خبرونهنړۍ

الازهر: لاریون کوونکي محصلین او استاذان له پوهنتونه ایستل کیږي

د مصر حکومت د ازهر پوهنتون اړوندو قوانینو کې یو لړ تعدیلات راوړي چې له مخې به یې هغه استاذان او محصلین له پوهتنونه شړل کیږي چې په لاریونو او مظاهرو کې ګډون کوي.

دا قانون تیره ورځ د مصر د وزیرانو شوری له خوا تصویب شو.

د دې قانون له مخې د ازهر پوهنتون رئیس دا صلاحیت لري چې هغو محصلینو ته له پوهنتونه د اخراج سزا ورکړي چې یا پخپله په اصصلاح تخریبي اعمالو کې شرکت کوي او یا نور محصلین هڅوي.

دغه راز په نوي قانون کې هغو استاذانو ته هم له دندې د ګوښه کیدو سزا ټاکل شوې چې په لاریونو او مظاهرو کې ګډون وکړي.

دا مهال د ازهر پوهنتون سلګونه محصلین چې د پوځي کودتا پر ضد یې په مظاهرو کې ګډون کړی و، په زندان کې پراته دي.

تیره ورځ د مصر محکمې د دغو محصلینو له ډلې څخه «۱۷» تنه په څلور کاله بند محکوم کړل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x