نړۍ

سکاټلنډ کې نن له بريتانيا څخه د خپلواکۍ په موخه ټول پوښتنه کيږي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وږي ۲۷مه ۱۳۹۳ل:( سکاټ لينډ هېواد چې د بريتانيا تر واک او اغېز لاندې ژوند کوي، له ډېرې مودې راهيسې د سکاټلنډ يو شمېر مشران غواړي، چې ځانونه د بريتانيا له غلامۍ ازاد کړي او ځانته ازاد هېواد ولري.

د ډېرو هلوځلو او مخالفتونو وروسته د سکاټلنډ حکومت پرېکړه کړې، چې د ولسي ټول پوښتنې «ريفرنډم» په واسطه به د خلکو رايه معلوموي، چې سکاټلنډ له بريتانيا جلا شي کنه.

غربي رسنۍ وايي، چې نن به سکاټلنډ کې په دې اړه ټول پوښتنه کيږي او اتيا سلنه خلک به په دې ټول پوښتنه کې برخه اخلي.

د ټول پوښتنې په کاغذ ليکل شوي، چې «له بريتانيا جلا کيږو؟ هو يا نه»

له ډېر وخته له بريتانيا د بيلتونپالو او بريتانيا سره د يو ځای اوسيدونکو د خپلو موخو لپاره ډېر زيات کمپاينونه کړي او هره ډله غواړي، چې ولس د دوی په خوښه رايه ورکړي.
له څو ورځو راهيسې د سکاټلنډ په لارو کوڅو او واټونو کې د سکاټلنډ جنډې او له بريتانيا د جلا کېدو شعارونه لګيدلي دي.

په دغه ټول پوښتنه کې د سکاټلنډ ۹۷ سلنه خلکو خپل ځانونه راجستر کړي دي او اټکل کيږي، چې اتيا سلنه خلک به په ټول پوښتنه کې خپلې رايې وکاروي.

له ټول پوښتنې مخکې د سکاټلنډ درې ورځپاڼو له بريتانيا د جلاکېدو په اړه خپلې سروې ګانې کړي، چې له مخې يې ۴۷،۷ سلنه خلکو بريتانيا سره د اوسيدو په پلوۍ رايې ورکړي او ۴۴،۱سلنه خلک غواړي، چې سکاټ لينډ دې ځانته يو جلا او ازاد هېواد وي او ۸،۳ سلنه خلکو چوپتيا غوره کړې ده.

دواړه لوري غواړي، چې د خپل کمپاين په ترڅ کې د هغو خلکو رايې راخپلې کړي، چې تر اوسه يې پرېکړه نه ده کړې.

بل پلو بريتانوي چارواکي دې ورځو کې سکاټلنډ کې دي، تر څو د سکاټلنډ ولس دې ته وهڅوي، چې دوی بايد د بريتانيا حکومت تر سيورې لاندې ژوند وکړي او د بريتانيا صدراعظم ډيوډ کيمرون هم د يوې اوونۍ په ترڅ کې دوه ځله سکاټلنډ ته سفر کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x