ادبي لیکني

بیا می چی یاد وی- رایه به ورنکړم – لنډه کیسه

لیکوال: امین شینواری

ورځ خپله شړۍ نوره رانغاړلی وه ، توره تیاره خپره وه، د کلی خلکو په جمعی سره د ماښام لمونځ  ادا کولو نه وروسته حجری ته راستنیده. وار په وار به خلک راننوتل او په ځمکه او کټونو باندی به کیښانستل. د ستړی مشی او خوارمشی نه ورسته به یی د هر یو حال پوښته. هر یو به په خپل وار خپل حال بیانولو او نورو به ورسره زړه خواله کوله.

پدی کی جان مجمد کاکا خپل ځوی خان محمد ته ورغږ کړ، زویه ! هغه زما رادو درسره راوړه. زوي یی په ښه سره د جواب ورکولو د کور په لور روان شو. ناستو خلکو تری د رادو راوړلو وجه وپوښتله. جان محمد کاکا خیر شه! په رادیو څه کوی؟ جان محمد کاکا په ډیر سوړ اسویلی وویل، ځان به له خپله وطنه خبر کړو چی څه وشو او څه تیریږی؟

غلام جان کاکا پری راغږ کړ، څه یی کوی خانه!! بی له مرګ او ژوبلی پکی څه نشته! دلته مړی، هلته مړی، دلته بم، هلته چاودنه ، دلته ظلم……بس بی له ناخوالو مو بل څه نصیبه نشته. ځان ولی هسی لیونی کوی، دا وطن نه جوړیږی او نه به جوړ شی.
جان محمد کاکا ډیر په خفه زړه ورته اوویل!! ته هم ښه وایی ، دا وطن نه جوړیږی- خو یوه خبره ده موږ یی هم نه جوړوو. که نه نو کوم یو کار دی چی ناشونی دی؟ هر څه شونی دی خو خواری ، محنت او کلک هوډ غواړی.

د لږی چوپتیا نه وروسته جان محمد کاک وویل. دا څه په ناورینونو مو سر دی، بیخی یی نور د لیونتوب اعظمی حد ته رسولی یم. خلکو تری وپوښتل ، ولی او څنګه؟

څه به مو سر خوږوم، کله می په ژوند کی رایه نه ورکړی او نه می چیرته اراده  وه. خو دا ځلی می هسی زړه راولاړ شو او په خورا ورین تندی لاړم او رایه میی په ښارکی وکاروله، تاسو ته خو ښه مالومه وه چی کلی کی خو د رایی ورکولو شان او امکان نه وو. رایه می ورکړه او خورا مطمین هم وم چی سهی سړی ته می رایه ورکړی او په ښه نیت می ورکړی تر څو زموږ په ګران وطن کی کراری، امی ، ثبات او اقتصادی پرمختګ راشی – خو!!

خو ؟ خو ولی کاکا جانه؟ یو ځوان راغږ کړ؟

بس په خولی می نور نه راځی، شرمیږم چی یی وایم!

په نورو مملکتونو کی چی خلک رایه وکاروی نو نتیجه او پایلی یی یوه یا دوه ورځی بر نیسی خو دلته یی دا شپږمه میاشت د چی د نتایجو پایلی ندی اعلان شوی؟
دیموکراسی او دیموکراسی…… په دی کلمو خو یی نور زړه راشین کړ.

د دیموکراسی نوم یی وشرمولو. زموږ په وطن کی دیموکراسی هم ناچله وختله!!

نه د دیموکراسۍ شو او نه د کوم بل رژیم.

په والله چی نور می زړه داسی راتنګ دی ، چی وایم چی کاش یا خو پیدا نه وی او په دی وطن کی نه وی!

اوس هغه خپلی رایی پسی خفه یم او ښه پری پښیمانه یم. د هر یو چیلینج، ګواښ او اختارونه برسیره ولاړم او رایه می ورکړه، او دغه ده پایلی یی، د  خپلی رایی چا نه پوښتنه وکړم. او د چا یی وغواړم.

په اول ځل می رایه ورکړه او تر پوزی یی پښیمانه کړم.  بیا می چی یاد وی رایه به ورنکړم. او خلکو تاسو ته یی هم وایم چی دا غلطی چیرته ونکړۍ.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
کمال

ګرانه وروره پدي اړه چې دي ساده تبصيره کړې وای ښه به وه،ځکه چې دلنډي کیسي فورم ځانګړي مشخصات لري،چې دلته له سره ندی کارول شوي،له نوروبه تېرشو په يوه بيلګه به بسنه وکړو،جان مامد اکا يا کاکا ديوه پښتون کليوال اوعام سپین ږيري تصويردی،دلته بايد دهغه ډايلاګ ديوه عام کليلوال سپين ږيري وي،نه دښار دقاضي په څير مکلف الفاظ کارول،خوتاسو دجان مامد اکا له خولې دغه ډول الفاظ لیکئ”…دليونتوب تر اعظمي حده رسيدلی يم…”داډول کلمات دکليوال سپین ږیري ندي،البته ممکن دي چې چیري وویل شي خو معمول ندي او په ادب کې همدغه ډول باریکي وي اساسي ارزښت لري… نور لوستل »

افغان ځلمی

زه نه پوهیږم ، مونږ څه ناڅه لویه تبصره ولیکله ورکه شوه ، البته لویه به وه ، او که څه تخنیکی ستونزی دی اوس به لنډه ولیکم ، وګورم چه څه ورته پیښیږی : زما توصیه کمال صاحب ته دا ده ، چه تاسی له ځان څخه د ابیاتو هغه استاذ مه جوړوی چه له خبل شاګرد څخه امتحان اخلی او بیا ورته وایی چه کلیوال خلک داسی پیچلی جملی نه کاروی ، او یا ورته وایی چه د دی کوچنی موضع د پاره به دی تبصره لیکلی وی . او نه دی هغه کارفرما له ځانه جوړوی چه… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x