نظــر

درستاق دجنایت معلوم الهویته عاملین

KUNDUZ_CIYTYSept_6_2009دپیښې خبري اړخ

رسنۍ وایي دتخار ولایت  په رستاق ولسوالۍ کې ډلییز قبر موندل شوی ، دبي بی سي له قوله  دا ډلییز ګور درستاق ولسوالۍ د (سه آب) په سیمه کې موندل شوی دی ، دکلي خلک وایي چې د (جومات خانې) په نامه له  یوې  غونډۍ څخه یې خاوره وړه چې په ډلییز قبر واوښتل ، کلیوال وایي یونیم سل ککرۍ یې شمارلي دي  ، چې  په یوه  کوټه کې موندل شوي دي ،

دعینی شاهدانو په خبره داسې فکر کیږي چې دا رالوڅه شوې څلور په  دوولس متره کې تل خونه  به یو شخصي زندان وه ، چې په کې بندي کسان ټول وژل شوي دي .

دتخار محلي مامورین چې په پیل کې یې ددې انکشاف له منلو انکار کاوه اوس یې منلې ده چې ډلییز قبر موندل شوی دی ، چې ګڼ خاوري شوي اجساد په کې پراته دي .

تخار ،خانه جنګي او عام وژنې

لکه څنګه چې درستاق ولسوالۍ سیمیزو خلکو په لومړني غبرګون کې رسنیو ته ویلي ، چې موندل شوي اجساد ټول ددوی قریبان او خپلوان دي ، چې دکورنیو خپل منځي جګړو په مهال نادرکه شوي دي ، که د درست افغانستان غوندې دتخار ولایت  دتیرو څو لسیزو پیښې راوسپړو یوازې همدا قضاوت په لاس راکوي  .

تخار دافغانستان دنورو سیمو غوندې  هغه سیمه ده چې ډیره موده  دکورنیو جګړو ، او دټوپکوالو اوتنظیمي جګړمارانو په خپل منځي رقابتونو کې  وسوزیده .

دافغانستان په شمال شرقي حوزه کې ددې جرمي بهیر  تاریخ که  راوسپړو نو سر یې دیارلس سوه شپیتمو  شمسي کلونو ته رسیږي  ،  په ۱۳۶۲ کال دهمدې سیمې مشهور   قومندان احمدشاه مسعود په پنجشیرکې له روسانو سره اوربند وکړ ، اوپه عوض کې یې  دشمال په خوا دخپل نفوذ دپراخولو هڅه پیل کړه ، په تخار کې  دحزب ، اتحاد ، جمعیت او نورو ګوندونه سره تړلي  قومندانان دنوموړې له دې  کړنو سره جوړ نه وه ، خو دکلونو په تیریدلو او دمحلي قومندانانو دترمنځ دسیالۍ ، تعصب ،بدبینۍ او دنفاق داور دزیاتیدلو سره بالاخره خبره  فزیکي برخوردونو ته ورسیده ، او دشوروي یرغل په وړاندې راپورته شوي قومندانان  په پای کې ترخپل منځ دیوه اوبل په وړاندې  خزه شول .

په تخار  کې دمسعود بې مورده  غټ بازي او  د ۱۳۶۸ لمریز کال دسرطان په اتلسمه  دفرخار دتنګي دپیښې رامنځ کیدل چې په ترڅ کې یې دحزب دقومندان سیدجمال ولید لخوا دجمعیت او مسعود پورې تړلي ۳۲ قومندانان ووژل شول ، په منطقه کې یې دخپل منځي جګړې  اور په رښتیني توګه بل کړ، له دې وروسته تخار او میشتو اولسونو یې هغه پیښې او جنایات ولیدل چې ښایي پخوا یې تصور هم نه وه کړی .

په دې وخت کې سیمه  له مخې دجګړه مارانو د خپل منځي جګړو ، رقابتونو  او سیالیو ډګر وه ، چې ترمنځ یې بیچاره اولس وریتېده ، محلي قومندان دبیلابیلو تنظیمونو ترمنځ  لاس په لاس کیدل  ، او دخپلو شخصي ګټو لپاره یې  اړخونه بدلول ، جګړې دمیشتو اولسونو ژوند او اجتماعي جوړښت هم وځاپه او دسیمې میشت  تاجک ، پښتانه ، اوزبک ، هزاره ، عرب ، ګوجر  ،ایماق  او نور اوسیدونکي چې له پیړیو یې دوروڼو غوندې ژوند سره کړی وه ، دجګړه مارانو دهوس په جګړو کې لولپه کیدل  ، او د تعصبي جګړو عذاب یې ګاله ، دې جګړه مارانو نه یوازې خپل رقیبان ځپل ، زنداني کول ، شکنجه کول ، او په بې رحمه توګه وژل ، بلکې دخپلو رقیبانو قوميان او تنظیمي اړیکوال یې هم نه پریښودل ، چې په دې توګه دملکي عاموژنو بوږنونکي سیالۍ ته لاره هوارېده  .

درستاق د جنایت عاملین څوک او چیرې دي ؟

دا هغه مهم سوال دی ، چې ښایي په رستاق کې دوروستي جنایت له له بربنډیدو وروسته به دهرچا په  ذهن کې راګرځیدلی وي ، ددې سوال  دځواب لپاره به غوولوونکي رسنۍ ډیر توجیهات وکړي ، او واکمن به هم  هڅه وکړي چې  دبشري جنایت لوڅ شوی لمر په دوو ګوتو پټ کړي ، خو (که شپه هرڅو تیاره ده مڼې په شمار دي ) درستاق دشهیدانو وینه څښونکي او ډلییز عاموژونکي ترهرچا ښه معلوم دي ، او همدا اوس یوځل بیا عملا دخپل اولس دوینو په ځبیښلو او دهډوکو په شپیلولو بوخت دي لاندې کسان هغه جګړماران دي چې په تیرو لسیزو کې یې دتخار په ولایت کې ستر جنایات ترسره کړي دي او درستاق دعاموژنې  دمسؤلیت ګوته ورته نیول کیدای شي .

ــ   پیرم قل ضیایي ، دحزب ، نظار شورا او جنبش ترمنځ  اړخ اړونکی جګړه مار دی ، چې په رستاق کې په ډیرو جنایاتو تورن دی  ، ویل کیږي چې نوموړي درستاق دګرګان په کلي کې ۷۰ تنه بې ګناه کسان چارماري کړل ، دغه راز یې دغنج په نامه په یوه بل کلي کې هم خپل مخالفین په ډیره بې رحمۍ قتل عام کړل ، نوموړی  د دیموکراسي له برکته  دولسي جرګې په غړیتوب نازول شوی  او اوس هم سرې سترګې ګرځي .

ــ سبحان قل ابراهیمي ، دپیرم قل نږدې انډیوال او مرستیال پاته شوی دی ، دی هم دتخار په سطحه پیژندل شوی قاتل بلل کیږي ، دکرزي دحکومت له راتګ سره لومړی د ۵۵ فرقې قومندان ، وروسته  دمیدان وردګو امنیه قومندان او بیا دتخار ښاروال شو.

ــ  بشیر قانت ، دتخار دچاه آب اوسیدونکی جګړمار دی ، چې په ډیرو مظالمو او جنسي تیریو کې ښکیل بلل کیږي ، نوموړی په دې سربیره چې په چاه آب کې یې د ډيرو خلکو ځمکې غصب کړي دي ، دتاجکستان په پوله د پوډرو  د قاچاق شخصي شبکه هم لري ، او دشورا نظار په ګټه یې ډير مظالم ترسره کړي دی ، نوموړی دکرزي په دولت کې یو وخت دسرپل والي وه .

ــ داوود داوود ، دتخار دفرخار اوسیدونکی دی ، چې یو وخت دمسعودله شخصي باډیګارډانو څخه وه ، وروسته یې په جګړه مارۍ کې نوم پیدا کړ او دطالبانو له سقوط وروسته دتخار والي  شو، ورپسې په داسې حال کې چې مطبوعاتو یې دبرالا قاچاقبرۍ راپورونه ورکول ، دمخدره موادو په ضد دکورنیو چارووزارت  مرستیال شو، نوموړی هغه مهال ووژل  شو چې په شمال کې یې دپولیسو دساحوي زون قومنداني په غاړه درلوده .

ــ کبیر مرزبان  ، دتخار په سطحه مشهور جګړه مار بلل کیږي ، چې په خواجه بهاءالدین ، ینګي قلعه او درقد کې یې ډیر جنایات ترسره کړي دي ،  نوموړي دمسعود نږدې همکار بلل کیده ، تردې چې مسعود ته یې په خواجه بهاءالدین کې ځانګړی استراحت ځای جوړ کړی وه ، چیرې چې مسعود ووژل شو ، نوموړی دکرزي په حکومت کې په پیل کې  په کابینه کې مشاور وزیر ، وروسته دتخار والي ، او بیا دمشرانو جرګې انتصابي غړی وټاکل شو.

ــ مامور حسن ،  دتخار د دشت قلعه اوسیدونکی جنبشی قومندان دی ، چې دکورنیو جګړو په مهال یې ډير جنایات او عاموژنې کړي دي ، نوموړی هغه کس دی چې  په تخار کې واقع د آی خانم  تاریخي ښار یې وکینده او تاریخی اثار یې ټول غلا او خرڅ کړل ، او پیسې یې جیب ته واچولې ، دی هم د دیموکرات رژیم له اشرافو څخه دی .

ــ  مطلب بیګ ، دنظار شورا له قومندانانو څخه دی ، چې دچور او قتل خورا توره ماضي لري ، نوموړی په اوسني رژیم کې په برید جنرالۍ نازول شوی  لومړی دتخار امنیه قومندان  او وروسته کندز ته تبدیل شو ، او بیا  دسرحداتو وزارت مرستیال وټاکل شو.

لوړ کسان او داسې نور هغه معلوم الحاله جنایت کاران دي ، چې دتخار په سطحه یې ډیره موده خپل ناروا راج  چلولی ، عامه وژنې او جنایات یې ترسره کړي دي ، او اولس  او هیواد ته یې سخت زیانونه اړولي ، نن سبا چې په افغانستان دامریکایي یرغل سیلۍ را الوتې همدا کسان  یوځل بیا دیرغلګر لپاره دمخلصانه خدمت له امله  قدرت ته رسول شوي ، او داولس  په اوږو سپاره دي  .

درستاق غمزده اولس دې دخپلو قریبانو دقاتلانو دموندلو لپاره دملل متحد یا نورو اړخونو دڅیړنو تمه نلري ، ددوی مدعیان معلوم دي ، هغه چې نن سبا یوځل بیا په دوی مسلط دي یا ددوی په نمایندګۍ ځانونه داولسي جرګې غړي بولي ، که دخپلو شهیدانو وینې ورته ارزښت لري او د انتقام متره په ځان کې ویني یوازې دې له همدې  مسلطو جګړه مارانو سره حساب  وکتاب وکړي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x