dr_farooq_azam

د سولي په باب زموږ موقف

په يو هیواد کې ټولنيز او سياسي نظام جوړول، اقتصادي وده یقیني کول، د خلکو مشروع اړتياوې پوره کول او داسې نورې چارې سولې ته اړتيا لري.  سوله هغه وخت ټينګيدی شي چې یو ولس خپل حکوت ولري، قانون پکښي حاکم وي او د دولت فيصلې او کړني د ولس د ګتې او ښيګڼې پر بنیادونو ولاړې وي.  سوله د هر ولس او هرهيواد طبيعي حق دی، خو تر درې لسیزي ډیر زموږ ولس له دغه نعمته محروم سویدی نو ځکه تر هرچا ډير سولي ته اړتيا لري.

د نړيوالې ټولنې د فعال غړي او په نړيوال سیاست کې د یو ناپيلې هیواد په توګه افغانستان حق لري د ملي واکمنۍ په لرولو سره دخپلو خلکو د سوکالۍ، نيکمرغۍ او ورورولۍ په هکله فکر او د امنيت او سولې په فضا کې ژوند وکړي.  تيرې ديرش کلنې جګړې زموږ ټولنيز او ولسي ارزښتونه ډیر کمزوري کړي او د تهدید سره یې مخ کړيدي.  په ولسونو کې د اعتماد فضا تقریبا له مينځه تللې، نوي بدبینۍ راپیدا شوي، انفرادي ګټې پر ملي ګټوغوره بلل شوي او ملي یووالي ځبل شویدی.  د دې ټولو ارزښتونو د بيرته پرځای کولو لپاره افغانستان تر هرچا ډير سولې ته اړتيا لري.

سره له دې چې په دې ټولو خبرو پوهيږو مګر له بده مرغه تراوسه پورې موږ په دې نه يو بريالي شوي چې په هيواد کې سوله راولو.  د نورو دلايلو ترڅنګ يو دا هم دی چې د سولې او روغې خبرې موږ اکثره د خپلو شخصي، کورني، قبيلوی، ژبني او سمتي ګټو په چوکاټ کې مطرح کړيدي او د حل یوه ملي لاره مو نه ده لټولې.  د کورني عنصر ترڅنګ، زموږ یو شمیر ګاونډيانو او نړیوال قدرتونو هم صادقانه نه دي غوښتي چې په افغانستان کې سوله راشي.

د سولې راوستلو په نوم بلابيلې غونډې، جرګې او شوراګانې جوړې شوې چې د مرحوم استاد برهان الدین ربانی ترمشرۍ لاندې د سولې عالي شوری یې وروستی مثال دی.  د سولې عالي شوری چې د سولي راوستو لپاره د مينځګړيتوب ترنوم لاندې جوړه شوې وه په واقيعت کې د جګړې یو طرف وو.  که د سولې د عالي شورا مشرتابه او دغړو جوړښت ته وکتل شي نو اکثريت یې په جنګ کې دخيل کسان وو او اوس هم دي.  دې کسانو یا د استاد ربانی په حکومت کې او يا هم د طالبانو د واکمنۍ په دوران کې د اوسني مسلحو مخالفینو سره په جګړه کي ښکيل وو او ځينې یې اوس هم د دولت او حکومت تر چتر لاندې او په فوجی یونیفورم کی د هغو سره په جګړه لګیا دي.  مسلح مخالفین، د سولې عالي شوری د جنګ يو طرف بولي او هیڅ وخت یې نه دي ویلي چی موږ خبري ورسره کوو. اصلا تراوسه د طالبانو سره د سولي خبري شوي نه دي نو ځکه د بندولو اعلان یې کوم مفهوم نلري. غوره به دا وای چې د سولې عالي شوری د دولت د پتې او ادرس په توګه خپله وظيفه پرمخ بیولې وای او مينځګړتوب یې داسې يوې ډلې ته سپارلی وای چې هغه په جګړه کې طرف نه وو.  دلته په دولت کی ډیرکسان په دې باور دي چی د سولی عالی شوری په موجوده کیف و کان سره د منځګړیتوب دنده نشي ترسره کولای. په روغه او سوله کې د طرفین ترمنځ اول اعتماد منځته راوړل ډیر مهم دی. او دا کار هغه وخت عملي جنبه پیداکولای شي چې یو خپلواکه، په جنګ کی غیر دخیل او طرفین ته منلی مينځګړی پیدا شي چي دواړو خواوو ته آزادانه تلای شي.  دا کار د سولې اوسنۍ عالي شوری قطعا نه شي ترسره کولی.  ما د افغانستان د سوله ایز بدلون د ټولني په نماینده ګي په دغه مورد کی یو وار د جمهور رئیس او دوه واره د استاد ربانی مرحوم سره مفصلی خبری کړي او لیکلی وړاندیز می ورکړیدی چی د سولی عالی شوری د حکومت د ادرس په توګه یو معقول اقدام دی خو د منځګړی دنده نشی تر سره کولای او موږ په دغه مجال کی د پخوانۍ سابقې او تجربې په درلودلو سره حاضر یو چی یو مثبت کردار ادا کړو. خلک د کرزي صاحب څخه د سولي په راوستو کی ډیري هیلي لري او په وطن کی امن ددوی دنده ده. دا په دولت کی د واکدارانو فرض دي چی هیواد ته سوله راولي. لس کاله جنګ هیواد آرام نکړ؛ اوس وخت دی چی ټولي خواوي صادقانه سولي ته کار وکړي. که مینځګړی ته موقع ورکول شوی وای نو یو دکاندار (اخترمحمد منصور) به  ولي ټول دولت خطا ایستلای او استاد رباني به ولی د مجهولو خلکو په لیدو پسی د ځان په بیه لالهانده وو؟

روان جنګ زموږ ډیر مهم کسان او د سولي ارمانجن خوړلي دي چی زما د ډیر وخت انډیوال مرحوم استاد ربانی ددغه کاروان یو دی. او که وضع همداسي دوام وکړي ډیر نور کسان به هم یقینا له مينځه ولاړ شي. زموږ هيواد د جنګ په حالت کې دی او جنګ سرونه خوري. له دغه حالته د وطن راويستل، سولي ته رښتنۍ اراده او جدي تلاش غواړي.  مهمه داده چې سوله بايد وشي، د افغانانو ترمينځ وشي او ابتکار یې هم باید د افغانانو په لاس کې وي.

د سولي د عالي شورا د مشر، استاد ربانی، تر مرګ وروسته د افغانستان حکومت اعلان وکړ چې طالبانو سره خبرې کول کومه ګټه نلري او بايد د پاکستان سره خبرې وشي.  لومړی داچی تراوسه د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولی خبری اصلا شوی ندي. او بل، دا راز خبرې او پاليسي به نه یوازي دا چې سوله رامينځته نه کړي بلکې پخپل لاس به خپل واک نوروته په لاس ورکړو. په دې خبره بايد عميق فکر وکړو چې کيدای شي پاکستان همدا غوښتل او داسې شرايط یې برابر کړي وي چی د طالبانو په عوض کی ددوی سره خبري وشي.  بله مهمه خبره داده چې که د افغانستان حکومت دا ادعا کوي چې طالبان بيواکه دي او د پاکستان لاسپوڅي او ګوډاګيان دي نو هغوی به هم ادعا وکړي چی د کابل د حکومت هم واک خپل نه دی. ددغسی مواقفو څخه به څه جوړشي چی طرفین خپله یو بل ردوي. د سولي له مذاکراتو څخه ځانونه پخپله په یو او بل نوم ایستل به د روسانو تر وتلو وروسته دهغه حالت تکرار وي چې د مجاهدينو مشرانو د افغانستان په باب په تصميم نيولو کې کوم رول ونه لوباوه؛ نورو یې په نمایندګي خبري کولی او یوه داسی فیصله پر تحمیل شوه چی انجام یی ټولو ولید.  د خپل کور واک بل ته سپارل او د خپل مرګ او ژوند فيصلې بل ته په لاس ورکول به پرته زموږ له نوري بربادۍ کومه بله نتيجه ونلري.  موږ يوځل دا ترخه تجربه کړیده او بيا بايد تکرار نشي.

د افغانانو پشان بل هيڅوک هم د افغانانو په حال نه درديږي. د سولې ابتکار بايد د افغانانو په لاس کې وي؛ داځکه نړیوالو تراوسه په دغه لارکی کومه ملموسه بریا نده ښوولې.  وخت تقاضا کوی چی افغانان لومړی پخپلو مینځو کی د اعتماد د فضا د رامينځته کیدو لپاره یو مکانزم جوړ کړي او په اخلاص سره د سولې په لور ګام پورته کړي.  وروسته بيا ګاونډي او نړيوال په اعتماد کې واخلي او ډاډ ورکړي چې زموږ د سولي هلې ځلې ددوی په تاوان نه دي.  موږ (د افغانستان د سوله ایز بدلون ټولنه) یوځل بیا د جنګ ټولو خواو او وطنوالو ته اعلانوو چی افغانستان ته د یوه داسی عادلانه سولي د راوستول لپاره منځګړیتوب ته تیار یو په کوم سره چی د افغانستان خلک او د قضیې اطراف مطمئن وي. که موږ ته د منځګړیتوب موقع راکول شي، موږ به د هیواد د متنفذو علماؤ، قومی مشرانو، پوهانو او مجاهدینو څخه یوه هیئت جوړ کړو او د اسلامی کنفرانس او د ملګرو ملتونو د مؤسسې سره په تفاهم به د صادقانه تلاش له لاري یو شرافتمنده سولی ته موقع برابره کړو. زموږ سره په دغه مورد کی تجربه او منظمه برنامه شته.

درناوي

دکتور فاروق أعظم

د افغانستان د سوله ایز بدلون د ټولني مشر

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
Karwan
میلمه
Karwan

ښاغلي دکنور فاروق أعظم، شخصيت او دجهاد دوران ته مو ډير احترام لرم. نظريات او پيشنهادونه مو هم تر ډيره ځايه معقول دي، اما کومه يادونه مو چه داستاد رباني په مورد کړي، ماته قابل دقبل نه ده او حقيقت نلري. استاد رباني ديوه قوم د رهبر په صفت که په افغانستان کي واقيعن سوله غوښتلي، نو باور وکړي چه دا به دکلونو او مياشتو خبر نوي، بلکي ديوي هفتي. يعني هغه کولاي شوي چه په يوه هفته کي سوله راولي، اما بدبختانه چه استاد صاحب دسولي پر ځاي دامريکايانو څخه دلا ډيرو او غټو غټو بمونو داچولو غوښتنه کوله… نور لوستل »

غوربندي
میلمه
غوربندي

دا لیکنه حد اقل لس کاله زړه ده،،، په لاندې دلایلو 1) د جګړې عمر پکې دېرش کلن یاد شوی 2) استاد ربانی د سولې د شوری وروستی مثال بلل شوی ډاکټر صاحب فاروق اعظم صاحب د یوه سپین ږیري په صفت د احترام وړ دی البته په دې مانا نه چې دده سیاسي مواقف ټول سم یا هم د پردیو له اثر او رسوخ څخه دې منزه وي. ما د فاروق اعظم صاحب یو دوه غږیږ کلیپونه اورېدلي دي،، دا چې د غږیږو کلیپونو مخاطبین یې عوام او نالوستي خلک دي ماته یو ډول د تشویش وړ وبرېښېدل ځکه… نور لوستل »

جميل
میلمه
جميل

داچی فاروق اعظم د غلام دولت څخه د منځګړيتب هيله کوی نو خامخا به داهم غواړی چی د آزادی غوښتونکو غيرتمنومجاهدينو او دغلام او بی همتو منافقينو ګډ دولت دی جوړ شی چی بيا به همدا ګډوډی او جګړی کلونه نور هم ادامه ومومی خو په بل ډول سره ، دا منځګړيتوب به د افغانانو کوم درد دوا نکړای سی . فاروق اعظم پدی خبر و يا دايی کوم وخت د خپل انډيوال ربانی څخه اوريدلی وه چی هغه د تاجکستان کبير غوښتونکی او ارمانجن وو . د فاروق اعظم د انډيوالی يادونه د مرتد ربانی سره بی اسری نده… نور لوستل »