افغانستان

سیګار: ۶.۷ ملیونه ډالر په ۶ مخابراتي انتنونو بې ځایه لګول شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وږي ۲۷مه ۱۳۹۳ل):  د افغانستان بیا رغونې د څار امریکايي بنسټ [سیګار] مشر جان سوپکو په یوه لیک کې د امریکا بهرنیو چارو وزارت ته يې لیکلی ویلي چې په افغانستان کې امریکايي سرتیرو په شپږو مخابراتي انتنونو باندي ۶.۵ ملیونه ډالر لګولي، چې نه افغانانو ته په ګټه ورغلي، او نه هم خپله امریکایانو ته کله په ګټه ورغلي، او نه کار ځیني اخیستل شوی.

نوموړی وايي چې سربېره پر دې چې دغه انتنونه (مخابراتي ټاورونه) امریکایانو ته په ښه نه دي ورغلي، بلکې د هغوی د یوه امریکايي عسکر ژوند یې هم اخیستی.

نوموړی وايي چې د شپي په یوه عملیاتو کې د امریکايي ځواکونو یوه هلیکوپتر الوتکه یو ددغو مخابراتي انتنونو سره ټکر شوله، چې له کبله یې الوتکه په ځمکه را وغورځېده، او پیلوټ یې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
نوموړي وویل چې په دې اړه باید څېړنې وشي، چې څرنګه داسې انتنونه جوړیږي، چې هغه د هوايي چلند لپاره خطر جوړوي او په هغه باندې داسې کمزوري ګروپونه ایښودل شوي وي، چې رڼا یې تر ډیره نه ځي او هلیکوپتر غوندې الوتکه ورسره ټکر کیږي.

نوموړي پوښتنه کړې چې ایا ددې تر مخه چې دغه انتنونه جوړ شي، داسي یو څیړنه شوې وه، چې دا انتنونه به د چا په ښه ورځي؟ د امریکایانو په ښه به کله ورشي، کنه، او د هغه وروسته چې امریکایان له دغو سیمو څخه ووزي، ایا د افغانانو په ښه به ورشي کنه؟

نوموړی وايي چې ددې سوالونو هیڅ ځواب نشته او نه هم د انتنونو د جوړیدو تر مخه داسې څه څیړنه شوې وه.

نوموړی جان کیري ته په لیږل شوي لیک کې ویلي: چې د افغانستان د مخابراتو شرکتونو هم نه غوښتل چې ددغه انتنونه د خپلو شبکو سره وصل کړی، او دفاع وزارت هم نه غوښتل چې دغه انتنونو څخه کار واخلي، ځکه چې هغوی د انتنونو لپاره د جنراتورانو د تیلو مصارف زیات وه. خو بیا هم د انتنونو د جوړیدو کار پر مخ روان وو، تر دې چې بشپړ شو، او شپږ نیم ملیونه ډالر لګښت پرې راغلو.

بل پلو دفاع وزارت ویلي چې دوی دغه انتنونه ددې لپاره جوړه کړه چې د میډیا، تلویزون او مخابراتو اسانتیاوې د سیمي افغانانو ته ورسوي، خو د طالبانو له ویرې د مخابراتو یوه شرکت هم دې ته زړه ښه نه کړ، چې ددغه انتنونو چارې پر مخ یوسي او نه هم یو بهرنی اړخ وموندل شو چې ددغه انتنونو څخه کار واخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x