افغانستان

هلمند: سنګين کې ۱۵ عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې، جګړه اوس هم روانه ده

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وږي ۲۷مه ۱۳۹۳ل): د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې د هلمند ولايت سنګين ولسوالۍ څاروان کلا باکرزو سيمه کې ملي اردو او پوليسو په ګډه د طالبانو پر مرکزونو پراخ بريدونه پيل کړي وو، چې د دوی لخوا له سخت مقاومت سره مخ شول.

خبرپاڼه زياتوي، چې طالبانو د ملي اردو او پوليسو وسله وال بريدونه په شا وتمبول او ورپسې يې د امنيتي ځواکونو پر پوستو د سپکو او درنو وسلو بريدونه پيل کړل، چې تر اوسه يې څلور پوستې په بشپړه توګه نيولي او پنځلس عسکرو او پوليسو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

د يادونې وړ ده، چې د سنګين ولسوالۍ څاروان کلا بارکزو سيمه کې له شپږو ورځو راهيسې د طالبانو او ملي اردو تر منځ سخته خونړۍ جګړه روانه ده.

احمدي زياتوي، چې نوموړې سيمه يې د ملي اردو او پوليسو څخه پاکه کړې او اوس دوی د ګرماو پزکي سيمه کې مخ پر وړاندې روان دي او کجکي ولسوالۍ ته پر غځيدلي سړک د ملي اردو او پوليسو پر امنيتي پوستو سخته جګړه روانه ده.

د يادې جګړې په اړه د نورو معلوماتو لپاره نن ټکی اسيا سره اوسئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x