fbpx

ضرب چناب

لیکوال: جواد

له څو ورځو راهیسې د پاکستان د پنجاب ایالت په مختلفو منطقو کښې د مسلسلو ورښتنو له امله د (دریای چناب) نومې سیند کښې اوبه له اندازې ډیرې شوي او د شدیدو سیلابونو شکل ېې اختیار کړی.
د چناب سیند د پنجاب د مختلفو علاقو څخه تیر شویده د پنجاب لپاره ډیر اهمیت لري.خو په وروستیو کښې د ډیرو سیلابي ورښتنو له امله دومره په قهر شوی چې په لکونو خلک ېې زیانمن کړه او هر څه چې په مخه ورزي وړي ېې او ډیر درانه ځاني او مالي زیانونه ېې ورسول.شاوخوا ۲۰۰۰ کورونه ېې مکمل تباه کړي او تقریبا ۱۰۰۰۰ کورونه ېې زیانمن کړي د خبري رسنیو له مخې تر ۵۰۰ کسانو پورې مړي هم شوي.په زرګونو څاروي هم مړه شوي او فصلونه ېې هم مکمل تباه کړیدی. حکومت هم د خلکو د ژغورلو په خاطر فوځ په کار اچولی.او د کوچنۍ کښتیو او هیلي کاپټرو پواسطه د خلکو په ژغورلو بوخت دي.د بې کوره شویو خلکو لپاره ېې هم مرستې روانې کړي او په محفوظو ځایونو کښې ېې ورته کمپونه او خیمې لګولي.کله مې چې په خبري رسنیو کښې د بې کوره شویو خلکو خیمې ولیدلې نو سمدستي راته د وزیرستان د کډوالو کمپونو او خیمې سترګو ته ودریدې چې د یوه فوځي اپریشن له امله عاجل کورونو پریښودلو ته مجبور شوي وو.او په کمپونو او خیمو کښې هستوګن شوي وو. زما د دې لیکنې باعث هم د همدې سیلابي متاثرینو د خیمو لیدل وو.کله چې د پاکستان حکومت د تیر رمضان المبارک د شروع سره سم خپل فوځي اپریشن د ضرب عضب په نوم د دوی په وینا د ترهګرو خلاف شروع کړو نو ټول وزیرستان ته ېې عام اعلان وکړو چې سمدستي او عاجل دې خلک خپل کورونه پريږدي.د اعلان او د اپریشن د شروع کیدو ترمنځ ورځې ډیرې کمې وې نو ځکه دغو قبایلي پښتنو د ځان ساتنې په خاطر خپل هر څه پریښودل او ټول د سپین ګیرو ښځو او کوچنیانو په شمول د یوه نامعلوم تګلوري په لور هجرت کولو ته اړ شول.په داسې حال کښې چې د دوی لپاره له وړاندې نه څه د کمپونو او خیمو بندوبست هم نه وو شوی.یو طرف شدیده ګرمي او روژه او بل طرف طرف له سپین ګیرو ښځو او کوچنیانو سره په کلومترونو ،کلومترونو سفر کول هغه هم بې له ترانسپورتي وسایلو څخه یقینا ډیره سخته ده.ځینو بنو ،پیښور،سوات،او ورسره نورو نږدې منطقو ته هجرت وکړه او چا بیا خوست او پکتیا ته هجرت وکړه.او په اخر کښې ځینې په حکومتي کمپونو او خیمو کښې هستوګن شو.او ویل کیږي چې ځینو خلکو بیخي هجرت ونکړو شاید چې دغه کورنۍ به له دغسې صحنو سره ډیرې عادت وې،د یوه ځوان ویډیو مې ولیده چې تر بنو په پښو راغلی وو او بنو کښې بې هوښه پروت وو، چې د ځوان دا حال وي او سپین ګیري ماشومان او د ښځو به څه حال وو.دوو(۲) صحنو خو زه بیخي ډیر ودردولم ، یوه دا (کله چې د هجرتونو دغه لړۍ روانه وه نو د دجالي میډیا تماشګران هم د رپورټونو او انځورونو په خاطر ورغلي وو تاسو به هم په میډیا کښې لیدلي وي اکثره د ښځینه وو انځورونه په داسې حال کښې نشر شوي وو ،چې هغوي د ځان نه خبر هم نه وو او دوي ترې انځورونه اخستي او بیا ېې نشر کړیدي .دوی د هغو غیرتي پښتونو قبایلو د زنانه وو تصویران ټولې دنیا ته وښودل د چا د کور تور سرې چې چا د کور څخه د باندې نه وې لیدلې. دوهمه صحنه چې ډیره د درد وه هغه دا چې د تیر شوی رمضان څخه شپږ ورځې دمخه په مدینه منوره کښې په نبوي مسجد کښې وم او له یوه ځوان سره په داسې حال کښې مخ شوم چې د غم او خفګان علامې ېې له ورایه معلومیدې له روغبړ وروسته ېې تعارف وکړو د وزیرستان وو.او په اخر کښې په ژړغونې غږ ما او زما ملګري ته وویل چې دعا راته وکړی ډیر تکلیف سره مخ یو بیا مو په شریکه ځینو ته دعا او ځینو ته مو د زړه له تله بد دعا وکړه الله دې قبولې کړي.دغه فوځي اپریشن نه په سلو کې ۹۰ فیصده اولسې وګړي زیانمن شول. ایا دا اپریشن دومره ډیر ضروري وو چې خامخا باید د رمضان په میاشت او ګرمی کښې شوی واي؟؟؟؟؟ د اپریشن د شروع کیدو فتوا ېې له ځینو تش په نوم پښتنو نه هم اخستې وه د خیبر پښوتنخوا د وزیر اعلی په شمول محمود خان پنجابئ ، عمران خان ،پاوه کی شیر پاو،او مولانه فضلو هم د جواز دستخطونه کړي وو.مولانه فضول هغه بلعم بن باعورا چې د لال مسجد د اپریشن جواز ېې هم ورکړی وو.کله چې اپریشن شروع شو بیا همدغو ټولو د مرستو اعلان وکړو،ما ته د هندو (مودي) د هند د وزیر داعظم خبره رایاده شوه کله چې پنجاب کښې سیلابونو شدت اختیار کړودې هندو هم خپل ډیمونه او بندونه پرې رپریښول او په سبا يي پاکستان سره د سیلابی متاثرینو سره د مرستې اعلان وکړو.زه د پنجاب په دغو سیلابونو په دغو زیانمن شو او بې کوره شو خلکو خوشحاله نه یم له دوی سره د خواخوږۍ په خاطر له الله نه دعا کوم چې الله دې پرې رحم وکړي او الله دې له دغو عذابونو نجات ورکړي.خو زه له دوی نه دغه ګیله لرم چې (اوړو،بجلۍ،تیل،ګیس ) د ګرانۍ په خاطر راپورته کیدای شي او په لکونو خلک تر یوې میاشتې پورې مظاهرې کولای شي ایا دوی د حکومت د هغې ناسمې پریکړې په ضد غږ نه شو پورته کولای؟؟ایا دې قوم د قبایلي پښتنو وروڼو سره د خواخوږي په خاطر د دغې پریکړې په چې آبریشن باید وشي مظاهرې نه شوای کولای خو نه داسې ونشو ټول ړانده او کاڼه شوي وو او نتیجه هم دا شوه چې دوی سره هم همدغسې وشول بی کوره شول تر خیمو ورسید ل.د (استاذ یاسررحمه الله ) یوه خبره رایاده شوه چې یوه مجله کښې د یوې پوښتنې په ځواب کښې لیکل شوي وه پوښتنه ترې کیږي چې د زندان یوه خاطره ووايي استاذ ورته وویل کله چې زه د پهنډۍ په جیل کښې وم نو کوم عسکر به چې ما ته زولنې راچولې یوه ورځ ېې رانه د دعاو خواست وکړو چې دعا وکړه حالات ډیر خراب دي هغه کال باندې د مانسهرې او بټګرام زورورې زلزلې شوې وې، نو استاذ ورته وویل چې تاسو ښه پوهیږۍ چې مونږ په حقه یو تاسو ولې دا سوچ نه کوی چې دا عذابونه ولې راځي په مونږ،په کوم جرم مو مونږ زندان کښې اچولي یو،،د بټګرام د زلزلې له کال څخه وروسته نور ۲ کاله مسلسل د روژې په میاشت کښې په پاکستان مختلف عذابونه نازل شوي وو،،،لیکنه نور پای ته رسوم په اخره کښې زه پاکستاني اولس دا پیغام ورکوم چې د ظالم پر ظلم خاموشي کول هم هغوي سره په دغه ظلم کښې د مرستې معنی لري.که دا خاموشي همدغسې روانه وي نو لرې نه ده چې د ضرب چناب پر ځاې ضرب ابابیل ووینی.

د کوم تعصب او کومې ډلې سره د تړاو په خاطر مې دا لیکنه نه ده کړې بلکه خپل منصفانه نظر مې لیکلی ،،زه لیکوال نه یم په لیکنه کښې شاید ډیرې معنوي او ادبي غلطیانې وي په اصلاح کښې ېې راسره مرسته وکړي

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
kandahar
میلمه
kandahar

الله دی نور هم پر راولی