ورزش

اسیايي لوبې سبا پیلیږي او افغانستان اولمپک کمېټه د افغان لوبغاړو د سیالیو په اړه انديښمنه ده

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وږي ۲۷مه ۱۳۹۳ل): اسیايي لوبو چې سر له سبا ۱۹ سپتمبر ۲۰۱۴ د جنوبي کوریا په انچوین (Incheon) ښار کې د اسیا د المپیک کميټې (OCA) په سرپرستۍ پیلیږي د افغانستان له لورې په کې تر سلو زیات لوبغاړي ګډون کوي.

د افغانستان د اولمپک کميټې چارواکو ویلي چې دغه لوبغاړي به په ۱۲ بېلابېلو لوبو کې برخه واخلي.

افغانستان د ۴۵ هېوادونو تر منځ په اسیایي لوبو کې چې هر څلور کاله وروسته په یو آسیايي هیواد کې تر سره کیږي، برخه اخلي.

په عین حال کې د اولمپک کمېټې چارواکي د افغان لوبغاړو د ښه لوبو کولو څخه مطمئن نه دي او وايي چې لوبغاړو يې ښه روزنه نه دی کړې.

د افغانستان د اولمپک کمېټې د رییس مرستیال داد محمد پاینده اختري وايي چې افغان لوبغاړو د سهولتونو د نشتوالي له امله ښه تیاری نه دی کړی او له همدې امله موږ هم ترې د ښه لوبو تمه نه لرو.

د افغانستان د فوټبال او کرکټ لوبډلې چې افغان ولس ترې یو څه تمه لري جنوبي کوریا ته رسېدلي دي.

تمه ده چې پاتې لوبډلې به نن جنوبي کوریا ته ورسیږي.

په اسیایي لوبو کې تقریبا ۱۳۰۰۰ اسیايي لوبغاړي په ۳۶ بېلابېلو لوبو کې برخه اخلي. په دغو لوبو کې ۴۳۹ د سرو زور میډالونه هم ګټونکو لوبغاړو ته ورکول کیږي.

باید وویل شي چې نن د افغانستان او هانک تر منځ د ۲۳ کالو څخه کښته ځوانو لوبغاړو تر منځ د فټبال میچ وشو، چې د هانک کانګ په ګټه پای ته ورسید، افغانستان یو ګول او هانک کانګ دوه ګولونه ووهل.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close