نظــر

سوله خوښيه دعوتکاره! – اذان علمي او فکري مجلې سرمقاله

سرچینه: اذان علمي او فکري خپرونه

اذان : سرمقاله: له ۲۰۰۱ راهيسې زموږ ځينې دعوتکاران د «مکي دور» په دليل د يو لوی اشغال او د اسلام پر ضد د يوې شاملې جګړې په اړه چوپه خوله دي.  دليل داسې وايي : څرګند ټکر ځکه نه شو کولی، چې دښمن غالب دی، زور کې دی او بالمقابل زموږ تياری په هغه کچه نه دی، چې بالمثل مبارزه وکړو، نو ځکه سوله ييز دعوت کوو.

دا تېر پنځوس کاله زموږ ستونزه همدا ده، چې نه مو د دښمن د تهاجم طبيعت درک کړی، نه مو د اسلامي دعوت طبيعت درک کړی، بلکې هر څه زموږ خپل طبيعت ته اړ دي. همدا لامل دی، چې نه مو دښمن «هاغسې» مات کړ او نه مو خپل دعوتکاران له پرېوتو(تساقط) وژغورل. درځئ وارزوو چې دعوت مو څومره پرېوتي(متساقطون) لري او دښمن مو څومره له ځانه بې تمې کړی؟

دا دی بيا هم د ځينو دعوتي کړيو له لوري همدې ستونزې سره مخ يو.  خپل ذوقونه يې د اسلامي دعوتکارۍ ارونه دي. د دې لپاره چې په خپلو سستو عزايمو پرده واچوي، «مکي دور» دليل ګڼي!! حال دا چې د اسلامي دعوت تر ټولو سخت مراحل همدا مکي دور لري، په هغه معنا نه، چې دا استادان يې وايي، بلکې د اسلامي دعوتکارانو د تعرض، ثبات، ټينګار، استقامت، زړورتيا، پرېکون، استقلال او پرمختګ ار دور همدا دی.

په دې دور کې موږ وينو چې رسول عليه الصلاة والسلام په هيڅ قيمت له هغو خبرو نه اوړي، چې قريش ځوروي. قريشو د دې لپاره چې دې با ثباته داعي سره کوم جوړ جاړي ته ورسيږي، ډېرې لار ې په کار واچولې، خو هر کله د دې داعي ځواب دا و، چې له خپلې خبرې، نه اوړم. د قريشو د هر ډول فشار مخې ته کلک ودرېد، نه يې د هغوی سرداري ومنله، نه يې د هغوی دود و دستور ومانه، نه يې په کوم ډېر تت رنګ کې ورسره د مشارکې لار خپله کړه.

همدغه دور و، چې قريشو د خدايانو د عبادت د ورځو تقسيم وړاندې کړ، خو مقابل کې يې الهي پيغام دا و، چې : {لَكُمْ دِينُكُمْ وَلِيَ دِينِ}. عتبه د خپلو سردارانو په خوښه ورته راغی او د ژوند په اړه يې ورته ټولې تمې ورواچولې، خو نهيلی بېرته لاړ. له هيڅ ډول تعذيب څخه لاس په سر نه شول او د رسول عليه السلام د قتل هر ډول تدابير يې جوړ کړل. کله يې  ابوطالب ته وړانديز وکړ، چې بدل کې به يې ځوان زلمی درکړو، دا موږ ته وسپاره چې ويې وژنو!!  کله يې د مکې د ځوانانو قاتله ډله وګمارله چې کار يې تمام کړي. حضرت عمر رضي الله عنه چې له اسلام راوړلو مخکې د رسول عليه السلام د وژلو کومه هڅه کړې، د همدې لړۍ يوه کړۍ وه. د اسلام د ستر  داعي پر ضد دا هڅې داسې نه وې، چې ګوندې مشرکينو سره يې غرض نه لرلو، بلکې بالعکس هغوي  په دې تنګ ول، چې «تسب آلهتنا وتسفه اسيادنا» معنا زموږ خدايان کنځې او سرداران مو بې عقله ګڼې!

اوس چېرته دي زموږ دعوتکاران چې په همدې مکي دور کې هغو بتانو پسې څه ووايي، چې الله جل جلاله سره په حاکميت کې شريک ګڼل کيږي؟ چېرته دي، چې وضعي حلالوونکي او حراموونکي وننګوي؟ چېرته دي چې د دې زمانې جاهليت خپو لاندې کړي؟

هغه مکي دور خو ديارلس کاله وروسته په مدني دور بدل شو، خو ګورو چې دا مکي دور به له روان ديارلسم کاله وروسته په څه بدليږي؟

د نبوي دعوت «مکي دور» له کفارو سره د زبردستې مقاطعې بېلګه ګڼل کيږي، خو دا دی وينو چې زموږ د دې دعوتکارانو مکي دور طاغوتانو سره د بې بېلګې مشارکې صورت لري. موږ وينو چې د دې طاغوتي دولت هر ارګان همدې مثقفو دعوتکارانو په خپو درولی. دا هم زبات شوه، چې دوی د هغه چا په مړينه د “فرهنګِ اختلاف” په دليل ژور خپګان ښکاره کوي، چې الله جل جلاله يې په اړه فرمايي :{فَمَا بَكَتْ عَلَيْهِمُ السَّمَاءُ وَالْأَرْضُ وَمَا كَانُوا مُنْظَرِينَ}.

دا بې انصافه خلک د مصر او سوريې درد دلته ژاړي او ښه کوي، خو د دې ځای درد ته يو «آه» قدرې هم نه کوي. که د فرهنګِ اختلاف خبره وي، خو بايد هغه چا سره ځان د اختلاف درجه کې وساتل شي، چې ورسره «اختلاف» لري. هغه خلک چې په دين او دنيا دواړو کې ورسره «مخالف» دي، د کوم فرهنګِ اختلاف مراعات ورسره کيږي؟ د دې خلکو مشران چې د همدا ډول دولتونو سوليو شهيدان کړل او دا دی وينو چې په ډېره نرمه لار يې هم په اعدام محکوم کړل، څنګه د دې جوګه دي، چې مشارکه ورسره ولرل شي؟

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

سلامونه او احترام

افرین د پورته سرمقالی په لیکونکي

ډیر ښه مو ورته ویلي

په شر او فساد کی شریک سیافیان، جمعتیان، حزبیان او اصلاحیان دی دا مقاله شل ځلی ولولي ګوندې وي چی د خداوند متعال ویره او خوف یی زړونو ته لاره پیدا کړي

احمد

السلام علیکم و رحمة الله وبرکاته

الله جل جلاله فاسقانو ته هدایت نه کوي

شهید شهید

السلام علیکم : په رښتیا هم ښه او به ځای لیکنه ده ، خو زه بیا وایم ، مونږ او تاسی پوهیږو ، اسلامی تاریخ دا ثابته کړی چه د الهی ازموینه کی دوه ډلی وی حق او باطل . خو د باطل اړخ ټول د باطل اړخ کی ولاړ نه وی یو شمیر یی سعوری او یا غیر شعوری د حق په اړخ کی شعار ورکوی مګر هغوی هم د باطل د اړخ سره وی ، چه دغه دلی ته منافقین وایی ، منافقین هم په دوه دوله دی اول هغه چه پوره کافر دی هغوی له اوله د… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x