نظــر

دملا محمد عمر (حفظه الله) په اړه دځینې مغرضو کړیودتورونو په ځواب کې

mula_umerلیکوال: حامد افغان

سپکې اوپوچې خبرې اسانه دې په تیره بیا د هغومطبوعاتي ځوانانوله خوا چې له معلومو لوریو سره تړلې وې او دملامحمد عمرپه مخالف اړخ کې ولاړ وې  هغوی به خامخا په اصطلاح دخپلې ډوډۍ دحلالولوله پاره یوڅه کاږې ځکه لیکل یې کاروبار وې اویا خو دتجربی دنلرلو له کبله دځیني داسي سیاسي مداریانوپه خبرو خطاشوې وې چې دهغوی  دژور منافقت درک نشي کولی

او دهغوی په تشوخبرو تیروتلې وې خو د دضمیراو وجدان  خبرې بیا نورې دې دضمیراو وجدان  دخبرو او اجرتي ډنډورو یاد نه تجربی له کبله د سیاسی مداریانو په تشوخبرو غولیدلو ځوانانو داورنیو تبلیغاتو ترمنځ ډیر توپیروی .نن سبا په رسنیو ا و ویب پاڼو کې د داډول لوبو بازار ښه تود ده او دهیواد دګڼ شمیر جنګی مجرمینو په پلوې هم ډیرې پلنې او اوږدې لیکنې ترسترګو کیږې  هغوی چې په زرهاو افغانان یې وژلې دې او دهیواد په روانو ستونزو کی یې دملادتیر دکړیو په څیر  رول ترسره کړې دی نن دځینې لیکوالانو او شاعرانو په لیکنو او شعرونوکې ملې اتلان یادیږې !!

خو له بده مرغه هغه مظلوم انسان چې دخپل عملیت او اخلاص په برکت یې ددې ولس  د ډیروستونزو په له منځه وړلو کې بی شمیره قربانی او فداکاری ترسره کړې دې هغه نن ددې ولس دځینې نمک حرامه بچیانو له خواپه سپکو سپورو او آن ښکنځلو سره استقبالیږې او ان ځینې دپوهي خاونداوسترپوهان  ! هم  دهغه په اړه ډول ډول شکونه او نیوکې راولاړوې  !!له دې مظلوم انسان نه مې مراد ملا محمد عمر اخوند دی  .

زه په باور سره وایم چې په شخصي توګه له هیروپالني او اتل پرستي سره هیڅ علاقه نلرم او نه خوند راکوې یواځي له تاریخي وتلیوڅیروپرته چې مینه ورسره لرم او لیکنې مې هم پرې کړې دې نور دیوچا تزکیه کول بیا د معاصرووتلیو کسانو چمچتوب زما له پاره منفوره او د کرکي وړ موضوع ده اونه مې ترننه په یوچا دووه کرښې لیکنه کړې ده .ولانزکي علی الله احد

خو دملامحمدعمر اخوند په پلوې دې څو کرښو لیکلو ته ځکه مجبور شوم چې دده په اړه ځینې داسی حقایق خلکو له یاده ایستلې دې  چې زه وایم دهغو هیرول به لویه ګناه او یوملی جرم خو خامخا وې  زه دلته یوڅو حقایق  را اخلم او د دې ویدو ضمیرونو اوژوبلو وجدانونوڅښتنانو ته یې مخته ږدم څو دوی  له خپلو ضمیرونو سره په هغه ژور سوچ وکړې .

دوی د ملا صاحب په اړه یوه خبره ډیره را اخلې چې هغه ولې ځان له مطبوعاتو پټ ساتلی و داسمه ده چې ملا محمد عمر دc.n.n او b.b.c په سکرینونو ندی ښکاره شوی دنړۍوتلې ورځپاڼي ندی توانیدلی چې دده انځورونه په لومړیو مخونو خپآره کړې .او دوی د ملاصاحب دعلم او سیاسی پوهي په اړه هم ډیرې پوښتني رامنځته کوې اوبیا یې دفلانی او ډینګې له پوهې سره پرتله کوې زه وایم   دا هم منم چې ملا صاحب له سیاسیاتو ندی فارغ اوعلمي توښه به یې نسبتا د پیښور د تنظیمونو دلیډرانو،دکتورانو ، انجینرانو او پروفیسرانو په پرتله لیږ نه ډیره کمه وه .

خو په دې کې بیا څوک شک نشي کولی چې دملاصاحب له پټي څیرې او نسبتا کم علم  سره سره دهغه عملیت او دعمل پایلې زموږ په وړاندې پرتې دې  موږ دنجیب له سقوط وروسته په هیواد کې ددې ډاکټرانو او فروفیسرانو او هم انجنیرانو عملونه دڅو شپو یاد څو میاشتو له پاره نه بلکې دڅه کم یوې لسیزې او ږدې مودي په اوږدوکې لیدلې دې  ، تللې او ازمویلې دې راځئ  تاسو زه له کال ۱۹۹۵ء نه مخکې حالاتو ته دلیږ وخت له پاره راسره ولم دهغه مهال انارشیزم او ملوک الطوایفی ته یوڅه سرونه ورښکاره کړي دهغه مهال پاټک سالاري او تنطیمي شخړوتهیوڅه ور وګرځئ  هغه مهال چې په کابل کې دقدرت په سر کومي جګړی رواني وې تاسو دکابل له خلکو نه دهغه حالت پوښتنه وکړئ هغه مهال چې په جنوبي ولایاتو کې کوم زړه بوږنوونکي حالاتروان وو دهغو په اړه دجنوبی ولایاتو له بی وزلواوکړیدلو انسانانو  نه یوڅه پوښتنه وکړئ اوپه تیره بیا دهغه مهال دجنوب اوشمال او فارسي او پښتو دنارو سورو په اړه به مو ډیر څه اوریدلېوې  هغه مهال دهیواد دتجزیه کولو پلانونه بشپړشوې واو په شمال کې دنني حکومت ډیر غړې دهغوپلانونوپه عملي کولو بوخت واوس خو هغه وختونه تیر دی خو دهغو هیرول نه دې په کار هیرول یې ستر جرم ده او هیرول یې دبی اسرې هیوادوالوپه حقونو تیرې ده هغه وخت په کابل کې څو انجینران یوه بل ته اړم وو هغوی چې په کابلیانو کوم ناتار جوړکړی وو نن یې یو ملي اتل اوبل دجهاد موسس په القابوسره نومول تاسو وړه ګناه بولئ ؟!! ولي دهغوي دا عام وژنی اوستر ملي جرمونه په دې تورو سره پاکیدلی شې چې وایې : منم له فلان او علان څخه به ځیني تیروتني شوې وې ؟!!زه وایم دداسې مجرمینو محکمي ته راکشول زموږ حق ده او په دې لاره کې هڅې کول یو سترجهاد او دملت دحقوقو دتادیې په لړ کې سپیڅلی  او حقه مبارزه ده .د هغه مهال  ستر ستر جنایتکاران او ملی خاینان نن ډیری یې په واک کې دې او ځینې یې دبیا واک ترلاسه کولو له پاره شومي هڅی په جهاد سره نوموې!!

خو په هغه وخت کې همدې ملامحمد عمر چې نن یې تاسو دپوهي او څیرې په اړه پوښتنې کوئ  داسي یوګام پورته کړچې له دې ټولو یادو شویو ستونزو یې هیواد وال را وایستل  مظلوم هیوادوال ټول ملا عمر ډیر ښه پیژني ځکه خو نن دهغه ملاتړو طالبانوته په کورونوکې ځایونه ورکوې  ملامحمد عمر  ټول هیواد وال  پیژني ځکه خو  هغوی نن هم  د ملا محمدعمر د واکمني دبیا راستنیدلو دعاوې کوې ځکه هغوی ته ملا محمدعمر ژوند ورکړ هغوی ته یې امنیت ټینګ کړ او دهغو ی ناموسونه یې خوندې کړل  هغو ی ملا محمدعمر دقوماندان واکي له شراوفساد نه وژغورل او له هیواد نه یې د تنظیمی فساد ټغر ټول کړ او ترټوله لویه خبره داچې هیواد یې دتجزیې له حالته را وایست .هغه  مهال دتنظیمونو لیډرانو افغانی هویت په شرمونو وشرماوه او روا اوبرحقه جهاد یې په خپلوتورو عملونو سره په نړۍ کې شرمنده او بدنام کړ نو تاسو او خدای رښتیا ووایئ چې داسې پوهه چې هغه دشر او فساد سرچینه وګرځې او دهیواد دعلیا ګټو پرځای دشخصي واک ترلاسه کولو له پاره کارول کیږې  کومه فایده لرې ؟! اوس چې کوم لیکوالان دهغه دپوهي او آن څیرې ! په اړه پوښتني راپ،رته کوې دوی خامخا په ګیډو ماړه او له معلومو لوریو تمویلیږې نو ځکه دملامحمد عمر دواکمني په پیر دا نیوکې کوې چې په هغه وخت کې دپرمخیون اوترقی کارونه ندې شوې !!دا ډیره د تاسف خبره چې ددوی له خولو نه راوځې هغه مهال په هیواد کې اورونه بلیدلې دهمدې پوهانواوپروفیسرانو له لاسه  هیواد وال  دجګړو په بی رحمه لمبو کې سوځیدل تنظیم واکې او قوماندان سالارې هیواد په حقیقی توګه دتجزیې له ګواښ سره مخامخ کړی ومختلفي ډلياو دهغوی منظمي لشکرې د نړې دمختلفو خطرناکو استخباراتي کړیو  په لاس کې نڅیدلې نو دداسي ځواکونو له منځه وړل او هیواد دتجزیې له قوی ګواښ نه ژغورل دومره اسانه کار وچې له هغه سره دې دترقی چاری هم پر مخ ولاړې شي ؟!!ددې مفسدوو ډلو خنثا کول او هیواد له کورنی جګړی نه را ایستل کلونه کلونه غواړې

نو له دې کبله زه په زغرده وایم چې داسې پوهان دې سل ځله ه ملا محمد عمر نه قربان شې  داسي سیاست وال به څه کوو چې نه په پردی غلامي شرمیږې او نه دهیواد والو په بده ورځ خوابدوی بلکي د همدوی دبدو ورځو اصلی عاملین وې  سمه ده چې دابه خپلو ډنډورچیانو ته اجرتونه رسوې او هغو ی ښاغلی به مجبور وې چې ویې ستایې  او تورته سپین اوسپین ته دتورویلو منافقانه منترونه به ترسیموې .

ملامحمد عمر هغه مهال چې دا نني پروفیسران او انجینران دقدرت په جګړوبوخت وو دی په موټر سایکل دهیواد والو کورونه ته ورغلی او دهغوی دحالت او مظالمو پوښتنه یې کړې ده ده هغه مهال دقومندانانو له جیلونو نه دافغانانو ناموسونه را خلاص کړې دې او خپلو کورونه ته یې رسولې دې ده هغه مهال  دتنظیمي زورواکانو او انسان ډوله لیوانو داسي جیلونه مات کړې دې چې په هغو کې به دبی وسه او بی وزله هیواد والو په لسهاو لوڅې لغړې خوندي او مندې پرتې وې !!دهغه مهال په دولتي ځمکوپراته او د دولتی مالونو خوړونکي  وحشیان له واکه غورځولې او دولتی املاک یې  د دولت ادارو ته په واک کې ورکړې دې ده هغه مهال دقومندانانو ترکنترول لاندی هیواد وال دهغوی له داسی وحشت نه ازاد کړې دې چې په  قلم باندې هغوی دکړنوبیانول لا دیوه شرافت لرونکې لیکوال له پاره  ناشونی کار دی .

پاته شوه دا خبره چې ملا محمد عمر او طالبان دپټو استخباراتي کړیو له لورې بلل کیږې او له بده مرغه دادپټو استخباراتی کړیو  خبرې دهغه چا له خولې کیږې    چې هغوی په خپله په ډاګه او ښکاره دکارمل په څیر دناټو او امریکایې الوتکو په مرسته هیواد ته را ننوتلې وی  اوترنه پوری دامریکایې سفارت ترواک لاندې کارکوې او داراز داددپتو کړیو خبرې  هغه څوک هم کوې  چې هغوی په خپل ټول په اصطلاح جهادې ژوند کې دګڼ شمیر پټو کړیو په دروازو  کې لوی شوی او سیاسی بلوغ ته دهمدې پټو کړیو په سیورې کې رسیدل دې !!نو دوی په کومو سترګو داراز خبرې کوې !! وایې د وزې به هروخت …….. لوڅ و خو چې دمیږې یوه ورځ لم پورته شو نو وزې شور جوړ کړ.

لکه په پیل کې مې چې وویل  تشې خبرې او ډنډوري ډیرې اسانه دې  خو دضمیر او وجدان خبرې بیا دهرچا کار نده ځکه زمانه دوجدان او ضمیرپه څیر له سپیڅلیو مفاهیمو سره نا اشنا او ورنه لیرې شوې  ده . اجرتی او معامله ګرو لیکوالانو تل د قاضی ابوداود رول لوبولی دی او دمړو ضمیرونو څښتنان تل له حق نه پهویره کې وې نوځکه دحقایقو دپټولوپه شومو هڅو بوخت وې زه چې نن دملاعمر په حمایت دا لیکنه کوم دا زما دضمیر اواز ده او دازما هغه درد ده چې له هیواد او ولس سره یې لرم او له دې هیواد او ولس سره چې ملامحمد عمر دنوروپه نسبت ښېګړه کړې ده نو نن یې په ملاتړ ځان مکلف بولم . اوزما ددې خبرې ثبوت دا ده چې زما په لیکنه کې به  داسي څه وې چې هغه به دامارت له پالیسی سره سمون نه خورې او هغه په دا لندې کرښو کې لیدلای شئ .

او دامارت ځینې سیاسی تګلاري او ځینې نوری  ښکاره ستونزی چې  له ټولو لومړې یې خپل ځان ته دځینې تیروتنولامله راپیدا کړې هغه یې نه تایدوم او هغه مې یوو خت په مناسب ځای کې دډیرو مسؤلینو په وړاندې غندلي او رټلې دې  او اوس یې په ویب پآڼو کې دچا د خوشالولو له پاره نه بیانوم خکه زه اوس هم دهغوی بدیل نه وینم او نه یې غواړم . په دې ستونزو کې ځینې یې داسې دې چې هغه یوڅه موجه او دوخت شرایطوپه زور په هغوی باندې تپلې دې او له هغو یې خلاصی نشته او ځینې یې بیا دسیاسي کم فهمی له کبله رامنځته شوې دې خو ددې سړې سپیځلتیا او اخلاص او له هیواد او اسلام سره مینه بی له شکه  دستاینی وړ ده او باید حق یې ضایع نکړل  شې . الله دې مل وې او الله دې په خپله لاره مستقیم ولرې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x