نظــر

روان کال کي په نړیواله کچه دافغاني پناه غوښتونکو شمیره زیاته شوی ده

Immigrants entering Greece from Turkey on an inflatable boatدملګرو ملتونو له لوري په ترتیب شوی راپورکی ویل شوی دی چی ۲۰۱۱ کال داسي کال دی چی دپناه غوښتونکو شمیره دنورو کلنوپه پرتله ۱۷٪ په سلو کی پورته شوی ده او افغانستان لومړي هیواد دی چی ډيرو وګړو یی دنورو هیوادونو په لور دپناه اخستلو په تمه دغه هیواد پریښی دي.

څوک یوازي په یوه سر له کوره وتلي، چا ورسره ورور ملګري کړی، څوک له پلاره اوبل چابیا دکورنی ټول غړي تر لاسونو نیولي چی نور په بچیانو له دغه هیواد څخه پښي سپکوو

اوهمدارنګه څوک پرلنډو لارو څوک پر اوږدو، څوک په اسانی او څوک بیا له ډیرو کړاووني څخه وروسته، څوک پوره رسیدلي خوچابیا دکورني ځینی غړی اویا ملګري په لارو کی له لاسه ورکړي او یاهم دهمیشه لپاره دسمندرپه اوبو کی لاهوکړي، ځیني په پښو، ځیني په بیړیو، خو نور بیا په الوتکو اوپه کښتیو کی ترخپل منزل پوری رسیدلي دي.

ډیر ځله مو اوریدلي وی چی پلاني سمندر کی بیړي ډوبه شوه افغانی پناه غوښتونکي پکی غرق شول، او داسي خبرو نه به هم ډیر ترغوږتیرشوی وی چی کوم ساحل سره دپناه غوښتونکي بیړی دکوم هیواد دسمندري پولیسو له لوري راوګرځول شوه اوپه سمندرکی له ډیرو ورځو تیره ولو څخه وروسته دبیړي سواریانو احتجاجاخپل ماشومان اوبو کی اچولي.

روان کال دسپټمبر په میاشت کی دانډونیشیا پلازمیني جکارټا پولیسو په سمندرکی دګزمی پروخت یوه بیړي ونیوله چی افغانان یی داروپا په لور په قاچاقی توګه لیږدول، دغه نیول شوی کسان وروسته  دسمندر پرغاړه دپولیسو له یوه مرکزڅخه ووتل، چی وروسته یوه وړوکی بیړي کی سواره شوو ترڅو په تیښتی بریالي شی ، خو له څو ساعتونو څخه وروسته بیړي ډوبه شوه پولیس وویل تراوسه پوري دشپږو کسانو مړي را ایستل شوی دي اوپاته ۱۴ نور لا تراوسه پوری نادرکه دی.

همدارنګه د ۲۰۰۹ کال ددیسمبر په میاشت کی دترکی هیواد په سویل ختیځ کی یوه بیړی ډوبی شوه دپنځو ماشومانو په شمول اوه کسه افغاني پناه غوښتونکي په کی غرق شول.

دایواځی دبیلګی په توګه دوي پيښي ما دلته رانقل کړی ورنه په سلګو نو دارنګه پیښي دافغاني غیرقانوني پناه غوښتونکی په وړاندی رامنځ ته شوی دي.

Fawzia Aryan and son Omid with a photo of son Faisalفوضیه او ارین چی اوس په لندن کی اوسیږي دیوه وړوکی ماشوم عکس په داسي حال کی ښکاره کوی چی له سترګو څخه یی دباران په شان اوښکی بهیږی، خاوند اومیرمن چی اوس په برطانیه کی ژوند کوی وایی دغه ماشوم امید نومیږي، له افغانستان څخه په لاره باندی دکوم هیواد دپولي دپولیسو له لوري پرمونږ باندی ډزی وشوی، چی له کبله یی امید ژوبل او وروسته شهید شوو چی هلته لاره باندی مو کومه دښته کي  خاوروته وسپاری.

فوضیه او ارین دخپل وړوکی اونازک بچی کیسه داسي کوي، وایی کله چی کابل کی دمجاهدینو ترمنځ جګړه پیل شوه، ما او ارین نوی واده کړی وو، کورمو خراب شوو سامانونه مو چور شول، مونږ داپریکړه وکړه چی دکوم هیواد په لور مهاجرت وکړو، وایی اول کی دایران هیواد ته مهاجرشو، هلته له څوکلنو پاته کیدو څخه وروسته مو ولیدل چی خلګ داروپا په لور ځی نومونږ هم له کوم قاچاقبر سره خبره وکړه، هغه وو، چی له ایران څخه اول دترکیی په لور روان شوو، خو کله چی دایران له پولی څخه دترکیی خاوري ته اوښتو دایرانی پولیسو لخوا ترسترګو شوو، کوم موټر کی چی مونږ سواره موټر چلونکی دغه موټر په مونډه کړ ، په دی وخت کی ایراني پولیسو پرموټر ډزي وکړي ، ددوو نورو کسانو په شمول زمونږ وړوکی ماشوم امید هم ژوبل شو، خو ایراني پولیس په دی ونه توانیدل چی مونږ ګرفتاره کړی، اودترکیی وخاوري ته په اوښتلو باندی بریالی شوو.

خوپه لاره کی امید دسختو ټپونو او دنه درملني له کبله سا ورکړه، چی ورسته مو له دوو نورو مسافرو سره یوه ځای کوم ځنګله کی دزړه ټوټه امید په ډیر غم اوحسرت سره خاوروته وسفاره، اومونږ ترڅو ورځوپوري کومه صحرا کی پټ وو چی وروسته مو بیا دبل کس په واسطه سفر پیل کړ.

په اخیرکی یوځل بیا ددواړو خاوند اومیرمني پرمخ داوښکو سیلاب راغی او وی ویل، امید ډیرد ارمان او حسرت په شیبو کی راڅخه جداشو، مړه به شو خو هغه وخت به مو هیرنه شي چي امید مو په یوه بیګانه ځنګل کی خاورو کی پټ کړ، اومونږ ځینی روان شوو.

پورته دوی دری پیښي مي یواځی ددی لپاره بیان کړی چی افغانان له څومره کړاوونو اومشکلاتو سره سره بیاهم له افغانستان څخه تښتی.

اوس په راشو دافغانانو دتیښتی او هیواد پريښودلو لاملونه تهAn Afghan climbs into a truck at Patras

ولي افغانان له افغانستان څخه وزي، څه وجوهات دی چی افغانان مرګ ته په غیږ ورځی خو بیاهم له دافغانستان څخه په ډلو ډلو وزي.

تیره اونی دملګروملتونو دکډوالوداداری له لوري یوراپورخپورشوی وو ،هغه راپورکی راغلی وو، چی اوس هم افغانستان لومړی هیواد دي چی وګړي یی دنورو هیوادونو په لور دپناه غوښتلو په تکل کورونه پریږدی، راپورکی راغلی وو، یواځی ناداره افغانان نه دی چی دغه هیواد څخه داروپا، امریکا او روسیی په لور وزی بلکه ډیرشتمن، دولتمند، پوه اوتعلیم لرونکی افغانان هم وینو چی ددغو هیوادونوپه لور روان دي.

ایا افغانان دپیسو لپاره له هیواد څخه وزي، دښه ژوند او شتمني دګټولو په هیله دغو هیوادونو ته پناه ور وړي، هو ځینی خلګ به داسی هم وي چی دپیسودګټلو دروزګار اومزدوري لپاره به دغو هیوادونوته ځی.

خوپه دي وروستیوکي داسي افغانان هم شته چی دکورني دغړو دپناه اخیستلو لپاره له شل زره څخه بیا ترپنځوستو زره پوری ډالری قاچاقبرانونه ته ورکوي او تردغو هیوادونو پوري ځانونه رسوي.

ډاکټران، انجنیران، استاذان، پروفیسران،اوداسي نور ډیرپوهه لرونکی افغانان چي دافغانستان په ټولنه کي دارنګه خلګ ډیرلوی مقام اومرتبه لري او خلګ په ډیر غټ احترام ورته قایله دی، ځکه چی دافغاني ټولني دپوهی کچه ډیره کښته ده، علمي اودتخنیکی پوه لرونکی خلګ چی نن سبا په افغانی ټولنه کی څومره شتمنی جوړولی شي، زه فکر کوم بل هیڅ هیواد کی به یی هم نه کی جوړه اونه به هم ورته دهغه هیواد ټولنه دومره احترام ولري لکه افغانان چی ورته لري.

نو داچي له پورته ټولوارزښتونوا و ښیګڼوباجود افغانان دغه هیواد پریږدي، اودپردیو اوبیګانه ګانو وهیوادونوته پناه وړي، زه فکر کوم دغه خلګ د افغانستان له حالاتو او وضعیت څخه ډاډه نه دي، افغانان وینی چی افغانستان په یوه نه ختمیدونکی او مجهوله جګړه کي راګیردی، دنړیوالو ویني څښونکو له مردارو سازشونوسره لاس اوګریوان دی، دغه هیواد کی هره ورځ دوینو،وژلو، لوټولواو چورولو پلانونه او دسیسي جوړیږي.

دلته که هره ورځ لس کسه دجګړه ما رو ډلو ترمنځ دجګړو له امله وژل کیږي، خو سل نوربیا عام افغانان ښځی او ماشومان وژل کیږي، دلته که له کوم لوری څخه کوم کس دجرم په تورنیول کیږي، خو لس نور بیا دشک په توګه ترمرګه وهل کیږی، دلته پوهه جرم ده او ناپوه ته ددغه هیواد دقهرمانانو لقبونه ورکول کیږي، دلته هیواد وال له هیواد څخه شړل کیږي خو بهرنیانو ته بیا د ملالي او غازي امان الله خان مډالونه ورکول کیږي زما هیواد کی ډاکټر، انجنیر عالم او استاذ کوم خاص مقام اومرتبه نه لري، بلکه هغه څوک ښه پوه هوښیار، دمقام او احترام لایق دی چا چی بهرنیو سازش کونکو ته ښه چوپړوواهه، په وینو تویلو، وژلو تعذیبولو او دهیواد په ویجاړولو کی یی ښه تجربه درلوده.

دلته نړیوال هغه څوک ددغه هیواد په استاځیتوب مني څوک چی دغه ملت ته ښه کنده کندلي شي اوبه اساني سره قوم غولولی شي، دکوم هیواد دکابینی غړي وزیران جنرالان و والیان او قومندانان،چي له هرڅه څخه مخکی داکوښښ کوی چی خپله دارایی او شتمني له هیواد څخه دباندي انتقال کړي، چی کله پردنده وګمارل شي اول کوښښ یی داوی چی څرنګه وکولای شي اروپا او امریکا کی کوم کور رانیسي، اوکه چیري امریکا او اروپاکی نشي کولای دغه نژدی دوبی کی خو یی خاماخوا رانیسي، نوداچی زما دهیواد دخلګو استاځی او هغه خلګ چی ددغی خاوري دسرحدونو او ارزښتونو دساتلو دعوه کوي، هغه کوښښ کوی چی له هیواد څخه دباندی کورونه جوړ کړي بچیان له وطنه وباسي، خپله هیواد کي دمسافرو او داطاق ژوند تیروي، نوددغي خاوري عام خلګ به دغه هیواد ته څرنګه زړه ښه کړي، ددغه هیواد پوهانو، عالمانو، سوداګرو او بزګرانوته به څو ک دغه ډاډ ورکړي چی هیواد یی کوم نړیوال سازش کي نه ده راګیر څرنګه به دغه خلګ په دی قانع کړل شي چی افغانستان دیو روښانه پرمختګ پرلور روان دی او دغه خاوره کی دایمي سوله راتلونکي ده.

ددغه هیواد خلګ به ولی نه وزي، ځکه له نن څخه لس کاله مخکی امریکایانو دسوله ساتو ځواکونوترنامه لاندی دلته پرزرګونه عسکرراوستل، حال داچی په هغه وخت کی یواځی دهیواد په دوو نقطو کی د دوو ډلو ترمنځ جګړه روانه وه ملکی تلفات ډير کم وو، دافغانستان دټولو ښارونه په کچه یواځي دوی چاودني رامنځ ته شوی وي، چی یوه یی په کندهار کی دطالبانو دمشرتابه ددفتر ومخ ته او بله هم په کابل کی دهغه وخت دپوهني دوزیر ښاغلي امیرخان متقي پرموټرباندی ترسره شوی وه، چی دواړو چاودنو کی تلفات یواځي دولتي کسانو ته اوښتي او دکوم ملکی کس پوزه هم نه وه ویني شوي.

ډیره نژدی وه چی جګړي یوه لوریځه شوی وای او هیواد کی  دایمی سوله رامنځ ته شوی وای، خو هغه وو چی امریکایانو دافغانستان حالت داندیښني وړ وباله او تردی شعارلاند چی افغانستان کی به دایمي سوله راولي په زرګونو کروز مزایل او بمونه یی پردغه خاوره و اورول، دنړی پرمختللی وسلی او استخباراتي وسایل یی ټول دلته وازمویل.

مطلب هغه کړنی یی دغه هیواد کی ترسره کړی چی خپله امریکایی ټولنه هم ورته کوته په غاښ پاته وه او داهرڅه یی تردغه شعارلاندي وکړه چی افغانستان کی به دایمي سوله راولو ددغه هیواد بچیانوته به دټوپک پرځای قلم اوکتاب ورکوو.

له نن څخه لس کاله مخکی نړیوال ځواکونه په داسي حال کی دغه هیواد ته دسوله ساتو ځواکونوپه نامه راغلي وو، چي دلته ډیره محدوده جګړه روانه وه، بلکه دملکی خلګو دوژني کچه خو ډیره کمه وه.

نن چی دغه ځواکونه له افغانستان څخه وزی،وایی دغه هیواد کی نوره سوله راغلی ده دلته نور دبهرنیو سوله ساتو عسکرو دموجودیت ضرورت نشته زه وایم کومه سوله دچا لپاره او چیري سوله.

ایا دی ته امریکایان سوله وایی چی دهیواد تش په نامه اولسمشر تراوسه پوری ددوی دعسکرو له لوری ساتل کیږي که ودی ته دوی سوله وایی چی دهیواد په ټولو لویو ښارونو کی که هره ورځ کومه چاودنه نه وي نو هره دوهمه ورځ هلته چاودنه کیږی، اوکه ودی ته دوی امنیت وایی چی دډیري کمي کچی دولتی چارواکي هم له یوه ښاره تربله ښاره دځمکی له لاري سفرنه شی کولای، اوکه دی ته سوله اوثبات وایی چی کابل ښاریی په نظامی قرارګاه باندی بدل کړی دی ددولت هري دولتی وداني ته چی ننوزي ترلسو پاټکونوبه تیریږي، اوکه ودی ته سوله وایی چی افغانستان یی له یوه مالوم برخه لیک څخه دنامالوم برخه لیک په لوري ټیل واهه، دغه هیوادیی په نه ختمیدونکي، نه درک کیدونکی او مجهوله جګړه کی را ښکیل کړ خپله غواړي نور له دغی خاوري څخه دماتی په حالت کی پښی سپکی کړی.

نو دبهرنیانو وافغانستان ته راتګ اوبیرته تګ دواړه هغه اړخونه دی چی دافغانستان واړه اوزاړه کوچنیان او لویان یی له لوی شک سره مخ کړی دی ، چی بهرنیان دڅه لپاره دغه هیواد ته راغلی وو، کوم هدف یی درلود، ایا خپل هدف یی ترلاسه کړ، اوکه نورپوه شول چی دلته هدف ته رسیدل ناشونی کار دي په هرحال دبهرنیانو که هرهدف وو، که خپل هدف ته رسیدلي وي اوکه نه، دلته که یی بریاوی ترلاسه کړی وی، اوکه ناکامه شوي.

خو ترکوم شعارلاندي چی دوي دلته راغلي وو چی دی هیواد کی به سوله راولو سراسر درواغ وو، دغه شعار یو سازش وو، دافغانانو په وړاندی یوفریب وو، امریکایان دلته دسولی نه بلکه دجنګ لپاره راغلی وو، غوښتویی چي دغه سیمه په یوادسی بلا کی راګیرکړي چی نه یی سرمالوم وی اونه پای دوی دلته ځانته هدفونه درلودل نه دافغانانو دسولی غم ورسره وو، اونه هم دابادی.

له نړیوالو څخه یی دافغانستان دسولی او ابادي په نام باندی بی ساري پیسی واخیستي، چی هغه ټولی پیسی یاخو خپله بهرنیانو اویاهم دبهرنیانو دلاسپوڅو وجیبو ته ولویدي.

زما ډیر ښه یاد چی دامریکایی یرغل په اول کال باندی دکندهار پخوانی والي ښاغلی ګل اغاشیرزي په کندهارکی دیوي غونډي برخه والو ته خبري کولي، نوموړي وویل، عزیزانو تاسو به شاهدان یاست چی له دغه ښاره په زه اروپا جوړم، دلته به دنړي په پرمخ تللو وسایلو سره مجهز روغتونونه، اعلی علمی اداري، دبریښنا او پاکو اوبو ستر سیسټمونه وي جوړم.

وطنوالو کومه اروپا، کومه بریښنا او کومه پوهه، دکندهارپه ښارکی هره دریمه ورځ بریښنا راځی هغه هم دڅوساعتونو لپاره، کله چی کومه سیمه کی دبریښنا نوبت وي، دهغی سیمي خلګ ډیرخوشحاله وی چی نن بریښنا راځي دکالیو ماشینان به چالانده وو، کالي به منځو،خوډير دتآسف ځای دي چی کله دریمه ورځ بریښنا راځی بیا دکورونوپه  ټانکیو کی اوبه ختم شوی وي.

خو که له یوه لوري څخه ورته ځیرشو دشیرزی صاحب خبري تریوحده پوري پرځای دی، ځکه کله چي والی صاحب دغونډی برخه والوته خبري کولی ورته ناست خلګ ټول دولتي مامورین او چارواکي وو، نو په کندهار کی که عام خلګ په ټوله میاشت یواځي ۲۴ ساعته بریښنا لري، خودولتی مامورین هره ورځ ۲۴ ساعته له برق څخه برخه مندي

تیرکال په اوړي کی سخته ګرمي وه ماښام ناوخته له کابله څخه وکندهارته راورسیدم، دکندهار ښار کپتان مدد څلورلاره باندی انصاري پلازه کی کوم کورته ورغلم.

که ګورم دپلازي خلګ ټول لاندی ولاړ دي، پلازه کي توره تاریکه خپره ده، دتوندي اوسوځونکی ګرمي له امله دوړو ماشومانو چیغي اوپکاری راپورته کیږي.

خو دپلازي په څلورم پوړ کی یوه کورڅخه دپړک پړک خنداوو اوازونه راوزي، کور ډیرروشانه ښکاري دکوردښکلا لپاره ځینی له ضرورت څخه زیات دبریښنا ګروپان هم لګیدلی دي، دنرم میوزیک اواز هم ترغوږوکیږي، دکور په کړکیو کی سترستر ایرکنډیشنان لګیدلي دی چی دونورو کورونو مخکي تیریدونکی لاری یی نوري هم ګرمي کړي وي.

کوم کورکی چی زه میلمه وه دهغ کور له کس څخه می پوښتنه وکړه وروره ستا بریښنا خوهم همیشه خرابه وي، دغه مخامخ کوربریښنا لري ایرکنډیشنانی یی لګیږی ستاسو کورکی توره تاریکه ده.

دکور مالک اوږده سا کش کړه، او وروسته یی په ټیټ اواز سره وویل وروره دغه کس دپنجواوي په ولسوالي کی دکوم کنډک مشر دی، دبریښنا ریاست ورته مستقیما دبرق لاین ورکړی دی دغه کس ۲۴ ساعته بریښنا لري.

دغه وخت راته دشیرزي صاحب هغه وینا چی له نن څخه څو کاله مخکی یی کړی وه راته رایاده شوه، چی والی صاحب خو سمه خبره کړی وه د نوموړي وغونډي ته خو دولتي چارواکی ورغلي وو، نوموړي خو دولتی چارواکو ته ویلي وو، چی دغه ښار څخه به اروپا جوړه کړم، دغه ده دچارواکو لپاره دغه ښاراروپاده  کومو دولتی مامورینو ته چی په اروپاکی امتیازات ورکول کیږی، دغه کسان له هغو څخه دزیاتو امتیازاتو درلودونکی .

افسوز زما دملت دچارواکو پر دارنګه کړنو باندی ، اوافرین ددغه ملت پرصبر او زغم باندی کچیري دکوم بل هیواد کوم چارواکي دنور اولس په پرتله له دومره لوی امتیاز څخه برخه من وي، دګاونډ خلګ به یی کورته اور ورته کړي او دغه کس  به په عام محضرکی ځوړندکړي،خو زما دهیواد وګړي که هرڅومره ځپل کیږی بیاهم چوپه خوله دي.

نو ښاغلي والی صاحب ګل اغا شیرزای، چیري اروپا او چیر کندهار یوه میاشت مخکی دکوم اروپایی هیواد بریښنا دیوه ساعت لپاره قطعه شوه دهغه هیواد داوبو او بریښنا وزیر له دندي څخه استعفی ورکړه، او په هغه ورځ باندی دکابینی غونډه راوغوښتل شوه چی دپیښي لامل څرګند کړي.

نو مطلب مي داوو چی دغه هیواد له دومره ډیرو چلنجونو سره مخ وي،نو په بهرنیو هیوادونو کی به یی دپناه غوښتونکو کچه ولي نه زیاتیږي، ځکه د دافغانستان خلګ اوس نور پریوچاباندی باور نه شي کولای له هره لوري غولول شوی دی، بی باوره شوی دی، دهیواد روښانه راتلونکي ورته نه په سترګو کیږی، دغه لاملونه دی چی افغانانو له هیواده تیښته پیل کړي ده.

بخت الرحمن (بخت)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x