افغانستان

کرزی: افغانستان باید د بهرنیو هېوادونو د رقابت ډګر نه وي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وږي ۲۶مه ۱۳۹۳ل): ولسمشر کرزي نن د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي او په کابل کې د امریکا سفیر سره په ارګ کې وکتل.

ولسمشر کرزي په دغه لیدنه کې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي دانیل فیلډمین سره په خبرو کې وویل چې افغانستان دې د بهرنیو هېوادونو د رقابت  ډګر نه اوسي.

کرزي ویلي چې امریکا دې د افغانستان د روان حالت په اړه له نورو هېوادونو سره د تفاهم فضا ولټوي.

ولسمشر په دغه کتنه کې له فیلډمین سره پر ټاکنو هم وغږید او ويې ویل چې د افغانستان ټاکنې له حده اوږدې شوې چې ولس يې اندیښمن کړی دی.

هغه وویل چې دوی غواړي د ټاکنو پروسه چې د تېرو ۶ میاشتو راهیسې روانه ده او لا هم جریان لري ژر تر ژره بشپړه شي څو نوی ولسمشر پر کار پیل کړي.

کرزي د امریکا د ځانګړي استازي فیلډمین او کابل کې د امریکا سفیر جیمز کنګین څخه وغوښتل چې د ټاکنو پروسه په بریالۍ توګه پای ته رسولو کې کار وکړي.

کرزي وویل چې دوی په دې دلیل له امریکا غوښتنه کوي چې له پیله یې په ټاکنو کې فعاله ونډه درلودله.

د ټاکنو پروسه چې له پیله پرې افغان ولس باور نه درلوده، وروستیو ټاکنیزو شخړو يې شکونه نور هم پر باور بدل کړي دي.

دا څوم ځل دی چې امریکايي لوړ پوړي  چارواکي کابل ته د نوماندانو د ټاکنیزو شخړو د حل لپاره کابل ته راځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x