
پایلې ښايي سبا اعلان شي، شکایتونو کمېسیون وروستۍ پریکړه کمېسیون ته ولېږله
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وږي ۲۷مه ۱۳۹۳ل): د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د ټولو شکایتونو د څېړنې وروسته د ولسمشریزو ټاکنو د دوهم پړاو په اړه نن خپله وروستۍ پریکړه د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته ولېږله.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون رییس عبدالستار سعادت نن په کابل کې په یوه خبري ناسته کې وویل چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ټاکنو د قانون پر اساس ددې واک لري چې تر اینده ۲۴ ساعتونو پورې د ټاکنیزو شکایتونو د پریکړې په اړه اعتراض وکړي.
ده وویل چې که کمېسیون یا اعتراض ونه وکړ، یا يې سکوت غوره کړ او یا هم يې د دوی پریکړه ومنله نو دوی مکلف دي چې د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان کړي او بریالي نوماند ته وثیقه ورکړي او د جمهور رییس په حیث يې اعلان کړي.
سعادت وویل چې برحاله جمهور رییس هم دنده لري چې د ټاکنو د قانون او اساسي قانون سره سم په سولییزه توګه د واک په انتقال کې اقدام وکړي.
په عین حال کې چې د امورو ادارې ویلي چې د نوي جمهور رییس د لوړې مراسمو ته يې تیاری پیل کړی دی.
دا په داسې حال کې چې ولمسشرۍ د مخکښ نوماند فیض الله ذکي پرون ویلي چې نوماندان د اجراییوي پوست د واکونو پر سر پریکړې ته رسيدلي دي خو دوه عمده اختلافات لا هم پر ځای پاتې دي.
نوموړي وویل چې دا دوه عمده اختلافات یو د پایلو اعلان او دوهم د لوړو څوکیو مساوي ویش دی.
که څه هم د عبدالله ټیم وايي چې پایلې نه مني او ولسمشر کرزی ټينګار کوي چې تر هغې سیاسي جوړجاړی نه وي شوی پایلې دې نه اعلانیږي خو د ټاکنو کمېسیون وايي چې دوی پرته له دې چې نوماندان سیاسي جوړجاړی وکړي پایلې اعلانوي.
د ټاکنو د پروسې اوږیدلو ولس ته سر دردی پیدا کړی دی او خلک وايي چې هر ډول وي، ټاکنیزې شخړې دې پای ته ورسیږي او پایلې دې اعلان شي.