونډه کې د یوې شیبې لپاره د ګډوډۍ را منځته شوه.

وورسته دفاع وزیر په خپلو خبرو کې وویل چې د طالبانو په بریدونو کې زیاتوالی راغلی دی؛ خو په دې نه دي توانيدلي، چې کلیدي ځایونه ونیسي.

که څه هم طالبانو څو اونۍ وړاندې په زابل کې د نوبهار او په نورستان کې د دواب ولسوالۍ ونیولې ؛ خو بسم الله خان وايي چې طالبان تر دې مهاله لا هم نه دي توانيدلي څو ولایتونه او ولسوالۍ ونیسي.

ولسي جرګه په داسې حال کې امنیتي چارواکي استجوابي غونډو ته راغواړي چې د هېواد د بېلابېلو سیمو څخه د طالبانو د پرمختګونو راپورونه ورکول کیږي.

د یادونې وړ ده، چې د روانې اونۍ په پیل کې د دفاع وزارت ویاند تورن جنرال ظاهر اعظیمي د طالبانو وروستیو پرمختګونو او د هېواد په ګوټ ګوټ کې زورورو او برلاسو حملو ته په اشارې سره ویلي ول، چې طالبان د یوې مشخصې جغرافيې د نېولو په لټه کې دي او وروستي بریدونه یې هم د همدې لپاره پيل کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x