افغانستان

طالبانو د انتخاباتو د اصلي حقیقت بربنډولو په موخه مستند فلم نشر کړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وږي ۲۷مه ۱۳۹۳ل) : د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له اړخه په یوه خبرپاڼه کې چې تیره ورځ نن ټکی اسیا ته لیږل شوي ویل شوي، چې دوی د تیرو لانجمنو انتخاباتو د اصلي حقیقت د بربنډولو په موخه یو مستند فیلم ترتیب کړی، او نشر کړی دی، چې لیدونکي یې ددوی په پاڼه په ژوندۍ بڼه هر وخت کتلای شي.

نوموړی وايي چې فیلم ټول 48 دقیقي دی، چې پکې د انتخاباتو په ورځ دترسره شویو پراخو درغلیو، تقلب او امنیتي پیښو مستندې ویډيویې صحنې او اسناد راغونډ شوي. په فلم کې هغه اسناد وړاندي شوي چې په اساس یې دا په اثبات رسول شوي ، چې دانتخاباتو ټول ترسره شوی جریان  د پردیو په خوښه  ترتیب او ترسره شو.

دفلم په یوه برخه کې دسند په توګه د ولایتي مسولینو هغه مرکې ځاي شوې چې د انتخاباتو په ورځ د ټاکنو داصلي صورت حال د بیانولو په موخه ورسره شوې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي: دا چې د ترسره شویو جعلي او جنجالي ټاکنو له امله زموږ اولس له کومو ناخوالو، امنیتي پيښو او اقتصادي بحران سره مخ شو، له اقتصادي نګاه زموږ بیچاره او غریب اولس څومره زیان ولید.په همدې ارتباط دفلم په یوه برخه کې مستند ارقام  ددښمن له خپلو اعترافاتو را ټول شوي او وړاندي شوي.

د الاماره سټوډیو دغه فیلم چې د لومړي ځل لپاره د طالبانو د شهامت په نامه ویب پاڼه باندي نشر شوی، په لاندي لینکونو کې کتلای شئ

شهامت فیلمونه سایټ

بهرني ویب سایټ ( ارشیف) باندي:

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x