نظــر

دمدرسو په اړه دډاکټر ثواب الدین مخکښ بی خبرې

darululoomدډاکټر ثواب الدین مخکښ په نامه  لیکوال یوه لیکنه په ویب پآڼو کې خپره شوې ده

او تردې عنوان لاندې ده :  (مدرسې اودافغانستان ټیکاو ) ددې لیکنې په لوستلو مې د ډاکټر صاحب په بې خبرې سترګې نشوای پټولی او غواړم دده پر لیکنه خپل  نقد ولیکم  .

ډاکټر مخکښ د مدرسي لغوي او اصطلاحي معناوي بیان کړې دې  او دهغو لنډ تاریخي سیر ته هم کتنه کړې ده ، دمدرسو موخه او غرض یې بیا ن کړی دی  دی دمدرسو پیل دبغداد له نظامیه مدرسي نه راپیل بولې

ښاغلی ډاکټر مخکښ تردې ځایه د مدرسو موخه سپیځلې بللی خو په تیرو دریو لسیزوکې یې بیا دنیمي اسلامي نړۍ مدرسوته خوا شنه شوې ده ا و ورته پّه غوسه شوی دی  او ددې مدرسو مخه یې له خپل مسیر نه کږه بللې ده ځکه دی وایې :

مګر نادودې هاغه وخت پیل شوې چې دځینې هیوادونو لخوا مدرسه زمونږ دهیواد پرضد وکارول شوه اود۱۹۸۰ کلونو په لومړیو کې دافغانستان اوپاکستان ترمنځ سیمو، اوسنی خیبر پښتونخوا، کراچی FATA(Federally Administered Tribal Areas) کې دسور پوځ دماتولو لپاره دغه مدرسې جوړې شوي .

د ډاکټر صیب دا خبره له ځمکنیو حقیقتونو څخه ډیره لیرې ده ځکه د پاکستان بنګله دیش ، هند او افغانستان ډیرۍ مدرسي ډیر اوږ دتاریخ لرې او هغه ښکاره خبره ده او بل  د ډاکتر صاحب له دې خبرې داسې معلومیږې چې دی په افغانستان کې دسره پوځ پرخلا ف پاڅونونه هم دهیواد پر ضد بولي او دده په وینا  داهم له نادودو نه شمیرل کیږې  اوپه افغانستان کې د روسانو پرخلاف عموموي پآڅون

او دولس سرتاسري جهاد دی دپاکستان په مدرسو پوري تړې !

او ګومان کوې چې دا دمدرسي دسره پو ځ دماتولو له پاره جوړې شوې دې او لکه موږ وویل دپاکستان او سیمی دینی مدرسي ډیر اوږد تاریخ لرې او دمدرسو په تاریخې سیر خو نو ډاکټر مخکښ یومخ ځکه جاهل ده چې تاسو دده دا لاندې خبرې ته ځیر شئ نو پوهه به شئ چې ډاکټر

صاحب د مدرسو له حالت ، تاریخ او آن نصاب نه څومره ناخبره ده !!

له ټولو بده خو داوشوه چې په مدرسو کې دنورو مضمونونو ترڅنګ د”درس نظامي” ترسرلیک لاندې مضمون دمدرسو په ښوونیزه منځپانګه کې دځینو ځانګړیو استخباراتي کړیو لخوا ځای پر ځای کړ شو اودهمدغو څارګرو ادارولخوا جنګي روزنه ، دسړک دغاړې دماینونو جوړولو، دانتحاري واسکټونو دجوړولو، دپلونو ، سرکونو، ښوونځیودورانولو اوداسې نوربرخوکې دنظامي درس تر سرلیک لاندې په دوامدار ډول وښودل شو.

د ډاکټر صاحب ددې خبرې دروندوالی ! او کره والی  ! به تاسو زما له دې لاندې کرښووروسته

وکولای شئ ناویلې دې نه وې پاتې چې دالاندې لیکنه ما له خپلې یوې رسالې نه راخیستي ده چې د(نوښت) په نامه دووه کاله پخوا ما لیکلې وه او چاپ شوې هم ده او د دې لیکنې زیاته برخه دمدرسوپه نصاب خبرې لرې دلته یې د ( درس نظامي ) ترعنوان لاندې برخه را اخلم :

درس نظامي:

په هند،پاکستان،بنګلاديش اوافغانستان کې دديني مدارسومروج تعليمي نصاب ددرس نظامي په نصاب سره يادېږي چې دهنديوه نوميالي عالم ملا نظام الدين سهالوى رحمه الله تعالى ته منسوب ده .ملانظام الدين سهالوى په کال ١١٦١هـ کې وفات شوى اودامام شاه ولى الله محدث دهلوى معاصرتېرشوى دى.دى اصلاً دافغانستان دهرات اوسېدونکى اودهرات دمشهورولي خواجه عبدالله انصاري رحمه الله تعالى له کورنۍ سره تړاو لري .

دخواجه عبدالله انصاری له کورنۍ نه ېوکس دشيخ نظام الدين په نامه هندته ولاړ اوهلته يې ديوپى په سهالى نومې کلي کې درس اوتدريس پيل کړ اوبيا په دې کورنۍ کې همدا لړۍ له يوه نسل نه بل هغه ته روانه وه .اکبرجلال الدين په خپل دورکې دې کورنۍ ته په سهالى نومې کلي کې يوڅه ځمکې ورکړې چې دهغو په عايداتو سره داعلماء درس اوتدريس ته خلاص اوپه دې کارکې يې ډېره ترقي وکړه .دعالم ګير په زمانه کې دسهالى دشيخ زاده ګانو اوددې کورنۍ ترمنځ شخړه پيداشوه چې په نتيجه کې يې دسهالى شيخ زاده ګانوددې کورنۍ يومشر عالم ملاقطب الدين شهيدکړاودهغه کور،کتابونه

اوټول سامان يې وسېزه اودې کورنۍ دسهالى له کلي نه کډه وکړه اوااورنګ زيب عالم ګير په کال ١١٠٥هـ کې په لکهنوکې دفرنګي محل په نامه يوځاى دوى ته ورکړ.اوپه دې ځاى کې دوې بيا خپل تدريسونه اوعلمي بوختياوي پيل کړې اودهند په ټوله نيمه وچه کې دفرنګي محل په علماو سره مشهور شول چې وتلي کسان يې :

ملانظام الدين سهالوى،ملاعبدالحليم فرنګي محلى اوملاعبدالحى فرنګي محلى دى.

دامهال په ټوله سيمه کې دفقهې اومعقولاتو درسونه ډېرګرم وو اودفرنګي محل علماو په دې دواړو علوموکې اوږدلاس لاره اوډېروتلي علماء وو دوى يوځانګړې زده کړئېزدوداوتعليمي طرزلاره اوتعليمي نصاب هم دوى په خپله برابر اوترتيب کړى و دانصاب ددې کورنۍ دډېروتجربو خلاصه اوغورچاڼ و چې په اخرکې ملا نظام الدين په مرتب شکل وړاندې کړاوله دې کبله ده ته منسوب اوپه ((درس نظامي))سره يې شهرت وموند.په دې نصاب کې دالاندې يولس علوم اوفنون ويل کېدل:

صرف،نحو،منطق،حکمت،فلسفه،رياضي،علم البلاغة،فقه،اصول الفقه،علم کلام،دقرآنکريم تفسير اوحديث شريف.لکه څرنګه چې په سيمه کې درس نظامي رواج موندلى دى داراز ددې درس دبانيانو دتدريس طرز اودودهم مروج پاتې شوى اوخلکو تقريباً ترننه پورې جاري ساتلى دى ددوى دتدريس طرز اودود دکتاب داصل متن په ځاى حواشى اودحواشيو حواشى ته زيات متوجه و اودکتاب دنفس مضمون اومحتوى په ځاى خارجي تحقيقاتواوتفصيلاتو ته زياته توجه کېده.کله چې په کال١٨٦٥ع کې دهندپه سهارنپور ولسوالي کې په ديوبند نومي کلي کې مولوى محمدقاسم نانوتوى رحمه الله ديوې عربي مدرسې اساس کېښوداودهندلوى اومخکښ علما‌‌ء لکه مولانارشيداحمدګنګوهى اونورورسره همکاروو نودوى هم همدا درس نظامي خپل کړا وپه دې ترتيب يې درسونه پيل کړل..

اوس نو ډاکټر صیب مخکښ او ثواب الدین د رس نظامي ددیني مدرسو په نصاب کې یوه داسي برخه معرفی کوې چې د ځیني هیوادونو داستخباراتي کړیو له خوا رامنځته شوی دی !!

الله المستعان

ګومان کوم ډاکټر صاحب له دې لارو سره بیخي نابلده ده او له هیڅ شي نه یې نده خبره او دلته یې چې سړی معلوماتو ته ګورې نو فکر کوې چې توهمان هم لاندې کړی دی ځکه ده د دیني مدرسو پیل د بغداد له نطامیه مدرسي نه  بللی دی او دده  د توهم توښه د هغي مدرسي له نامه سره هم زیاته شوې ده ځکه دهغي مدرسي خو نوم نظامیه و او دلته یې د درس نظآمي په اړه معلوماتو !

اخر دې ته مجبور کړی دی چې  په موضوع کې باندنیو استخباراتي  کړیوته خوله واچوې او په پایله کې یې  له خپلو تاریخې معلوماتو نه یوداسي معجون تیار کړ چې ستاسو په مخ کې دی !!

د ډاکټر ثواب الدین اومخکښ صاحب ددې توهم دپخلي له پاره دده دالاندی خبره کافي ځکه ده چې یومعلومات دسړي په ذهن کې پوخ وې نو هغه مکرر ذکر کوې او ډاکټر صیب هم دبغداد نظامیه مدرسه دلته بیا یادوې  خودا ځل بیا د مدرسو دبریالیتوب او تراوسه پوري د جاري پاتی کیدلو له پاره داستخباراتي کړیو پلمه په لاس نده ورغلي اودا کار یې دولس په جیبونو بارکړی دی  دی لیکې :

لکه مخکې موو چې وویل چې دبغداد دنظامیې مدرسې څخه رانیولې تراوسه پورې مدرسې په وړیا توګه  ښوونه ، خوراک ، څښاک اوداوسیدو زمینه خپلو زدکړ یالانو ته برابروي یوازینې لامل دی چې مدرسې په هغه خپله بڼه تراوسه دوام وکړاوزمونږد دولتونو دبې پامۍ یا بدو وټیزو حالاتو له امله ونشو کړای له مدرسې سره ځغاسته وکړي اویایې لکه دعربي هیوادونو په څیر داوسمهالتوب په بهیر ورګډې کړې . په افغانستا ن غوندې هیواد کې چې کلک عقیدوي ولس لرې دبې وسه کورنیو لپاره همدایوه ډیره ښه زمینه شوه ترڅو اولادونه یې دینې زده کړې وکړي اویا لږترلږه اولادونه یې په داسې جنګې حالاتو کې لږترلږه دمدرسې غوندې په یوه خوندې فضا کې وخت تیرکړي . مګر دښمن ترې بله ګټه پورته کړه اوبله داچې مدرسې ولس ته  داډاډ هم ورکولو چې بچیان به یې وروسته له دې چې له مدرسو فارغه شي بې روزګاره نه پاتې کیږې بلکه لږ ترلږه کولی شي بیرته په مدرسه کې ښوونکی اویا هم دکلي په جومات کې ملا امام او خطیب شي ، کوم ته چې دولس خلک دیو دینې عالم په توګه ددرنښت اواحترام په سترګه ګوري اوله بله پلوه  دزکات، سرسایې اونورو ډول ډول چندو له لارې یوه ښه مالي اوعایداتي سرچینه هم پیداکوي .

ترددې ځایه د ډاکتر صاحب دماغی حالت یوڅه نورمال بریښي خو له دې وروسته  بیا دخپل سیاسي دریځ پیر یان پرې راغلې دې  او دمدرسو مالي مدارک یې باندنی کړۍ او دسعودي وهابیت بللی دی.

داچې مدرسه څنګه په وړیا ډول داټول برابروي  ددې ترشا څو مهم فکتورونه لاس لري . لومړی داچې مدرسه یو دینې بنسټ دی نو له همدې امله ټول هغه انسانان چې داسلام دمبارک دین مننونکي دې په انفرادي ډول سره خپلې بسپنې مدرسې ته ورکو ي. بله داچې داسلام پنځمه بنا زکات ده او اسلامې لارښوونې هر مسلمان ته داسلامې شرایطو له پوره کولو وروسته سپارښتنه کوې چې  باید زکات ورکړي چې ترډیره دزکات بسپنې هم مدرسې ته ورکول کیږي . مسلمانانو په ټوله نړۍ کې داخپله وجیبه بلله ترڅو مدرسو ته داسلامي بنسټ په دود خپلې بسپنې ورکړې مګر لکه څنګه مو چې مخکې وویل داخبره هغه وخت زمونږ په زیان شوه چې دسیمې اوځینو نورو هیوادونو څارګرو ادارو مدرسو ته لاره پیداکړه .اودټول مسلمان ولس اوپه ځانګړي ډول دعربي نړۍ اوخلیجې هیوادونو بې خرته بسپنې دمدرسو لپاره زمونږ دګاونډیانو لاس ته ولویدلې . په ځانګړې ډول سعودي عربستان چې غوښتل یې خپله دوهابیزم اونورې اډیالوژۍ په سیمه کې پر خلکو تعمیل کړي ددې لامل شو چې ددارالعلوم حقانېه غوندې په زرګونو مدرسې ددوی په بسپنو ابادې اوزمونږ هیواد له دې ناورین سره مخامخ کړي .

دسعودي حکومت  یا عرب شیخان چې په پاکستان او افغانستان کې له چا سره مرسته کوې هغه خلک هرچا ته معلوم دې په پاکستان کې داهل حدیث ډله اوپه افغانستان کې دمرحوم شیخ جمیل الرحمن ډله هغه څوک دې چې له مدسرسو سره یې عرب مرسته کوې او ان دزده

کوونکو له پاره یې دسعودې په جامعاتو کې پوستونه هم لا ورکړې دې  پاته شوه د دارالعلوم حقانیه خبره چې ډاکټر صاحب مخکش الدین ثواب دعربو دمرسته ترلاسه کونکو دلړلیک په سر کې لیکلې ده دا خبره بیخی دمنلو نده دار العلوم حقانیه له عربو نه هیڅ مرستي نه ترلاسه کوې او دهغي مالی حالت هم بیخي کمزوری او دپاکستان دډیرو مدرسو په پرتله یې تعلیمي سطحه هم عادي غوندې ده او لکه د درس نظامي په څیردلته هم د ډاکټر صاحب معلومات په نشت شمار دې ځکه دی لاندې یوه بله مهربانی هم کوی :

دغه مدرسې په ځانګړې توګه دحقانیې مدرسه چې دطالبانو دتحریک دزیږندې ځای ګڼل کیږي اودطالبانو دتحریک  مشر ملامحمد عمر مجاهداودطالبانو دتحریک   ۹۰  سلنه مشران له همدغې مدرسې فارغ شوي وودطالبانو هغه کتله چې شمیریې  شاوخوا۳۰۰.۰۰۰ تنو ته رسیدو له هغو پاکستان میشتو افغان کډوالو څخه چې له پاکستاني مدرسو فارغ اودهیواد له قبیلوي نظام څخه بې خبره وو په دې هېله چې خپل هیوادته به یوه تل پاتې سوله راوړي راولیږل شو مګر دڅارګرو کړیو لخواپه بله لاردیکته شول اوددې هیواد دبربادی لامل شول. لکه څنګه چې دحقانیې مشر مولانا سمیع الحق په یوه مصاحبه کې وایي : “دنوي نسل مغز ددې لپاره نه دي چې فکر وکړي بلکه دوی باید مدرسو ته لاړشي ځکه دوی لا اوس ځوانان دي اومدرسو ته ښه جوړ دي کله چې دوی زاړه شو بیا کیدای شي فکر وکړي اوبیا به دوی پوه شي چې دڅه په باره کې فکر وکړي ” .

د ډاکټر صاحب دا پورتنی خبري بیخی نا انډوله او یومخ بی چوکاټه ده ملا محمد عمر مجاهد لومړۍ خو بیخی فارغ التحصیل ندی او که بیا وې نو له دارالعلوم حقانیه نه خو بیخی نده او داراز د طالبانو دمشرانو یاده شوې سلنه هم بیخی د مبالغي په تورې سمه نه خیږې نو باید سپیره دروغ یې وبولو لکه دطالبانو دری سوه زره کسان چې دی ټول له مهاجرینو نه بولې !!

په دې سیمو د پرنګې داستعمار په مهال او دایسټ انډیا کمپنی دقدرت دپیر په وخت کې ددې سیمو علماو په خپلو هڅو سره دلته مدرسي جوړې کړې دې او دهمدې مسلمانو ولسونو په خیراتونو او صدقو یې پاللې دې او همدا لامل و چې په دې ولسونو کې دا داسلام سرچبنې

بهانده پاتې دې او ددی سیمي ولسونه یې له دین او ایمان نه خبر ساتلې دې  کله چې استعمار ګرانو اسلامي حکومتونه ړنګ او واک یې په خپلو لاسونوکې واخیست نو هغه مهال مدرسي بی سرپرسته پآتې شوې ځکه مخکې خو به د وخت حکومتونو پاللي نو علماء مجبور شول چې دیني مدرسي دخلکو له جیبونو نه تمویل کړې او همدې علماو بیا دې ولسونو ته خپل دښمنان او وینې څښونکې ورښوولې دې او ددوي په مشری کې یې له هغه استعمار نه ځانونه خلاص کړې دې او دا لړۍ ترننه پوري دامریکایې اشغال تروخته روانه ده  .

په ګران هیواد باندې د پرنګیانو دتیرې پرمهال  دسر لښکرو په  کتار کې ډیری مشران یې دهمدې مدرسو علماء کرام وو او داراز د ننی مقاومت مشرې هم ددې مدرسو  استادان او شاګردان پرمخ ولې او  نن چې اهل صلیب په دې سیمو کې خپل دښمنان ښه پیژندلی دې نو هغه یې خپلو ګوډاګیانو ته په ګوته کړې دې او همدا لامل ده چې داشغالګرو وظیفه خواره لیکوالان او ډاکټران سپین حقایق په بل مخ اړوې او د ډاکټر مخکش الدین ثواب په څیر په ناخبري کې داسي ناپړیتې ولې چې دڅو نمونه یې ماستاسو مخته کېښودله او قضاوت یې لوستوالوته پریږدو .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x