نړۍ

امريکا له اقتصادي پلوه د شړېدو په درشل کې ده

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وږي ۲۷مه ۱۳۹۳ل:( د امريکا د مرکزي استخباراتو «سي ای اې» د مالي چارو سلاکار جيمز ريکارډز ويلي، چې د راتلونکي کال مارچ مياشت کې امريکا له يو ستر اقتصادي ناورين سره مخ کېدونکې ده.

جيمز ريکارډز له «ماني مارننيګ» امريکايي ورځپاڼې سره په خپلو خبرو کې اندېښنه ښوولې، چې امريکا به ډېر ژر د خپل تاريخ تر ټولو بدترين اقتصادي ناورين سره مخ شي، چې ټول تاريخ کې به يې ساری نه ليدل کيږي.

جيمز وايي، چې دا اقتصادي ناورين خامخا راتلونکی دی او اوس د امريکا مالي بحران دې ته رسيدلی، چې له دې اقتصادي ګواښ څخه ځان نشي ژغورلای.

د امريکا مرکزي استخباراتو «سي ای اې» کې د مالي ګواښونو او ستونزو سلاکار جيمز ريکارډز وايي، چې امريکايي ولس بايد دغه راتلونکي اقتصادي بحران ته ذهننا تيار وي او د دغه اقتصادي ناورين کچه به يې تر سل ټريلونه ډالرو پورې وي.

جيمز زياتوي: «ټول پوهېږو چې امريکا له نړيوالو قرضونو تر دوه سپږمو راغلې او مرکزي بانک هم ټريلونونه ډالر چاپوي او هغه هم د ستر مالي تاوان په ګاللو.»

جيمز په ډاګه وايي، چې دا خبرې اوس کوم راز نه دی پاتې، بلکې ټولې نښې نښانې دا وايي، چې امريکا اوس د اقتصادي ګړنګ پر غاړه ولاړه ده او ډېر ژر به خپل اقتصادي ژوند له لاسه ورکړي.

د ښاغلي جيمز په وينا، چې امريکا له ډېر پخوا له سختو اقتصادي بحرانونو سره لاس و ګريوان ده، خو چارواکي دا خبرې له ولسه پټوي، تر څو په خلکو کې خپل اعتبار ونه بايلي، مګر اصل حقيقت له هغه څه سره د ځمکې او اسمان توپير لري، چې دوی يې بيانوي او دا خبره اوس ډېره نژدې ده، چې امريکا د خپل تاريخ تر ټولو ګواښنده اقتصادي ناورين سره مخ شي.

جيمز ريکارډز د سي ای اې د مالي سلاکار تر څنګ درې لسيزې د امريکا د مالي او صرافي ستر بازار «وال سټريټ» کې د اقتصاد او پانګې اچونې د سلاکار په توګه کار کړی.

د يادونې وړ ده، چې «وال سټريټ» د امريکا په اقتصاد کې تر تولو زيات اغېز لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x