ادبي لیکني

د پښتون جهالت…رښتينې قصه

ليكوال: حفيظ الله (جلال)

تاج اکا ورين تندی، هميشه خندنی، چې کله به هم زمونږ سره مخ شو د جهاد د مينې له مخې به يې يوه ښکلې ټوکه راته وکړه، تاج اکا چې د روسانو په وخت کې د ډيرو سنګرونو نوميالی پاتې شوی و او په بيشماره جګړو کې يې برخه اخستې وه.

د اشغالګرو د راتلو په اولو کلونو کې چې چا هم د جهاد نوم نه شو اخستلی خو تاج اکا چې زمونږ د مولوي صيب سره يې پټه ملګرتيا وه، تقريباً د شپې لخوا به اکثره د مولوي صيب همڅنګ و.

کله به چې هم د عربانو تشکيل په سپين غر راواوخت نو مولوي صيب به د تاج اکا په ملتيا دواړو تر تورغره ښه مصؤن رساوه، کله کله به چې زمونږ شپه هم ډيره ترخه شوه نو د شپې په تياره کې به مو د تاج اکا د کوټې ديوال ورو ورو په ډبره ودرباوه، هغه سره مو چې همدا شفر ايښې و، له لږ زنډ وروسته به د باغ په کړکۍ کې سره د يو چايبر چای او درې پيالو راښکاره شو، دريواړه به د پټيو تر منځ په غټه وياله کې په شګو کې غلي کيناستو د شپې تر اخري حصې به يې راته د خپل ژوندانه ترخې او خوږې خاطرې بيانولې، کله ناکله به مو د يو مهم کار باره کې ورسره مشوره هم کوله.

د تاج اکا چې يو ځملی ځوی په اوردو کې وظيفه لرله ما او ملګری مې چې د تاج اکا ناسکه وراره هم کيدلو هميشه ورته ويل چې دا ځوی دې د اوردو نه راوباسه يو خو يې مرګ خرابيږي د امريکايانو ملګرتيا کوي، پيسې حرامې بې برکته دي، شرم دی په دې ټوله کورنۍ کې صرف ستا ځوی دی چې په اوردو کې وظيفه لري، زما ملګري به چې هم کله ورته زنګ وکړو نو دا وعده به يې وکړه چې بس تنخوا واخلم نور به مې اوردو کې ونه ګورې سره د پيکا درتختم.

مونږ چې هم د وسلې له طرفه ډير کمزوري و نو بس همدا خبر به مو ونيوله چې زه خير که وخت تير کړي خو پيکا خو به ځان سره راوړي، لا ډيره موده نه وه پوره شوې چې د تاج اکا ځوی تش کوتک کلي ته په غلا راغلو، زمونږ د ساحې مجاهدينو هم دا وخت غنيمت وګڼلو بس د تاج اکا پسې يې احوال وکړو چې د ځوی سره حاضر شي.

تاج اکا خپل ځوی له مټه ونيو او د ساحې مسؤل ته يې وروست، د ساحې مسؤل چې ډير ښه سړی و خو لږ سخت مزاجه و نو يې د تاج اکا په ځوی د کلي د دکانو مخې ته چې زياتره خلک به د همداسې ملي اوردو والا د سيال لپاره راجمع کيدل توبه وويسته خو تاج اکا چې خپل کليوالي ضد ونيو، نو يې د ساحې مسؤل ته څو زشتې خبرې وکړې، مسؤل هم بې له ځنډه په تاج اکا د لرګي ګذار وکړو، بالاخره يې قضا ماذيګر د تاج اکا ځوی ته رخصت ورکړ چې بيا به اوردو ته نه ځي هغه هم ښه پخه توبه وويسته او وعده يې وکړه.

په سبا مازيګر يې د کلي دوکانو کې اوازه خپره شوه چې تاج اکا (اربکی) شو.

په کليوالو کې اوازه ډير زر خپريږي ته وا ټول د يو کور خلک دي خو ما هم دا تشه اوازه وګڼله په مازيګر مې د يو کليوال له خولې واوريدل چې تاج اکا د ساحې د اربکيانو مشر ته ورغلی او ورنه په ساحه کې د پوستو غوښتنه لري چې بايد واچول شي او مشري يې زه په خپله غاړه واخلم د کليوال په دې خبره مې ګمان په يقين بدل شو، ډير زيات پريشانه شوم، د تاج اکا جهادونه، منډې ترړې، ستړې ستومانۍ راته ټول د يوې شګې د غونډکۍ په څير ښکاره شو چې باد پرې راوالوزي او غونډکۍ ورانه کړي د ده ثوابونه هم راته همداسې الوتي ښکاريدل بس (هندو ستړی خدای ناراضه) متل پرې ښه رښتيا شو.

د انساني همدردۍ او د يو څو شپو جهادي ملګرتيا په وجه مې ورته فون وکړو که يې خدای بيرته راسم کړي او دا خپل شيطاني ضد پريږدي خو تاج اکا بيا هغه تاج اکا نه و، ما ورسره روغبړ کولو هغه راته همدا خبره تکرار کړه چې بس اوس به د (ملاعمر او اوباما) پته ولګي. دې ټکي يې نور هم خفه کړم.

تاج اکا نه دا چې هغه د اوردو والا ځوی يې بيا اوردو ته وليږلو بلکې په خپل قسم هم تير شو، خپله او دوه نور ځامن يې هم د اربکيانو په کتار کې زمونږ ساحې ته د مجاهدينو د ځپلو لپاره راواستول، مازيګر په کلي کې دا اوازه شوه چې د تاج اربکي يو ځوی د ماين په انفجار کې مردار او د بل ځوی دواړه سترګې يې ړندې شوي، ډير زيات پرې خوشاله شوم ځکه چې د تاج اربکي هغه عناد چې د الله جل جلاله د دوستانو سره يې لرلو څه ناڅه رام کړو، الله تعالی ورته د اسلام او مسلمانانو په خلاف د ضد او شيطاني ارادو جزا ورکړه، تاج اربکی چې اوس هم کله ناکله د خپل ړانده ځوی دا خبرې واوري چې (کاکا دا ټول ستا له لاسه) نو تاج اکا ته بيا ځمکه ځای نه ورکوي او په سلګو سلګو د خپل ځوی نه بخښنه غواړي او د خپل پښتني ضد او جهالت له وجهې يې دنيا او اخرت له لاسه ورکړل او پخپله هم ډير پښيمانه ښکارېد.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

سلامونه او احترام

د دیني او عقیدتي علومو په لحاظ زمونږ ټول عوام د تاج اکا په شان جاهلان دي ګیله نه ده تری پکار ګیله له مشرانو پکار ده چی د خپلو خلکو مزاج نادیده نیسي او په لوی لاس یی د شیطان پر نیلی سپروي.

کاش د کیسی عنوان مو د “پښتون سرتمبګي” انتخاب کړی وای

په دی کیسه کی هغه له حکمت و مصلحت خالي (سخت مزاجه) هم د تاج اکا په موقف نیولو کی اساسي رول بازي کړی ده خداواند متعال دی یی غاړه خلاصه لري

Yousaf

When the Taj Aka Sons killed & Injures by bomb
The Bomb made of Where???? the all plans of Enghlish people killed Afghan in Name of Talib,Arbaki,police,Urdoo etc they keep awy just killed Muslin in deference Name but Muslim sleep deply.

pattang

پښتون چې بې دينه شي او پېسې وويني نو خپل ځان خرڅوي ، هغه دی چې خوشال خټک ټولو پښتنو ته کنځلې کړې دي !

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x