افغانستان

نوماندان د اجرایوي پوست د واکونو پر سر پریکړې ته رسېدلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وږي ۲۷مه ۱۳۹۳ل): د اشرف غني احمدزي ټیم وايي چې د سیال ټیم سره د تېرې ورځې ناستې به ترڅ کې د اجرایوي پوست پر سر پریکړې ته رسېدلي خو لا هم دوه عمده اختلافات پر ځای ناحل پاتې دي.

د اشرف غني د ټيم ویاند فیض الله ذکي وايي چې دوی د دواړو نوماندانو تر منځ  وروستۍ پریکړې ته منتظر دي، څو ټاکنو پروسې ته د پای ټکی کېښودل شي.

ذکي زیاته کړې چې تېره ورځ په خبرو کې یو څه پرمختګ شوی خو اختلافي مسایل لا هم پر ځای پاتې دي.

د اشرف غني د ټیم ویاند وویل چې د جمهور رییس او مرستیالانو واکونه په اساسي قانون کې ځانګړي شوي، خو اجرایوي پوست رییس او مرستیالان نوې پدیده ده چې په د واکونو په اړه يې دوی تېره ورځ وروستۍ پریکړې ته ورسېدل.

ذکي په دې اړه چې د اجرایوي پوست واکونه به څه وي، جزییات ورنه کړل او ويې ویل چې «له جزییاتو به وروسته خبر شئ، خو دومره وایو چې په وروستۍ ناسته کې یوې پریکړې ته رسېدلي یو».

د ذکي په وینا لا هم دوه اهم اختلافات، یو هم د لوړ څوکیو مساوي ویش او بل هم د ټاکنو د وروستۍ پایلو اعلان  د دواړو ټیمونو تر منځ ناحله پاتې دي. دی وايي چې تمه لري په را روانه ناسته کې به دغه اختلافات هم لمنځه یوړل شي.

ده وویل چې  پراخه شکایتونه شته، خو د ټاکنو پایلې باید اعلان شي.

ذکي له قوله دوهم اختلاف د لوړو دولتي څوکیو د ویش پر سر دی.

«د عبدالله ټیم غواړي لوړ پوړې دولتي څوکۍ په مساوي ډول د دواړو ټیمونو تر منځ وویشل شي، خو د اشرف غني ټیم دغه کار غلط او بې انصاف بولي».

فیض الله ذکي وايي چې هر کس  باید د لیاقت، اهلیت او کفایت پر اساس باید پر یوه لوړه څوکۍ اشغال کړي، هغه که د دواړو  ټیمونو غړی وي یا نه.

ذکي وویل چې زیات شمېر افغانان له افغانستان بهر اوسیږي او په دوی کې ښه صلاحیتونه شته چې باید کار ترې واخېستل شي. «موږ د معیار طرفدار یو، هر کس چې پر کار پوهیږي، هغه ته دې څوکۍ ورکړل شي.»

روانې ټاکنې چې لومړی پړاو يې د وري په ۱۶مه او دوهم پړاو يې د غبرګولي په ۲۴مه ترسره شو، د څو میاشتو د تېریدو او د بهرنیو هېوادونو د ټولو کوښښونو سربېره لا هم ټاکنیزې شخړې دوام لري او وروستۍ پایلې نه دي اعلان شوي.

د دواړو ټیمونو تر منځ څو وار خبرې اترې بې پایلې شوې خو ویل کیږي چې وروستیو خبرو اترو کې یو څه پرمختګ شوی دی.

په عین حال کې د ټاکنو کمېسیون وايي چې د ټاکنیزو شکایتونو لخوا ټاکنیز شکایتونه نهايي شي، دوی پرته له دې چې نوماندان سیاسي پریکړې ته ورسیږي، وورستۍ پایلې اعلانوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x