افغانستان

د روزګان والي : ګيزاب ولسوالۍ د سقوط په حال کې ده

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وږي۲۷مه، ۱۳۹۳ل) : د روزګان والي وايي، که د مرکزي حکومت له لورې ګېزاب ولسوالۍ ته بېړنۍ پاملرنه ونشي، نو ډېر ژر به دغه ولسوالۍ د وسله والو طالبانو په لاس سقوط وکړي.

د روزګان والي امان الله تيموري دا څرګندونې د ګيزاب ولسوالۍ دامنيت د څېړلو په موخه له کابل څخه د راغلي پلاوي سره د خبرو پر مهال کړې دي.

د ولسمشر له حکم سره سم د بغلان د پخواني والي او سلاکار وزير منشي عبدالمجيد په مشرۍ يو دولتي پلاوى د ګيزاب د امنيتي حالت د څېړلو په موخه ترينکو‌ټ ته تللی دى.

د سرچینې په خبره، د روزګان والي ياد پلاوي ته وويل چې د ګيزاب ولسوالۍ امنيت ډېر خراب شوى او هلته سلګونه وسله وال د جګړې په موخه راغلي دي.

تيموري زياته کړه، چې اوس مهال په يادې ولسوالۍ کې د ټولو دولتي ادارو کارونه په ټپه ولاړ دي او هلته د جګړې ډګر ورځ په ورځ د ولسوالۍ تر ودانۍ پورې رارسيږي .

هغه وويل، چې که مرکزي ادارې ژر تر ژره اقدامات ونه کړل، نو لرې نه ده چې دغه ولسوالي سقوط وکړي.

دده په خبره، چې د ګيزاب په سقوط سره به نه يواځې ددې ولايت چارچينو، او خاص اروزګان ولسوالۍ د سقوط له ګواښ سره مخ شي، بلکې ددې سيمې نا امنۍ د دايکنډي او باميان ولايتونو  امنيت هم له ګواښ سره مخ کړى.

د روزګان والي وايي چې د ګيزاب ولسوالۍ او ترينکو‌ټ ترمنځ لويه لاره له تېرو څو کلونو راهيسې د طالبانو له لوري تړل شوې ده او زیاتوي، چې  څو ځلې يې له کورنيو او دفاع وزارتونو غوښتي، چې د يادې لارې د خلاصون په موخه چاڼيز عمليات ترسره کړي، خو تر اوسه دغه کار نه دى شوى.

تيموري وايي چې په ياده ولسوالۍ کې د يو شمېر مسوول او غير مسوولو وسله والو ترمنځ نښتو هم طالبانو ته د فعاليت زمينه مساعده کړې ده.
له کابل څخه د راغلي پلاوي مشر منشي عبدالمجيد وويل چې ورسره ديو شمېر نورو ارګانونو استازي هم راغلي، څو د ګيزاب وضعيت وڅېړي.هغه زياته کړه، چې ګيزاب ولسوالۍ ته تګ له امکان څخه لرې ده او د ولايت په مرکز کې به د يادې ولسوالۍ له استازو سره وګوري .‌

ده وویل، چې ددې ولسوالۍ ټولې ستونزې به ولسمشر او بيا اړوندو مسوولينو ته ورسوي، څو په اړه يې جدي اقدمات وکړي.

د یادولو ده، چې له دې مخکې د هلمند ، لوګر، غزني ،پکتیکا او په ختيځ کې د کونړ او نورستان چارواکو هم  د څو ولسواليو د سقوط خبرداري ورکړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x