شعوري او غیر شعوري سیکولریستان

شعوري او غیر شعوري سیکولریستان

نښتر-کالم: بیرته شاته کیږو، موږ نښتر کالم د سیکولریستانو او سیکولرزم او دوی وارو خلکو او افکارو ته ځانګړی کړی و، کله کله نوري مهمې پیښې زموږ مخ له دوی نه واړوي، نن بیرته سیکولرزم او سیکولریستانو ته مخه کوو، که د نښتر کالم تیرې برخې مو تعقیب کړې وې نو سیکولرزم به مو پيژندلي وي، نن د دې فکر په خلکو درسره ګړیږو نو راځئ.

یو په ټولیزه توګه د دې فکر د پیروانو ویش ده او بل زموږ په هیواد کې د سیکولرزم شتون او سیکولریستانو ویش ده، په دې دواړو کې توپیر شته او دا موږ درته روښانه کوو، په ټولیزه توګه سیکولریستان دوه ډوله دي یو ډول یې ملحدين، بې خدایه او بې دینه دي، دوي مطلق دین ته ګروهه نلري العیاذ بالله د الله شتون نه مني او د ادیانو سرسخت دښمنان دي، دا خلک په ټول ځواک سره هڅې کوي چې ادیان له منځه یوسي.

دویم ډول سیکولریستان هغه دي چې د دین مخالفت نه کوي ځانونه مسلمان بولي دوی په دې نظر دي چې دین او مذهب د هر چا شخصي معامله ده کله چې دین شخصي شی شو باید له حکومت او ادارو نه هم دین لري ولرل شي او حکومت باید په وضعي او بشري قوانینو سره وچلول شي، دا ډول سیکولریستان په ظاهره د اسلام مخالفت نه کوي بلکي ځانونه مسلمان بولي د اسلام او د اسلام د عباداتو مخالفت نه کوي او پخپله هم داسي ښیي چې اسلام ته ګروهمن دي خو د اسلامي سیاست او اسلام د حاکمیت مخالف دي او عملاً اسلام د یوه سیاسي نظام په حیث نه مني. خبره دلته خرابه ده، ځکه قران، حدیث د امت اجماع او د خلفاء راشدینو عمل په ډاګه کوي چې اسلام باید د مسلمانانو حاکم نظام وي او په اسلام کې د حاکمیت وړتیا او صلاحیت په پوره معنا شتون لري او دا خبره پریمانه شرعي دلایلو ثابته کړې او پخه کړې ده.

له هر ډول سیاسي رقابته پرته که دا وروستي ډول سیکولریستانو ته د شریعت په رڼا کې وکتل شي دوی د اسلام له پاره له هغې لومړۍ ډلې(ملحدینو) نه ډیر خطرناک دي په دوی پوري د شریعت مشهوره اصطلاح (منافقت) ښه نښتلی شي او دوی بې له شکه منافقان دي ځکه دوی ځانونه مسلمان او آن د اسلام خواخوږي ښیي د عامو خلکو د دروهلو او غلطولو له پاره د اسلام د ملاتړ غوړې او ساحرانه ویناوې کوي او پخپله ځیني عبادات هم ترسره کوي خو چې اسلام د یوه نظام په حیث نه مني دا یې د منافقت ښکاره دلیل دی، او د شریعت له لارښوونو سره سم منافق د ښکاره کافر په نسبت اسلام او مسلمانانو ته لوی خطر دی د سورت بقره په پیل کې تقریباً پنځه ایتونه د کفارو په باره کې راغلي دي او دیارلس د منافقانو په باره کې، ټول مفسرين وایې چې قران کریم د منافقانو په اړه زیات تفصیل ځکه بیان کړی دی چې د منافق پیژندل سخت او مهم دي.

باید ووایم چې په اسلامي نړۍ کې لومړی ډول سیکولریستان (ملحدين) کم دي، او دا کم یې زیاته برخه په اروپایې هیوادونو کې میشت دي او ځیني یې د غرب په خیریه مؤسسو کې بوخت دي ځیني نور یې د اسلامي نړۍ په سیاسي ادارو کې کار کوي او داراز د اسلامي نړۍ په مطبوعاتو او ميډيا کې هم شتون لري دوی که څه هم په ښکاره توګه الحاد ته سم کار نشي کولی خو په پټه توګه خامخا بوخت دي او په ځانګړې توګه د ځوان نسل د تدریجي بیلارې کولو هڅې روانې لري داراز دوی د دویمې ډلې سیکولریستانو مرستندويان څه چې لارښوونکي هم دي. زموږ په هیواد کې هم یو شمیر ملحدین سیکولریستان شتون لري او د انټرنیټ په نړۍ کې یې فعالیتونه ښکاره دي. دویمه ډله سیکولریستان (منافقان) په اسلامي نړۍ کې پریمانه دي (لاکثّرالله امثالهم) ډیری واکمن دوی دي په فرهنګي ادارو او مختلفو ټولنو کې په کثرت سره شتون لري او په سیاسي ګوندونو کې ښه زیات دي.

دلته باید یوې مهمې خبرې ته تم شو هغه دا چې دا دویمه ډله موږ بیا په دوو برخو ويښو چې یو شعوري او فکري سیکولریستان دي او بل غیر شعوري او ناخبره سیکولریستان دي، شعوري دا مطلب چې هغوی په فکري او عقیدوي توګه سیکولرزم منلی وي او د (منافقت) حکم هم د دوی په باره کې ده او غیر شعوري سیکولریستان هغه دي چې دوی د مختلفو وجوهاتو لامله عملا سیکولرزم ته پنا وړې وي او د فکر او عقیدې په لحاظ کاږه او منافقان نه وي.

دا وروستۍ ډله سیکولریستان له دواړو ډولونو سره زموږ په هیواد کې شتون لري خو شعوري سیکولریستان کم دي او غیر شعوري زیات دي، زموږ مبارزه له شعوري هغو سره ده له دا نورو سره کار نلرو هغوی مسلمانان دي خو لکه مخکي مي وویل ځانګړو حالاتو او نورو وجوهاتو د سیکولرزم ډنډ ته ورټیل وهلي دي، له دي مختلفو لاملونو نه یو هم د ځیني په اصطلاح اسلامپالو بیلاري، سرزوري او د اسلام په نوم ناوړه ګټه پورته کول دي زموږ ډیرو جهادي مشرانو او د اسلامي سیاست مدعیانو په تیرو څو لسیزو کې د قول او عمل دومره ښکاره تضاد او عملي منافقت ترسره کړ چې ډیری ځوانان یې په اسلامي سیاست بدګومانه کړل العیاذبالله. او هغوی په خپلو دعوو کې دومره دروغژن وختل چې ډیر مسلمان ځوانان فکر کوي د اسلامي سیاست ټول لارویان دروغژن او په خپلو ادعاوو کې رښتیني ندي، نو ځکه په سیکولرزم رازي او له دوی بیزاره دي.

دا ستونزه اوس هم روانه ده د اسلامي سیاست ځیني دروغژن او ځیني ناپوه او جذباتي لارویان پرته له دې چې خپلو کړمو ته متوجه او د ځان د اصلاح په فکر کې شي د خپل نظر او مخصوص فکر هر مخالف سیکولریست نوموي او د بې دینه په لقب یې تذلیلوي. دوی باید پوه شي چې په دې ناسم چلند سره یې په ولس کې د تفرقې خطرناکه لوبه پیل کړې ده او ډیر پاک زړي ځوانان یې له ځانه شړلي او د سیکولریستانو په لیکو کې یې درولي دي، په حقیقت کې دومره بده ورځ نده چې په کمه موده کې نیم هيوادوال سیکولریستان وبولو او نه هغه شعوري سیکولریستان دومره ډیر، ښه فعال او موثر دي چې دومره ځوانان یې له ځانه سره یوځای کړل، بلکي غیرشعوري سیکولریستان د ځیني بیلارې او ناپوهه اسلامپالو د ناسمو کړنو محصول ده.

نښتر، د نعمان منلي کالم، نن ټکی اسیا

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د