
غزني کې د ولايتي شورا وکيلې مېړه او يوه نجلۍ وژل شوي
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وږي ۲۷مه ۱۳۹۳ل): غزني ولايت کې د خپلمنځي جګړې له امله د ولايتي شورا د وکيلې ميړه او يوه کليواله نجلۍ وژل شوي دي.
د غزني ولايت چارواکي وايي، چې تېره ورځ د غزني ولايت مرکز اړوند شهادة نوموې سيمه کې د ولايتي شورا يوې وکيلې مرضيه رحيمي ماشومانو له خپل ګاونډي سره شخړه کړې وه، چې وروسته د وکيلې مېړه محمد شريف د ګاونډي کور ته وراوښتی و، او د کور ماشومان او تورسرې يې ورته وهلې وې.
د محمد شريف د ګزارونو په غبرګون کې د موسی په نوم د کور څښتن پر نوموړي د چرييز ډزې وکړې او محمد شريف يې ژور ټپي کړ،چې وروسته يې روغتون کې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.
د غزني ولايت وياند شفيق الله ننګ وايي، چې د محمدشريف له مرګه وروسته د وکيلې د کورنۍ يوه غړي د خپل ګاونډي پر کور ډزې وکړې او يوه ځوانه نجلۍ يې ووژله.
د غزني ولايت چارواکي وايي، چې د يادې پېښې په اړه څېړنې روانې دي او ډېر ژر به رسنيو ته د څېړنې پايلې وړاندې شي.
د پېښې قربانيانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.