ادبي لیکني

ملکي کسان – لنډه کیسه

لیکوال: حفيظ الله جلال

که څه هم سخته سړه هوا لږيده او بنګنو طيارو ټوله فضاء نيولې وه خو بيا هم ما او نعيم د ماين خښولو لپاره د سرک په غاړه د تالاشۍ د پوستۍ سره په سل ميترۍ کې چې هره ورځ به دلته د امريکايانو ټانګونه تيريدل کنده شروع کړه، کله کله به د پوستې پهره دار بجلي راواچوله چې رڼا به يې آن زمونږ په سترګو راتله خو سرونه به مو ښکته کړل او دواړه به داسې په خپل ځای سريښت شو چې تا به ويل بې جانه شی دی د لږ انتظار وروسته به بيا د کندې په کيندلو شروع شو، د سهار ملا اذان سره مو ټول کار خلاص کړی و، اودسونه مو د ويالې په غاړه وکړل او د سهار لمانځه لپاره مو په پوله څادرونه هوار کړل، د لمانځه تر فراغت وروسته دواړه سيده د نعيم دوی حجرې ته لاړو، نهه بجې د نعيم پلار راباندې چغې جوړې کړې بيلمازانو لا تر اوسه ويده يۍ کار روزګار نه لرۍ! پاڅيږۍ چای وڅکۍ. مونږ هم ښه په خوند چاي وڅکل او د ماين د ذرې لپاره مې نعيم د ماين بره غاړه د سرک څنډې ته په يو کيلو مترۍ کې کينولو که د امريکايانو کتار راتلو چې بيا ما خبر کړي.
که څه هم کليوال ډير کم په نظر راتلل خو ما به د کليوالو د شک لرې کولو لپاره کله په پټي کې واښه ريبل کله به مې په اوبو کې لاس واهه يو نيم وار به مې په پوله چکر وهلو، پس له ډير انتظاره مې جيب ته لاس کړ او لاسي ساعت مې راواخيست چې پټۍ هم شليدلې وه پوره څلور بجې وې خو کتار رامعلوم نه شو زړه مې ويل چې نعيم ته فون وکړم چې رازه سبا به ورته کينو، زه لا په همدې کشمکش کې وم چې په مبايل مې دا ترانه شروع شوه (خلاص چې درنه نه شي اخلۍ سم به انتقام ځينې، داسې سبق ورکړۍ چې بدتر وي له ويټنام ځينې) چې مبايل مې اوکی کړو، نعيم راته په يوه ساه لګيا دی، وروره ځان دې اماده کړه چې ډير غټ کتار درغلو پام دې وي چې په دريم ټانګ باندې انفجار وکړې لږ اوږد دی کافر هم پکې ډير دي.

ما هم د سرک نه لرې هماغه درېيم پټي ته ځان ورسولو چې د ماين تار مو ورته راتير کړی و، د هر موټر د تيريدو سره به مې همدا ذهن ته راتله چې کاش لږ بارود زيات وی او دوه درې ماينونه مو ورته ځای پر ځای کړی وی.

مونږ ته به په تدريب کې استاد ويل چې د ماين سخاوت ډير کوۍ (زيات بارود ګدۍ) ما هم د استاد خبره منلې وه پوره پنځه ويشت کيلو بارود مو ورته ايخودي وه، کله چې درېيم ټانګ راورسيد ماين مې شاټ کړلو د امريکايانو ټانګ څلور ټوټی شو، پکې ناست شپږ واړه امريکايان هم لکه د ټانګ په شان ټوټه ټوټه شول په خواکې د پوستې والا پوليس چې په همدې وخت کې تالاشۍ ته راروان وه پکې شديد زخميان شوه، امريکايانو دواړه طرفه لارې بندې کړې او د خپلو مړو د انتقال لپاره يې امبولانس طياره راوغوښتله، زه چې په دې انتظار د کلي بر سر کې ناست وم چې اوس به خبريالان راشي او دا ټوله صحنه به عکاسي کړي زکه چې انفجار تقريباً ښار سره دومره نږدې و چې په ښار کې يې هم خلکو اواز اوريدلی شو، نه د کومې راډيو خبريال راغلو نه د ټلويزيون خبريال نه بي بي سي وه نه ازادۍ، ماذيګر چې د ماين ځای ته ورنږدې شوم د امريکايانو غوښې د توت په څانګو کې راځوړندې وې.

ماښام د نعيم دوی حجره کې د تلويزون په پرده راغلل چې په ( ) ځای کې د وطن دښمنانو د سرک د غاړې ماين ځاي پر ځای کړی وو د امريکايي ځواکونو د موټر نه لرې انفجار شو چې پکې درې ملکي کسان شديد ټپيان شوه، همداسې مې پرلپسې چاينل بدلاوه په ټولو چاينلونو کې همدا خبر تکراريده، تلويزون مې بند کړ د نعيم پلار راډيو په لاس حجرې ته راننوت چې ازادۍ راډيو هم ويل: نن په ځای کې يو ماين درې ملکي وګړي شديد ټپيان کړي، بيخي يې د امريکايي شوبلې يادونه هم ونه کړه، حيران پاته شوم چې دلته خو ملکي خلک نه ول! نعيم راته وويل ملکي وګړي هغه درې پوليس يادوي چې د تالاشۍ لپاره راروان ول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x